ادبي لیکني

هلمند کې دشعري یون پرمختګ که شاتګ؟

په تېر پسې

لیکوال: خپلواک دریځ

شعر او شاعري د هنر تر ټولو پیچلی او سخت فن دی او په دې برخه کې هر څوک کار نشي کولای که یو شاعر یا یو بل لوستی کس وغواړي یو ښه نثر ولیکي ناشونې خبره نده او کولای یې شي، خو که یو نثر لیکونکی او یو بل لوستی کس وغواړي یو ښه شعر ولیکي ناشونې ده، هو تر یو حده به کلمات او الفاظ سره را غونډ کړي، سره پیوند به یې کړي، خو څنګه چې دشاعرۍ غوښتنه ده هغسې لفظونه نشي راغونډولای اونه یې هم اوډلای شي، (د هلمند په څپو کې) دا دښاغلي لالاخان خروټي دده په نظر شعري تولګه ده چې په زر ټوکه کې د هلمند ادبي بهیرلخوا په ۱۳۹۳ لمریزکال کې خپره شوې ده، خروټی صیب مې له نژدې ملګرو نه دی ډیر د یوه ښه احساس خاوند دی همیشه د خپل ولس له درد، غم اوپه ټولنه کې دشته فساد او بېسوادۍ څخه ځوریږي، نوموړی ددې ترڅنګه له خپلې خوږې پښتوژبې سره دومره له حده زیاته مینه لري چې په هره علمي اوفرهنګې غونډه کې یې ګډون کوي اود خپلې ژبې دغني کیدو زرین خوبونه وینې، هغه دهلمند ادبي بهیر یو ډیرفعاله ځوان دی چې هره اونۍ ورته دژوند ډیري چاري پرېږدي اوځان ترخپل ادبې ګلبڼه رسوي.

خو منو چې پورته ټولې ځانګړتیاوي په خروټي صیب کې شته خو اما شعریې شعري ځانګړتیاوي نلري، شعریې شعر نه دی، شعر ته یې تش نوم د شعر ورکړی، هیڅ هنريت، موسیقیت، کیفیت او ارزښت نلري، دکتاب سریزه که یې سړی را واړوي له ورایه ورته څرګندیږي چې یاره شعر خونه دی، دسريزې لیکوال ورته ډېري خبرې پرې ایښي خو نه پوهېږم خروټي صیب سمې ندي درک کړي که کومه بله خبره وه سریزه کې لیکوال ورته وایي:

((ښاغلی خروټي وایي چې له مجاز سره یې کار نشته دی د حقیقت په لټه کې دی او غواړي یو څه ومومي او را سره شریک یې کړي دلته نو هغه اشخاص پوه شه او خپله یې کیسه چې باورلري له مجاز، تشبیه، استعارې، سمبول اواسطورې ومبالغې آن غلو پرته شعر، شعرنه دی، ښایي بعضي زموږد نوي عصر، دګلوبلایزیشن د عصر او د یوه واحد نړیوال کلي اوسېدونکي غصه وکړي چې بابا! داخو د پخوا وختو قبلوي وقومي ارزښتونه وه ټول ژوند ورته وقفول لازم نه دي، زموږ دزمانې ضرورتونه نور دي اما خروټي پردې کیسو مئین دی څوک څه په کولای شي))

دا دسریزې خبري وې چې لیکوال ورته کړي وې، دلته چې دخروټي صیب له کتاب څخه موږ کوم څه را اخلو کټ مټ یې په هغه ډول راوړو څنګه چې ده په خپل کتاب کې لیکلي، که یې ظاهري بڼه ده که معنوي بغیر له کوم تغیره، ددې کتاب په معنوي برخه کې خو شعري ځانګړتیاوي په دوربین کې نه مالومیږي، خو ظاهري بڼه یې هم دخاک په خړو مړه کړې د کتاب په ۱۳ صفحه کې دده په اند لومړی غزل کې یې داسي لیکلي:

په سینه کښي رڼي اوښکي رابهیږې ولونه ولونه
له کجکی بُسته درومې په سیستان کي میلمني دي

دلته تاسو دوهمه مسرۍ وګورئ دی څه وایي له کجکی بُسته درومې! ندایه ده یو چاته مخامخ وایې چې ته ځې، ورپسې جمله کې وایي، په سیستان کې میلمني دي، داجمله کیدای شي د جاپاني سریښو په کارولو دلوړي مسرۍ سره ربط ومني، اوکجکی بُسته درومې! داجمله دبیت په روانه لارکې لکه دغره لړۍ پرته ده چې د لوستونکي اوښتل ورڅخه په ډېره ستونزه کیږي، همدې جملې، چې دی یې بیت بولي دبیت ټول اهنګ وګړنګ ته ګوزار کړی.
همداسي که یې معنوي اړخ ته سر ورښکاره کړو، نوموړي ځیني داسي څه ویلي چې تشي د ورځي لپاره سره تړلي خبرې دي، پوهان وایي چې شعر باید همیشه تلپاتي وي دیوې ورځې لپاره نه وي، خوخروټي صیب ځیني داسي څه سره غوټه کړي او ویلي چې یوه میاشت وروسته دلوستلو نه دي نو بیا به څنګه شعر ورته ووایو.

دی وایي:

زما تذکره کې به اسلام او افغان دواړه لیکی
اسلام مي دین دی د افغان په نامه ننګه کیږي

دا خبره څومره ساده اود یوه لنډ وخت خبره ده که چیري یوکال وروسته داخبره یوڅوک لولي هغه ته څومره بې مانا او خندوونکې ده، ځکه دهغه په تذکره کې هم افغان لیکلی او هم اسلام، هیڅ اړتیانسته چې هغه دي دابې ځایه بابولاله واوري، ددې ترڅنګ تر ټولو مهم د شعر لپاره شاعرانه الفاظ اوشاعرانه کلمې پیدا کول اوسکڼل دي تاسو وګورئ تذکره، افغانو، اسلام اوځیني نور لفظونه چې هیڅ شاعرانه رنګ نه دی ورکول شوی له شعري جوړښت سره هیڅ سمون نه خوري، خروټي صیب څو ځایه نور هم همداسي د وخت لپاره ناشاعرانه الفاظ غونډ کړي.

هغه وایي:

خروټي بیادمیکناټن بچې دي ملک ته راغله
توري ته لاس که داپه نرم مزاج نه پوهیږي

منو چې دمیکناټن بچي راغلي، دمیکناټن دبچو به یوکال دوه کاله وي بیرته به چې خپلې موخې ته ورسېدل کډه شي، بیا به نو داشعر د څه لپاره وویل شي اوخلګ به ځیني کوم پیغام، کوم خوند او کیفیت ورڅخه واخلي، شاعري خو هر وخت تلپاتې وي نو داچې شاعري کوو باید تلپاتې یې وکړو لکه رحمان بابا، حمزه بابا، حمیدبابا اوداسي نورو چې کوم څه ویلي دي لاهم ژوندي دي اوژوندي به وي، اویا زموږ ځینې ځوان پیاوړي نوښتګرشاعران چې څه ډول شاعري کوي اوڅه ډول هڅول کیږي، تشویقیږي، اود پرمختګ په حال کې دي، دهغوی پرلاره باید ولاړشو، که نه ځو ددوی دبریالیتوب راز خو باید پیداکړو، ترڅوموږهم تر یومقامه نژدې کړي، هولکه مخکې چې مو یادوونه وکړه یوه خبره باید شاعر په خپل شعرکې په دومره ساده الفاظو ونه کړي چې هیڅ احساس، خوند، پارول، اوتحریک نه پکې ترسترګوکیږي.
خروټی صیب څه وایي:
په هلمندي احساس دي ستایي هروخت
په خروټي دي افرین که یوار
ښه خبره ده چې ستایې یې ځکه جانان دي دی، ګران دي دی، دزړه ټوټه دي ده خو بیا افرین اوشاباسی په دومره ماشومانه الفاظوغوښتنل هیڅ مناسبه نه ده، په دې پییلي خبروکې هیڅ ښکلا، کیف، احساس اوپارول نه ترسترګوکیږي.
همداډول:
ماپه خوږه ژبه درلیږلی ته یې ومنه
مینه کې څرګنده سلامونه درته څه وایي
یوخو دخروټي صیب داخبره پام اړونکې نه ده بلخوا دهمدې خبرې سره هنرکاري نه ده شوې، هم هغه خبره ده چې نه شاعرانه الفاظ اونه شاعرانه اوډنه ورسره شوې صرف دیوې خبرې غونډول دي اوله شعري فورمه یوه وتې خبره ده، ډیرو خلکو همداسي بې مانا ناشاعرانه الفاظ په خپل وخت کې وپیل، وړاندې یې کړه، خو هیچا یې نوم نه واخیست، نه هم یادیږي، موږته لازمه ده چې دهغه چا پرپله پل کښېږدو چې هروخت کې ژوندي دي یادیږي اولوستل کیږي، نه داسي څه چې صرف اوصرف بې مانا سپینې پاڼې ډکې کړو اودکتاب ارزښت ته ورباندي زیان واړوو.
که داډول اوتي بوتي یوڅوک له دې کتابه ولولي بیا به یې آیا دکتاب سره شته مینه پرځای همداسي پاته شي که یا؟
آیابیا به دشعرپه نامه ترکتابتونه لاړشي که یا؟
آیا بیا به پرکومې شعري ټولګې لس افغانۍ ورکړي که یا؟
پوهېږم چې ستاسو ځواب به یواځی (نه) وي.
داسي څه لکه چې:
که لري درانه سپینږیري ادبناکه ماشومان هم
شکرشکر یم خروتی زلمی ځوان دپښتنو
دده په اند سره چې دی یې بیت بولې، که ورته ځیرشو هیڅ پارونکې خبره پکې نشته، هیڅ هنريت اوعاطفه پکې نشته، تشې خبرې دي، درانه سپین ږیري، ادبناکه ماشومان لرو، له دې نه به لوستونکی کوم کیفیت واخلي، دلته لیکوال صرف نثري خبري را اخیستي اوسجعه یې پکښې کارکړې، که چیري یونابلده کس ته داخبره په یوه ښه نثري ټوټه کې وړاندې شي هغه به تردې ښه کیفیت ورڅخه واخلي اوپه خوند سره به دلیکوال خبره ومني، خوکه موږ غواړودشعر له لارې داخبره ترخپل مخاطبه ورسوو، بیاخونو باید دنثرپه ژبه نه، بلکي سمه فنکاري ورسره وکړواوپه ښکلو الفاظو یې شعرکړو او ویې رسوو، په دې ډول خو یې رسول دشعر کار نه دی دا خو دبایزیدروښان دمسجع نثر دنده ده، خوموږ داسي چیري هم نه کوو، څه چې مو ولیکل وړاندي کوو یې، ځکه زموږ همدومره پوهه ده، خپل نظر راته ترټولو غوره دی هرڅه یې منو، چې وروسته بیا ګام پرګام دپښېمانۍ پر ورانوکږلېچونو له تندکونو سره مخ یوخو…نوربیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x