دیني، سیرت او تاریخ

سید نا حضرت ابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنه – يوولسمه برخه

احمدالله عاطفي

دحضرت اسامه بن زید لښکر رخصتولو په غرض دالله د رسول خلیفه له مدینی څخه دباندی جورف سیمی ته ورغی ، تر ډیره ځایه مجاهدینو سره پیاده ولاړ په داسی حال کی چې د لښکر امیر، اسامه بن زید په آس سور و او ابو بکر (رض)پیاده دده دآس خواکی روان و،چې اسامه ته يې لازمی لار ښو ونی او هدایات ورکول ، داسامه صبر تمام شو عرض يې وکړ: ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه! تاسی په آس سور شی یا ماته اجازه راکړی چي له آسه پیاده شم ؟ ابو بکر صدیق (رض)وفرمایل : نه تا ته له آسه د کوزید و اجازه ده او نه زه په آس سوریږم ، که لږه لیاره زما په قد مونو د جهاد ګرد پریوځی دازما عزت دی، نه کسر شان! سیدنا صدیق اکبر (رض) اسلامی لښکر په دعا ګانو رخصت کړ ، اسلا می لښکر شام ته په رسید و سرکش عیسوی پوځیانوته سخته سزا ورکړه ، تقریبا اویا ورځو وروسته اسلا می لښکر دغنایموسره بریا لۍ ستون شو!!

درسول الله صلی الله علیه وسلم له رحلت نه وروسته ځینی عربی قبایل داسلام له منلو په شا شوی وو، ځینو دنبو وت درواغجنی دعواوی کړی وی او ځینی له زکات ورکولو نه منکر شوی وو چې دا ټول ارتدادی فتنی وی چې په حسا سو شیبو کی سر پورته کړی وو۰ سیدنا صدیق اکبر (رض) ددی ټولو فتنو له مینځه وړلو په وړاندی په میړانه ودرید،پرته له کاذب مصلحت او ویرې د یوقوی ایمان لرونکی او باتوره سرخندونکی دسنګر مجاهدبڼی سره ،څرنګه يې چې شان و په میدان ودرید، ددی ټولو فتنو پر خلاف يې د جهاد بیرغ پورته کړ!! سیدنا صدیق اکبر (رض) لمړی دهغو خلکو پر خلاف وسله وال جهاد پیل کړ چې دزکات ورکولوله فریضی منکر شوی وو،ددی فتنه ګرو له بشپړی ماتی وروسته دحضرت خالد (رض) او ځینو نورو صحابه يې کرامو تر قوما ندی لا ندی يې د مجاهدینو ټولی د نبوت درواغ جنو مدعیانو ټکولو او له مینځه وړلو پر خلا ف واستول ، له ټولونه ستر کاذ ب مدعی مسلمته الکذاب وچې ډیر خلک يې په ځان ټول کړی وو، دده مقابلی ته سیدنا حضرت خالد بن ولید (رض) ورغی چې اوږد او خونړی جنګ ونښت په تاریخ کی دا جنګ د یمامه په نوم یاد شوی چې دمسلمته الکذاب په شمول تقریبا لس زره مرتدین مردا ر شول او داسلا می لښکرنه
زیات او کم زر تنه مجاهدین په شهادت ورسید ل چې زیاتره يې دقرانکریم قاریان او حافظان وو دیمامه فتحی سره دمرتد ینو او فتنه ګرو ملا ماته شوه، داسلا می خلافت واک لاندی سیموکی امنیت او داعتبار فضا بیرته په راګرځیدو شوه ، داټول دالله جله جلاله دځانګړی نصرت او دسیدنا صدیق اکبر(رض)دغیر معمو لی پوهی،تدبر ،بصیرت، صداقت ،ریښتینولی،ثبات او دراسخی عقیدی په برکت تر سره شول.

د سیدنا صدیق اکبر (رض) دخلافت ستره کار نا مه چې په اسلا می امت يې ستر احسان دی هغه دقرآن کریم دتیتو ایتونو ټولول وو، دنبوت په دور کی مسلمانان له دی ناحيې بی پروا او مطمین وو او قرآنکریم په بیلا بیلو ځایونو کی لیکل شوی و او مهمه خبره دا شوه چې د یمامه په جنګ کی په سلګو نو دقرآنکریم حافضان په شهادت ورسیدل، دی ویری او داسی نور لاملونه را مینځ ته شول چې سیدنا صدیق اکبر(رض) دقرآنکریم دټولولو د روند پیټئ جګولو ته ولی ورکړ او په پوره امانت داری يې تر سره کړ !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x