ټولنیزه برخه

ابراهیم ابن ادهم او ګناهګار ځوان

عبد الرحمن مدني

یو ګناهګار ځوان د خپل وخت زاهد او عالم حضرت ابراهیم بن ادهم ته راغی.

ویې ویل: ای ابا اسحاقه، زه داسي یو ځوان یم، چې په ګناهونو او بدو کارونو کې غرق یم، ته ماته داسي یو نصیحت وکړه، چې زما د توبې سبب شي او زه له دغو بدو کارونو څخه را وګرځم او د هدایت سبب می شي.

ابراهیم بن ادهم ورته وویل: که ته زه ما پنځه خبري ومني، ځان پرې غالب کړي، له هغه وروسته به کله هم ګناه تاته ضرر ونه رسوي او کله به هم لذت او خوند ستا په مخ کې ونه دریږي.

ګناهګار ځوان ورته وویل: چې دغه پنځه خبري راته وکړه!

ابراهیم ابن ادهم ورته وویل: که دي کله هم ګناه ته زړه سو، نو هغه وخت د الله جل جلاله له رزق څخه پرهیز وکړه. ځوان پوښتنه وکړه چې نو زه به څه خورم؟ هر څه چې پر ځمکه دي، هغه د الله رزق دی!

ابراهیم ورته وویل: ای ځوانه، نو دا به ښه کار وي چې ته یې هم ګناه کوي، او هم یی رزق خوري؟ ځوان وویل نه.

دوهمه خبره وکړه.

ابراهیم ورته وویل: ای ځوانه، که دي کله ګناه کول، نو د الله په ځمکه کې استوګنه مه کوه!

ځوان بیا وویل، دا خو تر مخکنۍ هم بده سوه، ای ابا اسحاقه که مشرق او مغرب او د هغه په منځ کې د الله ځمکه وي، نو زه به چیرته ځم او چیرته به اوسیږم؟ ابراهیم ورته وویل: ای ځوانه، نو ایا دا به ښه خبره وي، چې ته د هغه رزق خورې او د هغه پر ځمکه استوګنه کوي، او بیا یې هم ګناه کوې. ځوان وویل: نه. درېیمه خبره وکړه.

ابراهیم ورته وویل: که چیري ته د هغه رزق خورې، د هغه پر ځمکه اوسیږي او بیا هم غواړي چې نافرماني یې وکړې، او ګناه وکړې، نو داسي ځای درته وګوره، په کوم ځای کې چې دي هغه نه ویني. سړی وویل: ای ابراهیمه، دا څرنګه ممکنه ده، ځکه چې الله خو هر څه ویني او د ټولو اسرارو او رازونو مالک دی. ابراهیم ورته وویل: ای ځوانه، نو دا به ښه خبره وي چې ته د هغه رزق خورې، د هغه پر ځمکه اوسیږي او د هغه نافرماني په داسي حالت کې کوي، چې هغه درته ګوري او هغه تا ویني چې ته خپله ګناه ورته ښکاره کوي؟ ځوان وویل نه، څلورمه خبره وکړه.

ابراهیم ورته وویل: که کله تاته ملک الموت راسي او غواړي ستا روح قبض کړي، نو ته ورته ووایه، لږ وخت راکړه، تر څو زه توبه وکاږم، او د الله لپاره یو څه ښه اعمال تر سره کړم. ځوان وویل، هغه به هیڅ کله زما خبره ونه مني، او وخت به را نه کړي!!

ابراهیم ورته وویل: ای ځوانه، که ته د توبې لپاره له ځانه مرګ هم نه سي شړلی او پوهیږی چې کله مرګ راسي نو یوه لحظه به هم تاخیر نه په کښي کیږي، نو ته څرنګه د هغه څخه د ځان خلاصولو فکر کوي؟!!

ځوان وویل چې پنځمه خبره وکړه!!

ابرهیم ورته وویل: د قیامت په ورځ چې کله د دوزخ ملکي درته راسي او غواړي چې جهنم ته دي کش کړي، نو ته مه ورسره ځه؟

ځوان وویل: کله به مي پریږدي، هغه خو به زما هیڅ نه مني!!

ابراهیم ورته وویل: نو بیا ته څرنګه خلاصون غواړي؟

ځوان ورته وویل: بس مي دي، بس مي دي.!!

زه د الله جل جلاله څخه بښنه غواړم، او توبه کاږم!! بیا هغه ځوان د ابراهیم بن ادهم سره ملګری سو او په ګډه به یې ورسره عبادت کاوه، تر څو چې مرګ سره جلا کړل.

تر څو به مونږ انتظار کوو، چې توبه به وکاږو او بیابه توبه وکاږو! یوه ورځ وروسته به توبه کاږو، یوه میاشت، یو کال او څو کاله وروسته، که همداسي د توبې په انتظار انتظار عمرونه تیروو، بیا به په یوه یوه لحظه په سي ارمان کوو.

روژه را روانه ده، د عبادتونو او قران کریم میاشت را روانه ده، راځئ د زړه له اخلاصه توبه وکاږو او دعا وکړو، چې اې الله د دې روژې تر پایه ژوند راکړې او د دې روژې د ثوابونو څخه مو مه بې برخي کوې او د لیلة القدر په شپه د عبادت توفیق راکړې او دغه روژه زمونږ د تیر ژوند لپاره کفاره وګرځوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x