سره په ښکر ډالري لیکوالان

لیکوال: نعمان منلی

کالم: نښتر /

خدای بښلی الفت او خادم دواړه یو ځای چرته روان وو، په یوه کوڅه کې دوو ښځو سختي ناندرۍ سره ګرمي کړې وې، خادم صاحب ورته وویل: الفت صاحب دا دواړه څه وایي؟ هغه ورته وویل: دواړه حقایق وایي. رښتیا هم کله چې دوه مخالفین د یوه بل پر خلاف خبري کوي که څه هم په یوه بل به بیځایه تورونه هم لګوي خو د دوی په خبرو کې حقایق هم پراته وي.

دا خبره مې د هیواد د ځیني مشهورو فرهنګیانو په اړه را نښلولې ده، که مو خیال کړی وي دا څه موده د دوو مخالفو لوریو ملاتړي لیکوالان پخپلو کې له یوه بل سره په ښکر دي، دوی پخپلو کې  طبعاً په یوه بل تورونه هم لګوي خو د الفت صاحب د وینا په استناد دوی حقایق هم وایي، په دې حقایقو کې زما په نظر د یوه بل په اړه د ډالر خوري خبره ډېره مهمه ده، یو وایي فلانی له بیستاني نه په یوه لیکنه څو سوه ډالر اخلي او هغه بل هم ورته حقایق رابرسیره کوي. او موږ ته دا مطلب په لاس راکوي چې دواړه لوري ډالرو ته لګیا دي، نه د هیواد او ولس غم شته، او نه له اړړوند لوري سره ژمنتیا.

دوی دواړه لوري دي خیر یوسي چې ولس ته د ځان په اړه حقایق بیانوي، خو ولس دي الله پوه کړي چې دا حقایق درک کړي او ډالري لیکوالان او د هغوی د لیکنو په موخه او هدف سرونه خلاص کړي، اما متاسفانه ډېر کم خلک پوهیږي، اکثره تش ذهنه ځوانان د دې ډالري لیکوالانو د قلم جادو ړانده او کاڼه کړي دي، تاسو ګورئ د هغوی په فېسبوک پوسټونو څه حال جوړ وي! فلانی صیب درباندي ویاړو .. په فکر مو برکت او په ګوتو هم او …

وه خلکو! لیږ سرونه خلاص کړئ، د وخت د سیاستوالو او په هغوی راچاپېره چاپلوسان وپیژنئ، هغوی ستاسو په عقلونو ملنډي وهي، هغوی له وګړو ګلې او پادې جوړوي او د سیاستوالو ډلي زیاتوي، که یې نه منئ دا لنډه موده مخکي د کرزي ثنا او صفت ویونکي نن اشرف غني ته لګیا دي، د شورانظار والو په څیر کرزی طالب بولي، او متفکر د هیواد له پاره نجات!، دا خوړین او اجیر سياستوال موږ تل غندلي او ترټلي دي، دوی له هیواد او ولس نه پردیو ته ډېر اخلاص لري. نو د دوی په تخرګونو پوري نښتې سپږي (ډالري لیکوالان) د اجیرو په اجرتونو او مزدوري شخوندونه وهي.

کله چې کمونستان واک ته ورسیدل او داود خان یې لیري کړ د کابل راډیو به سپینږیرو هر وخت نیوله، زموږ د کلي خیر محمد اکا یوه ورځ د باختر اژانس یو راپور ورکوونکي ته سختي بیخزني ښکنځلې وکړې، رادیو ته یې لاس ونیو او زیاته یې کړه: دا ارموني ټول له پلوه ډمان دي پرون یې د داود خان صفتونه کول نن د سرو کوپارو ډول ته غومبر وهي، نن سبا خو د هر چا ذهنونه اقتصادي ګرځیدلي دي، ډالري یاران بیا په هرصورت، هروخت او هرحال کې په ډالرو پسي توس وهي، او هر ځای چې یې ترلاسه کولی شي هغه لوری نیسي، دا توسماران  هر وخت د ډالرو زامن وو، دي او وي به خو کاش زموږ تش ذهنه ځوانان یې وپیژني.

تبصرې (3)

  • کاش چې لږ دې نور هم وضاحت کړی وای ، یعنی د یو مثال په راوړلو دې زما غوندي خالي الذهنه ځوانانو فکرونه لږ نور هم را خلاص کړي وای .
    که په بل کالم کې دي دا کار وکړ ښه به وي . بیا هم مننه . منلی صیب!

  • منلی صیب

    تاسو ته سلامونه او احترام

    هیله ده د لیکنی سرلیک مو داسی ولیکی:

    ښکر په ښکر ډالري لیکوالان

    ستاسو سرلیک هم سم ده خو زه پرې ایله یوه ورځ وروسته وپوهیدم

  • غوربندي صیب ښه خبره مو کړې ده
    او اسلم وروره کوښښ به وکړم ان شاء الله تعالی