موسی کلا کې اوولس پوليس وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ کې اوولس پولیس وژل شوي دي.

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې موسی کلا ولسوالۍ د طالبانو او پوليسو تر منځ نښتو کې اوولس پوليس او لس طالبان وژل شوي دي.

د موسی کلا امنيه قوماندان محمد عيسی د جګړې پخلی کوي او وايي، چې تېره شپه طالبانو د دوی درې رينجر سوځولي او دوه يې له وسلو ډک له ځانو سره بوولي دي.

پژواک خبري اژانس د ځايي خلکو له قوله وايي، چې تېره شپه طالبانو د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي، چې له امله يې پنځلس پوليس وژل شوي او يو شمېر نور يې طالبانو له ځان سره بوولي دي.

د موسی کلا يو قومي مشر حاجي جانان پژواک ته ويلي، که مرکزي دولت موسی کلا ولسوالۍ ته بېړنۍ مرستې ونه رسوي، نو دغه ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو تېره مياشت راهيسې د عزم پسرلني عمليات پيل کړي او لړۍ يې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په لر و بر کې په ډېره چټکتيا مخ پر وړاندې روانه ده.

د پېښو څارونکي وايي، چې د عزم په نامه عمليات د پخوا په پرتله ډېر چټک دي او د ګډ حکومت چارواکي د واحدې قوماندې او هوډ نه لرلو له امله د طالبانو د بريدونو او چاودنو په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د