شعـــــرونه

مظلومیت

لیکوال: اسدالله رزین

مظلومیت باندی خطا نه سې را پا څه
د همت دفتر کې نه چلیږي تش لاس د دعا

انسانیت ته چې ور تیر سی لوی نظام ده
نه جوړیږي هغه تنها په ژړا

لوی صفت ده چې خالق درته خوښ کړی
کائناتو کې تنها برخه ده ستا

د عظمت کچه یی زه اخستای نه سم
له دی لوی عظمته لویه تقاضاء

کشمکش به په تدبیر مخي ته بیایې
له باطل سره ټکر ته به وی تل تړلی ملا

د باطل ازاله کار د انسانیت ده
که را ووتی میدان ته په رښتیا

ته لیږ ځیرسه چې ته څومره لوهستي یې
دا واکونه دا ځواکونه دلته نسته دبل چا

بس خبره تری دګټې د اخستو ده
ته سبب سه د تیارو د ورکیدا

موږ خبر یو چې دنیا وه منوره
د انسان وه انسانیت سره وفا

صرف هغه وفا له تا نه هیله کیږي
چې روان سه په قدم د مصطفی

بیا دعا هم برکت او هم طاقت ده
تری ځواکمن نسته پر ځمکه ما فیها

له (رزین) سره دغه اندیښنه ډیره
څوک به ورکړي انسان خور ته وړ سزا

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x