نظــر

څرنګه معیارې رسنۍ!

صبغت الله سجاد

د ژورنالیزم پوهنځی د دریم ټولګې زدکړیال

رسنۍ د جنګي ځواکونو دمختلفو وسیلو په نسبت ډیرې ځواکمنې دي. اوحتی له اټوم بم څخه هم زیات موثر اوګټور کار کولی شي؛ ځکه جنګي سلاوې ورانی کوي، سړکونه،کورنه ،بلډینګــونه ورانوي ،او انسانان وژني .

رسنۍ له مختلفو لارو او اصولو څخه کار اخلي،فقط ذهنونه تسلیموي.ولې ارادو کې یې بدلـون راولي. هیڅ ځاني زیان نه لري، نه ټانګ ته ضــرورت لري، اونه توپ ته بلکــه ذهنونه دې ته چمتو کـوي؛ چې ستا افکـار نظریات، عـقاید،او مفکـوره ومني. همدارنګه دارطباتاتو ماهیرین پدې اړه وایې چې، رسنی په انساني ذهن دجادویی مرمیو په څیر تاثیر کوي.

همدارنګه ترمقننه ،اجرایه ،او قضایه قوې وروسته څلورمه قوه بلل کیږي . او ددولت اوملت ترمنځ داستقامتي پول حیثیث لري.

اویو ستر ځواک دی چې دنشراتو اغیزه یې په اوریدونکو،لیدونکو،او لوستونکو په ذهنونودجادویي مرمیو په څیر اغیز کوي .

خو رابه شو دې ته چې معیاري رسنۍ کومو رسنیو ته ویل کیږي؟ درسنیو دقانون ،اخلاقو او حقوقو له مخې هره رسنۍ دقانون په رڼا کې دنشراتو دوړاندې کولو حق لري،معیاري رسنۍ هغه رسنیو ته ویل کیږي چې خپل نشرات درسنیو دجوشوي قانون سر بیره داسلام دمبارک دین په رڼا کې او دافغانستان داساسي قانون په نطرکې نیولو سره خپاره کوي،اوسنۍ رسنۍ چې په افغانستان کې یې دامریکايې ځوانو دراتګ سره سم دماښام دستورو په څیر خپلې څپې خپرې کړې، یو ه هم درسنیو دقانون، داسلام دمبارک دین، دافغاني کلتور،دود،او فرنګ سره سرنه خوري، او ورسره په ټکر کې دي.

اوس مهال په افغانستان کې په سل ګونو راډیوګانې ، ټلویزیونونه،او په زیات شمیر چاپي او برقي رسنی خپل نشرات کوي هغو رسنیو ته چې دقانون،اسلام مبارک دین ، او دافغاني کلتور او فرهنګ خلاف نشرات کوي مونږ ورته میاري رسنی نه شو ویلای، اوسني سریالونه چې په ټلویزینونو کې او کومې سندرې چې په راډیو ګانو کې او همدارنګه په هغه مجلو او ورځپاڼو کې چې کوم تصویرونه خپریږې هیڅ وخت افغاني قانون اواو کلتوراو داسلام مبارک دین ورته دنشراتو اجازه نه ورکوي،چې زما په نظرباید دداسې، غیر معیاري ورځپاڼو مخه ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x