کندهار: پر «فکري پوهنه» کتاب بنديز ولګيد

فکري پوهنه؛ د پښتۍ په لومړي مخ يې د بحث مهم توکي داسې یاد شوي دي: «فکري جګړه، پردي معيارونه، ډيموکراسي کفر ده، که اسلام، امريکايي اسلام، معاصر فکري ارتداد، د کابل مسیحي پوهنتون»

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار چارواکو له یوې مشورتې ناستې وروسته په دې ولایت کې د «فکري پوهنه» کتاب پر پلورلو بندیز لګولی دی.

په کندهار کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې د کندهار د سیمه ییزو چارواکو تر مشورتي ناستې وروسته د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو کتاب پلورنځیو ته رسمي مکتوب استولی دی چې پکې يې د « فکري پوهنې » پر پلورلو بندیز لګولی دی او ګواښ يې کړی دی چې که څوک له دې اخطار وروسته هم دغه کتاب وپلوري جزا به ورکړل شي.

د سرچينې په قول دغه کتاب چې مولوي عبدالهادي مجاهد لیکلی، پکې يې د ځوان فکر د روزنې لپاره د اسلام په وړاندې د اسلام دښمنو دسایس او د مرستو او نورو پرمختګونو په نوم د اسلام ضد پروژې بربنډې کړې دي، چې د کندهار په ګڼو ښوونځیو کې هم تدرسېږي او هم په ځینو پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت د مضمون په توګه لوستل کېږي.

تر دې وړاندې هم د کندهار چارواکو د کندهارښار کتاب پلورونکي د نبوي سیرت د غزاګانو د کتابونو په پلور ملامت کړي و او دا يې « افراطي » کتابونه بللي و.

د وخت مرستیال والي عبدالعلي شمسي کتاب پلورونکو ته ګواښ کړی و، چې که يې « افراطي » کتابونه وپلورل کتاب پلورنځی به يې د تل لپاره وتړل شي.

« فکري پوهنه » کتاب چې استاد عبدالهادي مجاهد له لړلیک او سریزې سره په «۳۱۱» مخونو کې لیکلی دی او په پښتو ژبه سربېره دری ته هم ژباړل شوی دی، د پښتۍ په لومړي مخ يې د بحث مهم توکي داسې یاد شوي دي: «فکري جګړه، پردي معيارونه، ډيموکراسي کفر ده، که اسلام؟، امريکايي اسلام، معاصر فکري ارتداد، د کابل مسیحي پوهنتون»، چې په وروستي عنوان کې يې په پلازمېنه کابل کې د « امريکايي پوهنتون » تر شا موخې مستندې را سپړلې دي.

تاسې دغه کتاب د نن ټکی اسیا له پاڼې نه دلته تر لاسه کولی شئ:

http://www.nunn.asia/888/2011-04-20-16-29-41/

تبصرې (4)

  • له نن ټکي اسیا څخه ډیره زیاته مننه کوم چې دغه کتاب یې په مستقیمه توګه موږ ته ساتلی ، باید دغه کتاب ښه ډیر تکثیرشي ترڅو داسلام بچوڼي ترې فایده واخلي ،

  • داسی کارونه به دمکی مشرکانوکول سی له بهره راغلیوخلکوته بی دمحمدرسول الله صلی الله علیه وسلم په اره شکوک وراچول ورته ویل بی سی گوری پام کوی دلته یوسری ده محمد ص نومیزی لیونی ده کاهین ده ساحرده العاذبالله اوداسی نوری خبری بی ورته کولی نوددی په زای سی دمحمدرسول الله صلی علیه وسلم دتبلیغ مخنیوی وکی نوربی خلک دی ته وسول اولیواله بی کره له نبی کریم صلی الله علیه وسلم سره ووینی اوپه نتیجه کی به هغوی ایمان راوری نو ان شآءالله دکندهاردمرتدینوداپریکره به دزوانانوپه ذهن کی لدی کتاب سره نوره هم مینه زیاته کری اوپیریدونکی بی ددی کتاب دترلاسه کولولپاره نورهم لیواله سی

  • جزاکم الله خیر الجزاء ستاسو (نن ټکۍ آسیا) ډیره ډیره مننه مه پریږدی چې دا د ډالرو مینان د دین دښمنان خپلی ناخوالی د اسلام په خلاف مخته بوځی یو پلا خو دوی د روسی ښکیلاک لاس پوڅی وه اوس بیا امریکا ته په نڅا دی الله عزوجل دی خراب کی آمین یارب العلمین

  • د کندهار له نا پوهه چارواکو یوه نړۍ مننه چې هغه کسان یې هم ددې کتاب په ارزښت پوه کړل چې تر اوسه پرې نه پوهیدل دا کتاب باید هرځوان ولولي او تر نورو یې ورسوي، ما ټول کتاب ښه په غور لوستی او نورو ملګرو ته مې هم د مطالعې لپاره ورکړی.