افغانستان

پکتیکا: یوه پولیس خپل نه تنه ملګری پولیس ووژل

wewillneverforget(نن ټکی اسیا مارچ۳۰/۲۰۱۲) تیره شپه ناوخته دپکتیکا په ولایت کی یوه افغان پولیس خپل نه تنه ملګري هغه وخت په ډزو سر ووژل کله چی هغه ټول ویده وو، اونوموړي پیره کوله.
دپکتیکا ولایت دپولیسو قومندان وایی پیښه دیحیی خیلو په ولسوالی کی دیحیی خیلو په کیلي رامنځ ته شوی ده.

دیحیی خیلو دولسوالی دپولیسو مشر باول خان رسنیو ته ویلی چی برید کونکي عسکر اسدالله نومیده،نوموړي تیره شپه ناوخته له خوبه څخه پاڅیدلی وو ترڅو ددشپی لخوا دڅارني دوره تیره کړي، باول خان زیاته کړه نوموړی پولیسو دخپلي پیري په وخت کی پرویدو ملګروباندی ډزی کړی اوټول یی ځای پرځای وژلی او وروسته یی دوژل شویو ټولو پولیسو وسلی راټولی کړی اودپولیسو دپوستی اړونده لاری موټرته یی اچولی اوکوم نالوم لوری باندی  له لاري موټر سره یو ځای تښتیدلی دي.
باول خان وایی په وژل شویو کسانو کی دپوسته قومندان زما ورور  وو چی له دوو زامنو  سره یوځای وژل شوی دي.
تراوسه پوری دامالومه نه ده چي پولیس ولی خپل ټول ملګري وژلی،خوچارواکی یی پړه پروسلوالو طالبانو وراچوي، اووایی چی کیدای شي په پیښه کی دوسلوالو طالبانو لاس وي.
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x