نظــر

وزيران داسې هم وي!

mujahideenمازديګر تير وو او زه له دود سره سم په باختر اطلاعاتي اژانس کې د خبرونو د کنترول لپاره ناست وم. د دې لپاره چې د خپلو مامورينو سره مې نژدې او ګړندی تماس وي، د اژانس د دالان په پيل کې مې له زينو سره جوخت په یوه کوټه کې مورچه نيولي وه. څنګ ته مې د پخوانۍ زمانې ټيلي پرنټر ماشين ايښی وو چې ټايپسټ به شپږ اوه خونې وړاندي مواد پر بل ماشين خبرونه ټايپ کول، خو زما ماشين به په اتومات ډول توري ښکته پورته کيدل.

دغه مهال مې په دالان کې د لکڼې ټکا ترغوږ شوه. که ګورم چې په يوه پښه معيوب خورا منور ځوان دخوني په وره کې سلام راواچاوه. سلام مې وربيا کړ. ځوان نژدې ۳۹ يا ۴۰ کلن سپين رنګه سړی وو چې سپين پاج يې پر سروو. يوه پښه يې د لرګي وه خو څنګه چې د ده وزن هم يو څه زيات وو ځکه يې په لاس کې له شته لکڼې هم کار اخيست.
خاکي اريش کالي يې اغوستي او ګازی څپلکي يې پر پښو وې. له سلام سره سم يې له ما وپوښتل چې ملا عنايت الله اخند به چيري پیدا کړم. ما یوه اوسپنيزه چوکۍ ورته سمه کړه او ځواب مې ورکړ: مهرباني وکړه! کينه! زما نوم عنايت الله دی!
ده وويل: ښا! خدای دي راوله. ته خو نامِ خدا بيخي ځوان يې!

ما ورغبرګه کړه: مننه! ستاسې حسن نظر دی.

ځوان ماته په مخامخ چوکۍ کيناست او زه ورته د تجسس په سیند لاهو شوم. دی ما مخکي نه وو ليدلی،خو ده زه څنګه پيژندم چې له راتګ سره سم یې زما نوم راته واخيست. د ده مخ ته چې مې کتل يو ډول ځانګړی راښکون يې درلود. خورا پاک مخ يې وو. متانت او دروند والی پکې له ورايه بريښيده. لويو او پاکو تورو سترګو يې څيرې ته نوره هم ښکلا وربښلي وه. ګڼ او سره نښتي سپين غاښونه يې لرل. حياء،تواضع او انکسار یې له هرې خبري او اداء جوت وو. چې د چا به ورپام نه وو نو خوله به يې پر ذکر بوخته وه او چې ورپام به يې شو نو غلی به شو او مقابل لوري ته به يې له واره دکندهاریانو پر چم ويل خدای دي راوله!

ده چې زما په خونه کې د ټيلي پرنټرونو کړپا او دمامورینو بيروبار وليد نو يې راته وويل چې ملاعنايت الله اخند ته هم ډير مصروفه يې. مناسبه نده چې زه دي نور وخت ونيسم. ما ورته وويل چې زما وخت تر تاسې ګران بيه ندی. تاسې ونه ويل څنګه مو پيښه راوکړه. ده دخپل لنډي واسکټ د څنګ له جيبه دوه مکتوبونه را وايستل او څرګنده يې کړه چې  زه خاوری محمد نسيم نوميږم څه موده وړاندي مشر ملاصاحب ورغوښتی وم او دغه لومړنی مکتوب يې راکړ چې ته مې د کرهڼي وزير مقرر کړی یې. لاړ شه او وظيفه دي اشغال کړه.

ما چې ځان او خپل استعداد ته وکتل نو خندا راغله. له ملاصاحبه مې وپوښتل چې په کومه وړتيا او استعداد دې ماته دومره لوی کار راکړ؟ ملاصاحب راته وويل چې زه پخپل کار ښه پوهيږم. ته بيړه کوه کابل ته ځان ته رسوه. ما ورنه وغوښتل چې کم ترکمه تر سبا پوري وخت راکړه چې زه څه فکر پرې وکړم. خو ملاصاحب راسره يوه هم ونه منله. په پای کې ما ورته وويل ښه نو چې يوه مې هم نه منې نو يوه وروستنۍ خبره به مې خامخا منې. ده وويل سمه ده. ما ورته وويل ما چې درته څه  وړانديزونه کول راسره منې به يې! ملاصاحب راسره ومنله چې سمه ده!

زه هم له واره کابل ته را روان شوم او تر ډاکټر صېب عبدالوکيله مې ځان ورساوه. هغه ته مې خپل عذر او دملاصاحب جدي امر بيان کړ او دامې هم ورته په ډاګه کړه چې زه يو طالب يم او ته د وخت يو مسلکي کرهڼيز ماهر يې! چې ته راسره نه يې، زه وزارت نشم چلولای. او چې ته راسره نه يې زه استعفا ورکوم او تښتم.
هماغه وو چې ډاکټر صاحب مې هم کار ته راضي کړ او له ملاصاحبه مې دهغه د تقررۍ مکتوب هم راووړ!

دواړه مکتوبونه يې زما مخې ته کيښودل. په يوه کې د کرهڼې د وزير په حيث د ملامحمد نسيم د تقررۍ احکام وو او په بل کې د دغه وزارت د فوق العاده باصلاحيته مشاور په بڼه د خدای بښلي ډاکټر عبدالوکيل د تقررۍ احکام ليکل شوي وو.

ملامحمد نسيم اخند ماته ويل چې زما د تقررۍ خبر که خپروې او يا يې هم نه خپروې هغه ستا خوښه ده. خو د ډاکټر صاحب عبدالوکيل د تقررۍ خبر به خامخا خپروې چې پخواني ملګري يې پوه شي.

ما يې خبر اړوندي شعبې ته واستاوه چې راډيو ته يې د شپې د نهو بجو دخبري بوليټن لپاره ور واستوي او زه له ملامحمد نسيم سره له وزارت نه لاندي راکوز شوم.
د نوي وزير د رخصتولو پرمهال زه هغه وخت نور هم اريانۍ واخيستلم چې ملا محمد نسيم د دې پرځای چې له ځانه سره د نورو وزيرانو په دود د نوي موډل کروزين موټر له ځانه سره ولري،هيڅ څه يې هم نلرل بلکې ټيکسې ته يې ورناري کړې!

ما ترې وپوښتل ولي خپل موټر نلرﺉ چې ټيکسي کاروﺉ؟ ده راغبرګه کړه: امارت يو موټر راکړی خو هغه يواځې په رسمي وخت کې کاروم. خپل شخصي موټر نلرم چې له رسمياتو وروسته يې وکاروم، ځکه نو کله په ټيکسي کې او کله په ښاري بسونو کې سفر کوم…..زه حيران شوم چې سبحان الله! دا څنګه انسان دی؟ يو ويشتمه پيړۍ او دا ډول وزير!

ما خپل ډريور ته غږ کړ چې وزير صېب تر ځايه ورسوي، خو وزير سکوټ انکار وکړ او څرګنده يې کړه چې ستا موټر ته ايله همدومره ډيزل حواله دي چې د شپې نوکريوالان تر کورونو ورسوي. که ما رسوي ډيزل يې خلاصيږي او مامورين خواران به له کوره پاتي شي…..

ډيري ورځې تيري شوې او زه د ملامحمد نسيم د شخصيت په اړه د حيرت او استعجاب په سمندر کې ډوب تللی وم. ما پخپل ټول ژوند کې دا ډول انسان نه وو ليدلی.
ما د مجاهدينو د عبوري حکومت پرمهال په پيښور کې دوه رييسان د یوه مشترک موټر پر سر سره ليدلي وو چې يو بل يې سره ډبولي وو…
خو دلته حالت دا وو چې يو سروهلی،بروهلی انسان چې د دولت د مشر له لوري له پوره واک او صلاحيت سره وزير مقرر شوی، دومره کمينه او عاجزه دی چې آن دولتي موټر هم نه کاروي!

د وزير په اړه وروسته ماته داهم مالومه شوه چې  نوموړی په منډيي کې دکندهار له څو تنو دکاندارانو سره په انډیوالي اوسيږي!

يوه ورځ بيا زه د معمول سره سم په دفتر کې ناست وم چې ملامحمد نسيم اخندزاده بيا راغی. سلام يې راواچاوه او زه چې ليدلو ته یې ډير سخت تږی وم ورپاڅيدم او خورا تود روغبړ مې ورسره وکړ.

ما ترې وپوښتل چې دا ډيري ورځې نه وې، خير خو به وو؟ ده وويل ملاصاحب کندهار ته غوښتی وم. زما وزارت ته يې دوه نوي کروزينان راکړل. ما ورته وويل چې دا خو ښه شوه لږ به دې پښې له ځمکې ورباندي هسکي وي….
ده وويل چې ما يو دانه ډاکټر صاحب عبدالوکيل ته ورکړ او دا بل مې د وزارت د بيړنيو خدماتو شعبې ته ورکړ…. ترماهغوي ډير مهم دي….
بيا یې ماته يو بنډل کاغذونه رامخې ته کړل…
دا ځل يې پر مشر ملاصاحب باندي د ډاکټر عبدالوکيل له لوري د هيواد د کرهڼيزي بيا رغوني په موخه جوړ شوی ۲۵ کلن پلان منظور کړی وو چې موږ ورباندي خورا اوږده راپورونه خپاره کړل.

دغه راپورونه مو د کرهڼې د وزير ملا محمد نسيم اخندزاده په حواله چمتو کړي وو خو کله چې ده په ټيلي پرنټر کې خپل نوم وليد نو سم له لاسه يې ماته وويل چې دا ټول مالومات د ډاکټر صېب عبدالوکيل په حواله خپاره کړﺉ، ځکه دا کار دهغه دی زما ندی!

ددغه پلان له مخې په افغانستان کې د اوبه خور د لويو بندونو،کانالونو او کاريزونو د احداث او په هيواد کې د ځنګلونو،ميوه لرونکو باغونو او نورو توکو د دود کولو او لګولو خورا په زړه پوري پروژې تر لاس لاندي نيول شوي وې!

خو آه چې ملا محمد نسيم اخندزاده له کرهڼيز پلوه پرځان دبسيا او ښيرازه افغانستان ارمان له ځان سره خاورو ته يووړ.
نوموړی په ۱۹۹۷ کال کې د يوه پلاوي په ترکيب کې مزارشريف ته تللی وو چې هلته دوستميانو بغاوت وکړ او د نورو زرګونو اسلام مینو او ولسپالو افغان زلمو په څير يې ملا محمد نسيم اخندزاده هم په خورا ناځوانمردانه ډول په شهادت ورساوه…..انا لله و انا اليه راجعون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x