نظــر

د افغانستان دولت ولی طالبان د ای ایس ای سره په تړو تورنه وي

taliban fighters in snow الحمد لله رب العالمين ، والصلاة والسلام على خاتم الأنبياء والمرسلين ، المبعوث رحمة للعالمين، محمد وعلى آله وصحبه أجمعين . أما بعد: د افغانستان په ګوډګې اداری کې ناست د نن واکمنان او په صلیبي ډالرو مست بعضي لنډ نفسه مامورین وخت ناوخت دا ادعا کوي چې ګني سپڅلي طالبان او مجاهدین په افغانستان کې روان مبارک جهاد د ای ایس ای استخبارتي اداری یا د نورو ګاونډيو هیوادونو پر مټ او مرسته کوي خو تر نن پوری یې یو داسی معتبر یا موثق اسناد یا شواهد وړاندی نه کړل چې ددوئ دا بی بنسټه ادعاوۍ تاېید کړي.

 نن غواړم چې ددی تهمتونو او بی بینیاد خبرو په هکله د یو مسلمان په صفت هغه حقیقي حقایق د مسلمانانو په حضور کې وړاندی کړم  کوم چې ما درک کړي ترسو هغه خلک چې طالبانواو مجاهدینو ته د مخلصو او ریښتني  مدافعینو په سترګه ګوري د منافقینو د مکرجنو دوراغو او دسیسو تر اغیزو لاندی رانشي او د مجاهدینو په هکله د ارتدار اوبدګمانئ ښکار نشي او د الله جل جلاله د رضا لپاره خپل نظامي، سیاسي، مالي، او فکري مرستی نور هم زیاتی کړي ترسو دښمن په بشپړه توګه مات او رسوا شي.

الله تعالی په قرآن پاک کې فرمايي:
مَنْ كَانَ يَظُنُّ أَنْ لَنْ يَنْصُرَهُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ فَلْيَمْدُدْ بِسَبَبٍ إِلَى السَّمَاءِ ثُمَّ لْيَقْطَعْ فَلْيَنْظُرْ هَلْ يُذْهِبَنَّ كَيْدُهُ مَا يَغِيظُ ﴿١٥﴾ سورة الحج
ژباړه: کوم کسان چې غواړي چې له اسلام او مسلمانانو څخه په دنیا او اخرت کې د الله تعالی نصرت قطع کړي نو په یوه وسیله دی تر آسمانه ځان ورسوي ځکه د الله جل جلاله نصرت آسماني دی نو له هغه ځایه دی نصرت بند کړي، بیا دی وګوري چې ایا دد دا تدابیر د نصرت په بندولو کې څه ګټه رسوي، نو لکه څنګه چې آسمان ته ختل او رسیدل ناشوني دي همداه رنګه د مسلمانانو څخه د الله د نصرت قطع کولو تدابیر او پلانونه هم بی ګټې دي.

د طالبانو نه د افغانانو ژور ملاتړ د اسلام دښمنان سخت ځوروي. دوئ د طالبانو جهادي ریښتیني روڼ شریعي منهج، د اسلام په لارښونو د طالبانو ټیږ اعتصام، وحدت، او له طالبانو نه د نړۍ د مسلمانانو پراخ ملاتړد ټول صلیبي پوځي، سیاسي او تبلیغاتي ځواک په وړاندی د طالبانو دومدار مقاومت، ثبات او استقامت او د قربانۍ د کچې لوړولي امل ګڼي. له همدی امله دوئ زیات کوشش د اعمالو په لحاظ د طالبانو د خرابوالي او د طالبانو د بدنامئ لپاره کوي او په دی لاره کې ستره سرمایه ګذاري کړي ترسو د طالبانو د بریالیتوب اصلي عوامل له منځه یوسي او له ولسي ملاتړنه طالبان بی برخی کړي. لکه څنګه چې د شخصي یا دولتي تلویزونو په مخ ګورو چې بعضی دولتي او یا غیردولتی کسان وخت نا وخت د طالبانو د تمویل او تحمیل اصلي سرچینه له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستان نه ګڼي چې په اصل کې له حقیقت ورایه لری ده.
 د مثال په توګه ویلی شو چې دوئ وایي چې ” ای ایس ای په افغانستان کې په غیر مستقیم ډول مداخله کوي او د افغانستان جهاد او مقاومت دوئ تمویله وي او ترسو چې د مجاهدینو مرکزونه په پاکستان او یا په قبائلو کې له منځه نه  وي تللي نو دا جنګ به همداسی روان وي.”
له همدی امله د اسلام دښمنان له همغه اول نه د اسلامي تحریک په رابطه په خپل پروپاګند کې وایي چې:
—  طالبان د پاکستان د (ای ایس ای) لخوا رامنځ ته شوی
— طالبان د (ای ایس ای) سره رابطه لري
— د (ای ایس ای) لخوا د طالبانو عمده نظامي پرګرامونه طرحه او تمویلیږي

د دغه پوچ پروپاګند ډم ډولچیان په څو ډلو تقسیمیږي:
 یوه ډله یې هغه ده چې ښه په حقایقو پوهیږي لیکن د طالبانو سره د حسد او تعصب له وجی دی تبلیغ ته لمن وهي، ددوئ په زړونو کې له دی امله د نفاق اور بل ده چې دوئ واېي، ولی د افغانانو له منځه دغه غریبه طبقه یعني ملایانو او طالبانونه الله جل جلاله دخپل دین د سرلولۍ دپاره دومره لوۍ خدمت واخیست، ددی خدمت مستحقان خو موږ یو، ځکه د افغاني ټولنۍ د لوړۍ طبقی وګړي یو، په سیاست کې تجربه لرو، د لوړو تعلیمي مراکزونه د فراغت سندونه لرو، له تنظیمي لحظه له هر چا خه منظم یو، حال ده چې دوئ ته الله جل جلاله دخپل دین د خدمت موقعه ورکړی وه خو د نفس او حوا تابع شول او د اسلامي اصلي روڼ منهج نه یې انحراف وکړل او نتیجه یې د لوۍ الله جل جلاله لخوا ددوئ رټل شول.

 دویمه ډله هغه کسان دي چې له حقایقو ښه اګاه دي خو دوئ د مادیانو په مقابل کې د اسلامي نظریاتو په سر سودا کړی ده او صلیبیانو ته یې د غلامۍ سر ښکته کړې او اوس د خپل  بزدلانه عمل د توجی لپاره د مدینی د منافقینو په څیر دلایل وايي، او وايي چې طالبان د ( ای ایس ای) خلک وو. له همدی امله موږ خپله لاره تری بیله کړه، خو دوئ دی ته سوچ نه کوي چې که طالبان د (ای ایس ای) خلک شول نو په دی سره دوې د اسلام د دین په وړاندی له مسئولیت نه خلاصیږي او نه د طالبانو اود  (ای ایس ای) ترمنځ  تړو د صلیبیانو سره ددوئ د مرستی او همکارۍ مجوز ګرځي.

دریمه ډله هغه خلک دي چې اصلآ دیوی حقی نظریۍ او حق دین په توګه اسلام ته عقیده نه لري، اسلام کې شکمن دي، د شرق او غرب نظریاتو پری اغیزه کړې او دا بلکل ددوئ عقل نه مني چې د یو پرمختللي منظم دونیاوي نظم پرته دی د طالبانو غوندی کمزوري او د وسائلو نه بی برخي خلک د غیبي قوت په نصرت دومره لوۍ کارنامي ترسره کړۍ شي.

څلورمه ډله صلیبیان او ددوئ اجیران دي، دوئ د خپلی اطلاعاتي او استخبارتي ادارو له لوري ښه په حقیقت پوه دي چې په جهادي عملیاتو کې د بل چا لاس نشته او د لوۍ الله جل جلاله په مرسته دا د طالبانو کارنامی دي خو دوئ په جګړه کې د سیاسي او تبلیغاتي میدان د ګټلو په خاطرد جنګ نه د یو جانب په توګه تبلیغ کوي. که د اوسنۍ اداری تشکیلاتی جوړښته وکتل شي او په څوکیو کې د ناستو خلکو سوانحی د مطالعی لاندی ونیول شي نو دا د حقیقته ورایه جوته ښکاري چې اوسنۍ حاکمه مزدوره اداره د نیا د استحبارتي سازمانونو یوه نامتجانس معجونه ګډوله ده، او د کي جي بي او سي آئ اي ایجنټان دي چې دغه اداره یې جوړه کړې ده.

کله چې مجاهدین د منافقینو دغه ډول تهمتونه او تبلیغات اوري نو دوئ ډیر زیات خپه کیږي او دغه تهمتونه ددوئ لپاره له دی امله د عصبانیت سبب ګرځي چې په واقعیت دوئ د ای ایس ای سره هیڅ رابطه نلري. خو مجاهدین باید په دی خفه نشي ځکه چې د اسلام خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم موږ ته هڅ هم پټ نه دي پریخي، او خپل امت ته یې د یوی داسی زمانی په اړه چې حقائق به تحریفیږي خبرداری ورکړې،. یو حدیث شریف ستاسو خدمت ته وړاندی کوم:
وعن انس بن مالك رضي الله عنه قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم:
( ان امام الدجال سنين خداعة يكذب فيها الصادق ويصدق فيها الكاذب, ويخون فيها الامين, ويؤتمن فيها الخائن, ويتكلم فيها الرويبضة)
قيل: وما الرويبضة: قال:
( الفويسق يتكلم في امر الامة)
رواه احمد واسناده ضعيف, ورواه ابن اسحاق بالعنعنة وهو مدلس وللحديث روايات صحيحة من غير طريق انس
 ژباړه: له ابو هیرة رضه الله عنه او ابو انس بن ملک رضه الله عنه نه روایت ده چې رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل: له دجال مخکی به یو مکره زمانه راشي چې ریښتوني ته به په کې دورغجن او دروغجن ته به په کې ریښتوني، امین ته به په کې خائن او خائن ته به په کې امین ویل کیږي، فحشا به په کې خوره وي او فریبکاره خلک به په  کې خبری کوي،
 تری وپښتل شو – ای د الله رسول صلی الله علیه وسلمه فریبکاره څوک دي؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چې فاسقان او کم عقلان به په ټولنیزو خبرو کې غږیږي.

واقعآ چې اوس په اسلامي نړۍ واکمان مفسدین ستر او واړه چارواکي ددوئ په اشاره، ددوئ د منافع د خونديتوب لپاره بوخته میډیا خلکو ته دروغ وایي، خلک دوکه کوي، حقائق تحریفه وي، صادق شخصیتونه تخریبه وي، کاذب ستائي، په ټولو اشتماعي امورو کې خلکو ته فریب ورکوي او دین په خپله خوښه د خپلو ناوړو اعمالو د توجی او د خلکو د دوکه کولو په خاطر تشریح کوي. بنآ ویلی شو چې تر (ای ایس ای) پوری د طالبانو د هری منظمی کړنۍ او جهادي عملیاتو تړو یو مشرکانه عمل او پوچ پروپاګند ده چې دښمان یې د خپلو ماتی د پټولو او د طالبانو د کارنامو د داغداره کولو لپاره په میډیا، انټرنیت او چاپي مطبوعاتو کې خپره وي. هوکی، که یې خوارک العداه او د عقل خلاف یې تواني او درایت طالبان د ځان نه خائي نو دا په حقیقت کې الهي نصرت او مرسته ده، که دی نصرت ته عقل نشی رسیدلی نو دا د عقل نقصان ده نه د طالب.
 په الهي نصرت او مرسته تل د اسلام ضعیف ټولۍ د کفر په لویو لښکرو غالب شوی دی، چې خه مثال یې د بدر غزوی پر مهال د دمشرکینو په یو لوۍ لښکر د مسلمانانو د یو ضعیف لښکر غلبه او فتحه وه، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلي دي:

ولقد نصركم الله ببدر وأنتم أذلة فاتقوا الله لعلكم تشكرون (۱۲۳) ال عمران
ژباړه:  له دی نه مخکی هم د بدر په جګړه کې الله جل جلاله له تاسو سره مرسته کړی وه په داسی حال کې چې تاسو په هغه وخت کې ډیر کمزوري وې نو اوس په تاسو لازمه د چې د الله جل جلاله له ناشکرئ ځان وژغورۍ، هیله ده چې اوس تاسو شکر اوباسۍ.

په اخره کې د طالب جان یو بیت ستاسو دروند خدمت ته وړاندی کوم:

په طیارو اوپه ټانګونو او په ځغرو نشی
له عقیدی سره جنګونه په لښکرو نشي
 
چې په سرو وینو دا منزل خړوبۍ نه کړې
په تبلیغاتو په دروغوو په خبرو نشي
په طیارو او په ټانګونو او په خغرو نشي
له عقیدی سره جنګونه په لښکرو نشي

وسلام ستاسو ورور
ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x