مرض ، تشخيص او تداوي يې

لیکوال: د. ب. هيښ

وايي يو سړى ډاكتر ته ورغى چى ناروغه يم او د ډير درد دلاسه نه خوب لرم او نه ارام .

ډاكتر ورته وويل چى كوم ځاى دي خوږيږي ؟ سړي خپله بټه ګوته سرته يووړه ، ويل يى سر مې ، بيايى سينى ته يو وړه ويل سينه مې ، بيايى ستوني ته ، ويل يى ستونى مې بيا پښى ته ويل پښه مې . لنډه دا چې دبدن په هر ځاى به يى ګوته كيښوده ويل به يى دا ځاى مې درد كوي .

ډاكتر سړى دسر نه تر پښو معاينه كړ او هيڅ نواقص يې په كى پيدا نه كړل ، خو چى ګوته يى وكتله دزوو ، چرك، زهرو ، ميكروبونو او كثافتونو نه ډكه او خوسا وه ، نو يى مريض ته وويل چې سر ، سينه ، پښې او ټول بدن دي جوړ او سالم دي او ټول درد ، عذاب ، نا ارامي او مصيبت د ددى خوسا او ميكروبي ګوتې له وجهې دي ، كه دا خوسا او ميكروبي ګوته پرې او دبدن نه دي ليرى نه شي ، ستا درد نه ختميږي . ډاكتر خوسا ګوته عمليات او دلاس نه يى غوڅه كړه ، سړى هم د درد او عذاب نه خلاص شو .

دافغانستان ټولې ناخوالې ، بدبختيانې ، مصيبت او تراژيدي دافغان اولس په بدن كى د جنګي جنايتكارانو ، قاتلانو ، وطنفروشانو مضر او ميكروبي موجوديت دئ چى حجم او اندازه يى داولس په بدن كى ديوى ګوتې په تناسب دي ، خو شر ، فساد ، جنايت ، درند ګي ، وحشت ، بربريت او شيطانت يى ټول اولس د رنج ، درد او عذاب سره مخامخ كړئ او په دنيا ژوند يى ورته دوزخ ګرزولى دئ .

ددى مصيبت نه دنجات او خلاصون يوازينى او بى بديله لاره فقط ددى خوسا ګوتې پريكول او نابودول دي ، بله هيڅ لاره دعلاج يى نشته .

له دې كبله ټول تحليلونه ، تفسيرونه ، نظريات او و ړانديزونه دافغانستان د مصيبت په هكله بى ځايه او بى تاثيره دي او نه يوازى موجوده تراژيدي ختمه نه شوه ، بلكى دوامداره او پراخه شوه ، نو په كار دي چى ټول ديني ، ملي او انساني قوتونه ددى لوى مصيبت دختمولو دپاره دسليقوي او سرسري اختلافاتو نه لاس واخلي او دافغان اولس دنجات دپاره عملاً خپل اخلاص ، احساس ، مسؤليت او تعهد ښكاره كړي، په يوه محور را ټول شي تر څو داولس دا ناسور او خوسا ګوته قطع او دشرارت او فساد لمنه يې ټوله شي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د