نړۍ

د ۶۵ ايراني، افغان او پاکستاني مړو په بدل کې ۲۴ سوريايي بنديان خوشې شول

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د ایران حکومت د سوریې بصر الحریر په ښارګوټي کي د سوریې د حکومت له مخالفینو څخه د ۲۴ زندانیانو په بدل کي د ایران د جهوري ګارډ دمړو په شمول ۶۵ افغاني او پاکستاني جنګيالیو مړي تر لاسه کړل.

هغه بندیان چې د دغه مړو په بدل کې د ایران په غوښتنه د سوریی د حکومت له لوري خوشي شوي ۱۱ ښځې او ۱۳ تنه يې نارینه دي، چې دغه ښار کې څه موده مخکې د سوریې او ایراني عسکرو له لوري د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي وه.

تیره ورځ نړیوالو رسنیو ښودلي وو چي د خوشي شویو زندانیانو خپلوان د دغو بندیانو استقبال ته ورغلي وه.
پورته تبادله تیره ورځ د درعا ښار په ختیځ کې بصر الحریر ښارګوټي ته څیرمه تر سره شوې ده.

ویل کیږي دغه مړي د بشارالاسد رژيم د مخالفینو له لوري هغه وخت ووژل شول کله چي د روان کال د اپریل پر ۱۲ نېټه دغه ښارګوټی د سوریې د حکومت جهادي ډلو لاس ته ولویدی.

بل پلو ایراني حکومت اعلان کړی، چې د هېواد ستر مذهبي لارښود علي خامنیي ورته ویلي، چې د دغو وژل شویو کسانو لپاره به د ایران د پلازمېنې په سویلي ښار قم کي ځانګړې سیمه ټاکي او د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې به يې مړي خاورو ته سپارل کیږي او له کورنیو سره به یې اړینې مرستې کیږي.

ایراني چارواکو د روان کال د اپریل په میاشت کې قم په ښار کې د ایران د جهموري ګارډ عسکر افغاني فاطمیان او پاکستاني زینبیان، چې سوریه کې د بشار الاسد د حکومت مخالفینو سره د جګړې پر مهال وژل شوي وو، د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې خاورته سپارلي وو، او همدارنګه تیره ورځ دغه ښار کي د ۲۰۰ وژل شویو ایراني افغاني او پاکستاني وژل شویو ملېشو په ویاړ لویه غونډه جوړه شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بیان الحق علیمی

شکر شه شوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x