افغانستان

هرات ولایتي شورا غړی: طالبانو کشک کهنه ولسوالۍ سقوط ته نږدې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هرات ولایتي شورا کې د کشک کهنه ولسوالۍ استازی «عبد الرسول جمشیدي» وايي چې د طالبانو بریدونو دغه ولسوالۍ سقوط ته نږدې کړې او که دولت هوايي او ځمکنۍ مرسته راونه لیږي نو د طالبانو لاس ته لویږي.

جمشیدي وايي چې زرګونو طالبانو نن سهار په یادې ولسوالۍ جګړه پیل کړې او تر اوسه یې ۸ کلي نیولي دي.

د ولایتي شورا دغه استازي امریکا غږ راډیو ته ویلي چې د هرات سنګي ولسوالۍ او د بادغیس ولایت طالبانو په ګډه په کشک کهنه ولسوالۍ برید کړی او دا مهال جګړه د ولسوالۍ ۲۰ کیلومترۍ ته رارسیدلې.

د ۲۰۷ قول اردو قومندان تاج محمد جاهد هم پر یادې ولسوالۍ د طالبانو برید تایید کړی او هغوی ته یې د درنو تلفاتو اړولو ادعا کړې، خو د طالبانو لاس ته یې د ۸ کلیو د لویدلو په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر اوسه په دې اړوند څرګندونې نه دي کړي خو د کاپیسا په نجراب او د کندز په امام صاحب ولسوالیو کې د پراخو سیمو او ګڼو پوستو د نیولو خبر ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x