شعـــــرونهپښــــتو ادب

هغه کوڅه/صاحب‌شاه صابر

ارواښاد صاحب‌شاه صابر

زه اوس هم کله کله
د خپل عادته مجبور
د محبته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغه کوڅې ته ګورم
هغه کوڅه چې چرې
ستا د لیدو ځای وو
د اوسېدو ځای وو
ماته جنت ښکارېدو
د ښاېستونو جنت
د الفتونو جنت

زه اوس هم کله کله
د خپل عادته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغه کوڅې ته ګورم
چرته چې ته اوسېدې
ستا ګاونډیان وو پکې
بلا کسان وو پکې
ټولو به ته پېژندې
ټولو به زه پېژندم
زموږ په زړه پوهېدل
ښځې نر ښه پوهېدل
کله به یې ته څارلې
کله به یې زه څارلم
چا د دېوال د سره
چا د کوټې د بره

چا د خپل وره نه پناه
چا د ګوټ پېره په غلا
پټ پټ څارلو موږه
آزارولو مونږه
خفه کولو مونږه
چا پوېولو مونږه
خو مونږه نه پوهېدو
مونږه په څه پوهېدو
مونږ د چا نه اورېده
مونږ د چا نه منله
مونږ خو د مینې په نوم
د محبت په خاطر
په هر څه اور لګوو
د هر څه تېر ناست وو
زمونږ د زړونو په اور
زموږ د مینې په شور
هغه کوڅه ګرمه وه
د ژوند قیصه ګرمه وه

زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور

چرته چې زه درتلمه
چرته چې ته اوسېدې
بلا کسان وو پکې
وران ماشومان وو پکې
ټولو به ته پېژندې
ټولو به زه پېژندم
څوک آشنایان وو زما
څوک دښمنان وو زما
چا به زما په لیدو
ما له ګلونه راوړل
د کشمالو ګلونه
ستا د کمڅو ګلونه
چا به زما په لیدو
ماته حالونه ویل
زما او ستا حالونه
څوک به خپه وو له ما
څوک به غوسه وو ماته
چا به په پټه پټه
خلکو ته ووې زما
چا به په چغو سورو
دنیا خبر کړه په ما
ورځ د محشر کړه په ما

زه اوس هم کله کله
له خپل عادته مجبور
په هغه لاره ځمه
هغې کوڅې ته ګورم
اوس په هغې کوڅه کې
خاوروې ریګونه، نه شته
وران دېوالونه، نه شته
رغښتې کورونه، نه شته
کاڼي ټوپونه، نه شته
اوس په هغې کوڅه کې
هر خوا پاخه کورونه
د ښختو سره کورونه
هر خوا پاخه فرشونه
خو اوس د هغې کوڅې
هغه مزه نه شته دی
هغه چرچه نه شته دی
هغه بې سره پېغلې
هغه خودرسره زلمي
هغه بې غمه واړه
هغه ساده ماشومان
د شورو شره پاتې
د هنګامو وتي دي
د رنګینو وتي دي
هر څوک د ژونده ستړي
هر څوک په ژوند کې ستړي
نه زندګي پېژني
نه رنګیني پېژني
نه پسرلي پېژني
نه لېوني پېژني

دا په دوی څه شوي دي؟
دا په دوی څه شوي دي؟
حالات سنګین سهي خو
داسې سنګین خو نه دي
دومره غمګین خو نه دي
چې د سړي له سترګو خوبونه وتښتوي
یادونه وشکوي
د خپل ماضي یادونه
د مستقبل خوبونه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x