
نن ټکی اسیا (جمعه، غبرګولي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل) : د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند د جمعې د ورځې په مطبوعاتي ناسته کې وويل چې د افغانستاد دښمن د پاکستان دښمن دی او د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن دی.
نوموړي دا خبري نن د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د اونيزي مطبوعاتي کانفرنس په مهال وکړې.
قاضي خليل الله خبريالانو ته واضحه کړه چې که کوم هيواد د پاکستان خلاف ګام پورته کولو هڅه وکړه نو د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره به په ټول قوت اقدام کوي.
وياند د پاکستان د پالسي په اړه وويل چې په هيوادونو کې د عدم مداخلت په پاليسي يقين لري او له خپلو ګاونډو هيوادونو سره د خپلوي اړيکي غواړي خو که چا د پاکستان په خلاف حرکت وکړ نو دوی به يې په پوره زور سره ځواب ووايي.
نوموړي زياته کړه چې پاکستان به چا ته اجازه ورنکړي چې خاوره يې د افغانستان په خلاف استعمال شي او د افغانستان د حکومتي مشرانو تر منځ د شوي مصالحت حمايت کوي، د افغانستان دښمن زمونږ او زمونږ دښمن د افغانستان دښمن دی.
خليل الله د هندوستان او پاکستان ترمنځ د پيښ شوي اختلاف په اړه هم خبري وکړې او ويې ويل چې رامنځته شوي مسائل جدي دي خو د مذاکراتو له لاري حل کېدلای شي، تر اوسه پوري د هندوستان د وزير اعظم او د اطلاعاتو د وزير لخوا خپرو شويو بيانونو ته مناسب ځواب ويل شوی.
په دې وروستيو کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ خبري ترخې شوي او دواړه غاړو يو بل ته ګوتڅنډنې کړي دي، د پوهانو په اند اوسنۍ خبرې د دې لامل کېدلای شي چې د دواړو هيوادونو تر منځ اوبه نوري هم خړي شي.