دفاع وزارت: د بې پیلوټه الوتکو بريدونه زموږ په خوښه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د دفاع وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د بهرنیانو له لوري د بې پیلوټه الوتکو بريدونه د دوی په خوښه ترسره کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې بهرنیان دا حق نه لري چې پخپل سره چېرته عملیات وکړي او په خبره يې ټول بريدونه د همغږۍ له مرکزه رهبري کېږي.

دولت وزیري په داسې حال کې د بهرنیانو له لوري له بې پیلوټه خونړي بريدونو سره همغږي ښيي چې د ګډ حکومت په پیل کې وال سټریټ ژورنال د ګډ حکومت له لوري بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو او بريدونو د اجازې د ورکړې خبر ورکړ، باید وویل چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني په خپل لومړیو ورځو کې بهرنیانو ته د بمبار، شپنیو عملیاتو او د بې پلوتو الوتکو بریدونو اجازه ورکړې وه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت دغه اقدام په کلکه وغانده او نوموړی د شپنيو عملياتو له سر سخته مخالفينو څخه و.

دفاع وزارت ویاند نه دي ويلي، چې دوی د کوم قانون له مخې بهرنیان په افغانستان کې پوځي اقداماتو ته پرېږدي او ان ورسره همغږي هم دي.

د امریکا او کابل تر منځ د شوي قرارداد له مخې د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته د بهرنیانو هر ډول پوځي ماموریت پای ته ورسېد او یوازې به افغان عسکرو ته د روزنې، تمویل او مشورو په برخه کې کارکوي.

دولت وزیري سر نوشت ورځپاڼې ته په ټولیز ډول د ټولو هوايي بريدونو د همغږي او همکاري خبره کړې ده، خو دا يې نه دي ویلي چې څه موده وړاندې د خوست په علیشیرو کې د بهرنیانو خونړی بريد په اړه څه نظر لري.

د روانې میاشتې په ۱۵مه د خوست په علی شیرو کې د جنازې پر مراسمو بهرنیانو د بې پیلیوټه الوتکي برید ۳۴ تنه عام وګړي شهیدان او ګڼې کورنۍ يې د وېر په ټغر کېنولې.

یاده دې وي ګډ حکومت چې په پوځي برخه کې پخپل ځان د بسیا توب شعار تبلیغوي لا هم د بهرنیانو مستقیم پوځي ملاتړ لري، چې په هوايي بریدونو سربېره په ګڼو شپینیزو عملیاتو کې هم دوی برخه وال دی، چې له امله د عامو وګړو د مرګ ژوبلې او ځورونې ګراف مخ پر لوړېدو دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د