
ازبکستان: مسلمانې ښځې د حجاب له امله زندان ته اچول کیږي
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ازبکستان چارواکو د دې هیواد په پلازمینه تاشکند کې د باحجابه مسلمانانو میرمنو په نیولو لاس پوری کړی.
ازبک پولیس د پلازمینې په بازارونو کې د محجبو میرمنو لټون کوي. د ازبکستان د ازادۍ راډیو وايي چې پولیس لومړی محجبو میرمنو ته د حجاب دغورزولو امر کوي، که حجاب لرې کړي پریښودل کیږي او که له دغه امر څخه سرغړونه وکړي نیول کیږي.
پولیس هغه میرمنې چې د حجاب له لرې کولو انکار کوي او په رضا له پولیسو سره نه ځي، د بازار له مینځه په زور د پولیسو موټرو ته ورکشوي.
د ازبکستان په بازارونو کې له ۲۰۰۹ کال راهیسې د اسلامي حجاب په خرڅلا او بازارونو ته د محجبو ښځو په راوتلو بندیز لګیدلی.
د حجاب پر ضد جوړو شوو قوانینو له مخې محجبې ښځې له دندو د ګوښه کیدلو سربېره یا ۱۵ ورځې بند تیروي او یا به د خپلې ۷ میاشتنۍ تنخوا په اندازه مالي جرمانه ورکوي.
دغه راز په هغو دکاندارانو او سوداګرو هم مالي جرمانه لګول کیږي چې اسلامي حجاب او د ښځو پرده پوښ لباسونه خرڅوي.
كه څه هم د ازبکستان رسمي دین «اسلام» دی، خو ځايي مسلمانانو وخت په وخت د واکمن نظام له اسلام ضد کړنو څخه سر ټکولی.
څه موده وړاندې په پلازمینه تاشکند کې یو شمیر ښځې په دې تور ونیول شوې چې د کلي ماشومانو ته یې په کور کې د قرآن کریم زده کړه ورکوله.
ازبک چارواکي وايي چې حجاب د «تشدد او سخت دریځۍ» نښه ده.
نړیوالې ټولنې یوازې هغه وخت د ښځو د حقوقو او ازادۍ غږ اوچتوي چې په ښځو حجاب او پرده اجباري وګرځي، اما که بې حجابي او بې ستري لازمي ګرځول کیږي بیا غبرګون نه ښيي او دغه موضوع نادیده نیسي.
انالله واناالیه راجعون سونه دافسوس زای ده سی په یوه اسلامی هیوادکی په اسلامیاتوبندیز لگیزی