واخله او راکړه

حامد افغان

د سستي تنبلي او جهل پرخلاف مبارزه ډېره سپېڅلې او مهمه ده، د اسبابو کارونه او پر ځان باور خورا مهم او د پرمختګ له پاره حياتي شرط دی، څه چې جاپانيانو وکړل، له صفر نه یې پیل کړل او په نسبةً کمه موده کې یې د پرمختګ اوج ته ځان ورساوه، داراز سنګافور، مالیزیا او چین چې کوم پرمختګونه کړي؛ موږ هم کولی شو ویې کړو، که څه هم دا حل لاره سخته او دا درمل ترخه دي خو بله لاره نشته، او تر څو چې موږ دماغ لرو او دوه کارګر لاسونه هم لرو نو عذر هم نه لرو.

کوم خلک چې نوې اختراع کوي، د هغې اختراع د حقوقو ملکیت له ځانه سره ساتي د دوی مقابل کې ستا له پاره ایکي یوه لاره پرانستې پرته ده او هغه دا چې ته هم اختراع وکړه او د هغې د حقوقو ملکیت چا ته مه ورکوه، متاسفانه په دې بې رحمه نړۍ کې یواځي یو چلند روان دی او هغه ” واخله او راکړه ” چلند ده .

د مصري ادیب مصطفی محمود له کتاب: زیارة الجنة والنار، څخه.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.