نظــر

برماکي وحشت د بشري حقونوسازمانونه چلنج کړل

سید سعید

هره ورځ برما کي د مسلمانانو د نسل وژني په اړه خبرونه او راپورونه اورو او لولو، خو د معاصري بشري نړۍ وجدانونه دمرګي په خوب بیده دي، ځکه نه یې دمظلومو انسانانوقتل عام، په اور سوځونه او اوبو کي غرقونه خوځوي،نه یې د روهنګي ماشومانو حلالونه اووریتونه ویښوي،او نه یې هم په برچو،لرګیو او تورود مسلمانو ښځو،کوچنیانو اوسپین ږیرو شهادت ژوندي کوي .

ددې مړو وجدانونو او ضمیرونو کالبوتونه دي د اور او چینجو خوراک شي چي د بشري برادرۍ او برابرۍ، تمدن او انساني حقونو نارو سورو یې نړۍ پر سر اخیستې ده،خو میانمار کي یې پر مسلمان وژني سترګي پټي کړي او خولې ګنډلي دي .

د برما پوځي حکومت دبودایې ترهګرو سره د مسلمانانو په قتل عام کي سم شریک دی،ځکه د مسلمانانو وژل، کړول، سوځول، غرقول او تبعیدد یوې اونۍ یا میاشتي کیسه نه ده،بلکي دکلونو کلونو راهیسي همدغه بربریت او دهشت د حکومت تر پزې لاندي روان دی، خو حکومت نه یوازي داچي د بیچاره روهنګیانو د ژغورني کومه هڅه نه ده کړې،بلکي په یوه او بله پلمه یې پر همدغه مظلومو مسلمانانو باندي د سفر، تجارت،انفرادي او ټولنیز ژوندانه بیلابیلو اړخونو کي بندیزونه او قیدونه هم لګولي دي .

حکومت دمسلمان نسل دمخنیوي په موخه داسي قانون پاس کړی چي میانمار کي مسلمانه ښځه له ۶۳ میاشتو څخه کم وخت کي حمل نشي اخیستلای، له یوې سیمي څخه بلي سیمي ته د مسلمانانو پر سفر محدودیت دی ، حتی که برما کي د ننه له یو ځای څخه بل ځای ته سفر کوي نو حکومت ته به دمالیې په نو م پیسې ورکوي اوکه کوم مسلمان تجارت یا دوکان جوړل وغواړي نویو بودایې به بې له ونډې څخه په کاروبار کي هرو مرو ورسره شریک کیږي، خو ګټه به نیمه په نیمه وړي .

د برماحکومت په یو او بل نوم د مظلومو مسلمانانود نسل نابودۍ ته ملاتړلې ده،د روهنګي مسلمانانومځکي غصب شوې،په ډله ییزه توګه یې قتل روان دی، له خپلو پلرنیو مېنو شړل کیږي، د حکومت په زندانونو کي شاقه کارونه پرې کیږي او داسي نور مظالم چي خوله یې له ویلو او قلم یې له لیکلو څخه عاجز دی .

د میانمار بیچاره او مظلوم مسلمانان په دې وروستیو کي دبودایانو د ټول وژني له بیري څخه ګاونډیو ملکونو ته د پنا په موخه روان شول، خو ګاونډیانوتر ډیر انتظار وروسته هم پر خپلو سواحلو د لنګر اچولو اجازه ورنه کړه همدغه ناوسه،وږي، ناروغ او له خپل کورو کلي شړل شوي مسلمان ښځي، کوچنیان او بوډاګان په ورځو ورځوسمندر کي یوه خوا بله خوا سرګردانه ګرځیدل،اخر د ټالنډ پوځي کښتیو په سمندر کي محاصره کړل چي په زرهاووتنه یې سمندر کي غرق شول.

په ډیر ي خواشینۍ سره چي د ټایلنډ اومالیزیا په ځنګلونوکي د روهنګي مسلمانانود ډله ییزو قبرونود موندلو راپورونه هم خپاره شول .

د اسلامي نړۍ په ډیرو هیوادنو کي نامسلمان لږکي اوسي خو په ډیر پرامنه ماحول کي، حکومتونو مذهبي ازادۍ ورکړي او امنیت یې ساتي، دوی خپلي معاشرتي چاري په ډاډمنه فضاء کي ترسره کوي او له یو ښار څخه بل ته تګ راتګ کوي، سیاسي ،مدني،تجارتي او ټولنیزي ازادۍ لري .

خو په نامسلمانو هیوادنو کي مسلمانان د ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي، مذهبي ازادۍ یې محدودي دي، د تعلیم،تجارت او ټولنیزو چارو په سمبالولو کي دډیرو قیدونو سره مخ دي،اما برما کي بیا له مسلمانو سره د نورو کفري هیوادنوپه پرتله ډیر زیات بد چلند کیږي، د برما په پنځوس ملیوني ټولنه کي چي شل سلنه یې مسلمانان تشکیلوي له مسلمانانوسره داسي وحشت او تعصب کیږي چي ښایې دنړۍ په تاریخ کي ډیر کم ساري ولري .

د برما مشهوره سیاستواله « انسن چونګ » چي د پوځي حکومت له لوري نظر بنده وه ،په اصطلاح نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو دبرماد حکومت د غه کړنه دبشري اومدني قوانینو خلاف عمل باله او پرحکومت یې فشار راوړ چي چونګ خوشي کړي،خو دروهنګي ټول وژني په اړه بیا ګونګیان دي، عجیبه داده چي د سولې د نوبل جایزې ګټونکي( انسن چونګ) هم دمسمانانود روان قتل عام او هر اړخیز ځور په وړاندي سکوت غوره کړی دی .

د نړیوالي ټولني او ملګرو ملتونو بې حسابه د بشر د حقونو په نوم نړیوال اوسیمه ییز بنسټونه او سازمانونه دښځو، کوچنیانو،مظلومانو او غریبانو د حقونو اعاده او مرسته د خپل کار ساحه ګڼي، خو په واقعیت کي ددې ډول سازمانونو له لوري د مطرح ښکېلاک او ربېښاک پرجنایتونوخاوري انباریږي او د وحشت، غصب او تالان پروژو ته یې لار هواریږي .

بله دا چي تجربو او مشاهدو په اثبات رسولې چي ددغه ډول ټولنو د بشري خواخوږۍ په قاموس کي تر ډیره زیات حده مسلمان ځای نه لري،ددوی سیاسي ، اخلاقي او لوژیستیکي ملاتړ یوازي او یوازي تر نامسلمانو پوري محدود دی.

چیري ده هغه بشری عاطفه چي ختیځ تیمور، ډارفور او ناجیریاکي د عیسویانو سره د ظلم، تعصب اوبې عدالتۍ چیغي وهي؟.

چیري دی هغه انساني احساس چي سوریه کي یې دیزیدي لږکي سره د ظلم او وحشت نارو میډیا پر سر اخیستې وه ؟.

کومه ده د مساوات هغه نظریه چي د تور او سپین توپیر له منځه وړي، د نر او ښځي د حقونو برابري غواړي،او د مذاهبو دزغم نظریه وړاندي کوي ؟.

چیري دي هغه سازمانونه چي د ښځو اوکوچنیانو د حقونو اعادې ته لومړیتوب ورکوي او په کلني راپورونو کي دهغو هیوادونو نوملړ وړاندي کوي چي د ښځو او ماشومانو حقونه یې تر پښو لاندي کړي وي .

چیري دي دبشري حقونو هغه بنستونه چي په نړیواله سطحه دبشري حقونو څخه سرغړونکي هیوادونه او واکمنان په نښه کوي او د هاګ نړیوالي محکمې ته یې ورپیژني ؟.

د برمایې مسلمانانو سره وحشت دنړیوالو بشري سازمانونو تبعیض او تعصب لمر غوندي روښانه کړ او ددوی غوړ غوړ شعارونه او دبشر دحقونو دعواوي یې چلنج کړې .څه فکر کوئ که د برما د مسلمانانو حالت د کوم بل دین په پیروانو راغلی وای ، نړیواله ټولنه اوملګري ملتونه به یې په اړه همداسي بې تفاوته پاته وای ؟ .نه هیڅکله هم نه !، بلکي هرو مرو به یې عاملین د سیاسي او اقتصادي بندیزونو او پوځي بریدونو سره مخ شوي وای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
صلاح الدین

الکفر ملة واحدة: هغه چې د بشري حقوقو مدافعین ځان معرفي کوي هغوی د کفري نړی غږ تر اولسونو رسوی او په اړه یې ګړندي ګامونه پورته کوي ، مسلمان وژنه خو د دوی اصلي هدف دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x