
نیوزیلینډ د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ او انګلینډ لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د نیوزیلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د نیوزیلینډ په وړاندې په ۱۳ منډو ماتې وخوړه.
د نیوزلینډ لوبډلې لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه چې نیوزیلینډي لوبغاړو د خپل لوبډل مشر دغه پریکړه غوره پریکړه ثابته کړه.
نیوزیلینډ په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې د ټېلر غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۸ منډې جوړې کړې.
دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لپاره ویلیمسن په ۸۸ توپونو د ۱۲ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مرسته ۹۳ او ګپټېل په ۵۴ توپونو د ۶ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۰ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لپاره ټېلر تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. ټېلر په ۹۶ توپونو د لس څلوریزو او څلور شپږیزو په مرسته ۱۱۹ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.
د انګلینډ لوبډلې لپاره توپ اچوونې په برخه کې سټوکس تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو. سټوکس خپل ۹ اورونو کې ۶۶ منډې ورکړې او دوه ویکټې واخیستې.
لوبې کې د باران له امله د انګلینډ لپاره هدف په ۴۶ اورونو کې ۳۷۹ منډې وټاکل شوې. انګلینډ په ټاکل شوي ۴۶ اورونو کې خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۵ منډې جوړې کړې او په ۱۳ منډو يي دغه لوبه وبایلله.
د انګلینډ لپاره مورګن په ۴۷ توپونو د شپږ څلوریزو او شپږ شپږیزو په مرسته ۸۸، هېلز په ۴۹ توپونو د شپږ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۵۴ او پلنکېټ په ۳۰ توپونو د دوه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۴ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره میککلم درې او بولټ، میککلینګن او سانټنر دوه دوه ویکټې واخیستې. دغې لوبې کې بولټ تر ټولو لږې منډې ورکړې. بولټ خپل ۱۰ اورونو کې ۵۳ منډې ورکړې.