fbpx
احمدضیا مسعود

«ځینو لوړپوړیو چارواکیو د ولس پیسې غلا کړي دي»

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): په ښې حکومتوالۍ کې د ولسمشر اشرف غني ځانګړي استازي، احمدضیا مسعود پرون په کابل کې په ډاګه کړه چې یو شمېر لوړپوړي حکومتي چارواکي اوس هم هوډ لري چې له ملي شتمنیو ناسمه ګټه پورته کړي.

ښاغلي مسعود چې نن په کابل د اداري فساد پر ضد د مبارزې په تړاو یوې غونډې ته وینا کوله د ګډ حکومت له خوا د لوړو څوکیو پر وېش هم نیوکه وکړه: «همدا اوس هڅې شروع دي چې څنګه د وزارتونو معینیتونه سیاسي کړي او هر سیاسي ګوند څنګه یو معین وټاکي.»

د ولسمشر ځانګړي استازي ان د اوسني حکومت ځینې چارواکي په تېرو دیارلسو کلونو کې په غلاوو تورن کړل: «هغه کسان چې لوړې څوکۍ لري، په تېرو دیارلسو کلونو کې میلیونونه ډالر د خلکو له پیسو غلا کړي دي».

د ګډ حکومت له تشکیل څه باندې نهه میاشتې کېږي. اوسنی حکومت د ۹۳ کال د لانجمنو ټاکنو په پایله کې رامنځ ته شو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري دواړه غاړې یوه ایتلاف ته اړوېستل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د