fbpx

بختورې روژې الله تعالی دې په خير راوله!

ليکوال: راشد عبدالرحمن العسيري

ژباړن: احمدالله احمدزی

روژې الله تعالی دې په خير راوله. بې شکه، چې ته د خير، خوښۍ او سلامتيا زيری يې او ستا له راتلو سره يو ځل بيا د مسلمانانو د تقوا او پرهېزګارۍ هوډ تازه کيږي او ستا له برکته د مينې، ورورولۍ او رحمت چاپېريال جوړيږي.

روژې په داسې وخت کې راغلې،چې مسلمانان دې راتلو لپاره خوښي کوي، يو بل ته د روژې د رارسېدو زېري ورکوي او ستا د مياشتې د راختو لپاره شپې سبا کوي؛ ځکه چې ستا مياشت د نورو مياشتو په څېر نه وي، بلکې د روژې مياشت د خير او برکت داسې يوه مياشت وي، چې له امله يې نړۍ کې برکتونه، بښنې، مينه او محبت خپريږي.

رسول الله صلی الله عليه به چې کله د نوې مياشت سپوږمۍ وليده، نو دا دعا به يې ويلې: (( اللَّهُمَّ أَهِلَّهُ علَيْنَا بِالأَمْنِ والإِيمَانِ، وَالسَّلامَةِ والإِسْلامِ، رَبِّي ورَبُّكَ اللَّه، هِلالُ رُشْدٍ وخَيْرٍ )) .

بختورې روژې شپې او ورځې دې مبارکې دي، ورځې دې د الله تعالی د اطاعت لپاره دي او شپې دې د الله تعالی په يادولو معطرې دي.

ستا ورځې شپې د نورو ورځو شپو په څېر نه دي؛ ځکه چې ورځ دې دالله لپاره په روژه مبارکه وي او شپه دې په لمونځونو، تراوو او تهجدو برکتي وي.

هر مسلمانان هڅه کوي، چې زړه او نفس يې پاک وي او يو بل سره د سېله رحمۍ اړيکې وساتي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له صحابي عبدالله بن مسعود رضي الله عنه پوښتنه وشوه، چې تاسې به روژه څنګه استقبالوله؟ نو ده مبارک ورته وفرمايل، «په موږ کې هېڅوک داسې نه و، چې روژه به رارسېده او د ده په زړه کې به بل مسلمان لپاره يوه زره کينه هم وه.»

بختورې روژې، په داسې حال کې راغلې، چې له ځان سره دې د الله د عبادتونو او جنت دروازو د خلاصون زيري راوړل.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «إِذَا كَانَتْ أَوَّلُ لَيْلَةٍ مِنْ رَمَضَانَ ، فتّحَتْ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ ، فَلَمْ يُغْلَقْ مِنْهَا بَابٌ ، وَغُلِّقَتْ أَبْوَابُ جَهنّم ، فَلَمْ يُفْتَحْ مِنْهَا بَابٌ ، وصُفِّدَتِ الشَّيَاطِينُ ، وينادَى مُنَادٍ : يَا بَاغِيَ الْخَيْرِ أَقْبِلْ ، وَيَا بَاغِيَ الشَّرِّ أَقْصِرْ ، وَلِلَّهِ عُتَقَاءُ مِنَ النَّارِ ، وَذَلِكَ فِي كُلِّ لَيْلَةٍ.» ژباړه: کله، چې د روژې اوله شپه راشي، نو د جنت ټولې دروازې پرانيستل شي او هېڅکله بيا نه بنديږي او د جهنم دروازې بندې شي او بيا نه خلاصيږي او شيطانان ټول تړل کيږي او اواز کوونکی وايي، چې اې د خير غوښتونکيه راشه او اې د شر غوښتونکيه سم شه او الله تعالی د جهنم له اوره خلک ازادوي او دا د روژې په هره شپه کې داسې کوي.

اې بختورې روژې ستا په راتلو په هر ځای کې د خير نور او رڼاګانې خپرې شوي او د الله تعالی له لوري د فضل او مهربانۍ فضا خپره ده او هغه څوک بريالی دی، چې دغه ورځې يې غنيمت وګڼلې او نېک کارونه او عبادتونه يې په کې وکړل: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: «كُلُّ عَمَلِ ابْنِ آدَمَ يُضَاعَفُ الْحَسَنَةُ عَشْرُ أَمْثَالِهَا إِلَى سَبْعمِائَة ضِعْفٍ، قَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ: إِلَّا الصَّوْمَ ، فَإِنَّهُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»

د بن ادم هر نيک عمل له لس چنده تر اوو سوو زياتيږي. الله تعالی فرمايي، چې روژه يې زما لپاره ده او زه يې اجرونه ورکوم. يعنې د روژې اجر و ثواب اندازه يوازې الله تعالی ته معلومه ده.

روژې يو وار بيا په خير راغلې. هغه شپې ورځې اوس بيا راغلې، چې تېر کال مو د روژې په اخرو شپو ورځو کې روژې پسې ژړل او دغه دی د الله تعالی په فضل او مهربانۍ يو ځل د رمضان مياشت راغله او موږ يې په ټوله مينه او اخلاص استقبالوو او ټول نيت هم همدا دی، چې الله تعالی به يې اجرونه راکوي.

بختورې روژې ستا په برکت به يو ځل د توبې توفيق رانصيب شي او د خپل ژوند نوې صفحه به يو ځل بيا له سره پيل کړو، خپل اعمال او حالت په کې وڅېړو او خپل حالت په کې بدل کړو.

بختورې روژې! شپې ورځې تېريږي، ايا ستا راتګ موږ د خپلې نيکمرۍ لپاره وګرځوو، چې د خپلو نېکو عملونو پاڼې پرې ډکې کړو او که د نورو ورځو په څېر به يې بې هوده تېرې کړو او ستا له تلو وروسته به يو وار بيا ستا او د ضايع شوو شپو ورځو ارمان کوو او دغه اندېښنې او ژړا بيا هېڅ ګټه نه کا.

مسلمانانو وروڼو او خويندو! راځئ دغه د خير او برکت موقع غنيمت وګڼو او له دغې زرينې موکې ښه ګټه پورته کړو او دغه مياشت کې بايد الله تعالی زموږ په اعمالو او عقيده کې خير وويني او د خير پر لور نور ګامونه پورته کړو او د روژې له پيله بايد د خير او تقوا په کارونو يو بل سره مسابقه وکړو.

الله تعالی دې موږ ټولو ته د خير او نيکو کارونو د کولو او له بديو د ځان ژغورنې توفيق راکړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
rehmat jan
میلمه
rehmat jan

اللهم آمین یارب العالمین

محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

زمونږ خوږو ملګرو سلامونه اونیکی هیلی یقیننا چې روژه ډيره خونده وره میاشت ده داسی میاشت په ټول کال کی نشته او الله تعالی دی مونژ ته توفیق راکړی چې پکې ښآيسته عباداتونه وکړو یعنی بعضی خلک وایی چی ډيره ساخته گرمي ده ياره تراویح نه کوم نه کیکی زړه می خرابیکی نو ګوری ورورنو دا دالله امتحان دی چی په ټولو میاشتو کی ولی بختوره میاشت ده خو پدي کی که مونژ څومره بیخوبه شو یا څومره تکلیف او سختی سره مخ شو نو الله مونژ وینی همدومره ثواب هم دی ملګرو نو بعضی ملګری له ختمو څخه لری… نور لوستل »

aziz khan
میلمه
aziz khan

every Muslim should welcome to Ramadan because it is our holy month in this month find way to jannah to Allah and to the heart of Muslims and humans.