نظــر

یرغلګرو هره ورځ له لسو ترپنځه ویشتو ملکي افغانان وژلي دي

سید سعید

نیویارک ټایمز امریکایې ورځپاڼي د جون په ۸مه په افغانستان کي د جګړه مارو امریکایې پوځیانو له قوله د افغان وژني خورا ټکان ورکونکی راپور خپورکړ، راپور د امریکایې ځواکونو د سیل ټیم شپږ په نوم ځانګړوعسکرو له خولې لیکي چي: « د ۲۰۰۶څخه تر ۲۰۰۸ پوري چي افغانستان کي ددوی د عملیاتو شدیده دوره وه، هره شپه به یې ۱۵،۱۰ یا۲۵ تنه ولسي افغانان وژل ».په راپور کي دهلمند یوه پیښه دمثال په توګه ذکر شوې چي په سیمه کي د امریکایې عسکرود عملیاتو موخه یو طالب قوماندان ؤ خو ولسي وګړي پکي ووژل شول .

که په اوسط ډول په یوه شپه اوورځ کي په امریکایې بریدونو کي د ۲۰ تنو ولسي افغانانوشهادت فرض کړو، په میاشت کي ۶۰۰تنه افغانان وژل شوي، په کال کي ۷۲۰۰ او په دوه کلونو کي ۱۴۴۰۰تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي، که د ملکي زیانونوهمدا(۷۲۰۰) کلنی رقم له ۲۰۰۲څخه د ۲۰۱۴تر پای پوري چي یرغلګرو د خپلو عملیاتو پای اعلان کړی ضرب شي نو« ۹۳۶۰۰»تنه ملکي افغانان په امریکایې بریدونو کي شهیدان شوي دي .

د ملکي تلفاتو د پورته ذکر شوي رقم سره د ۲۰۰۱ کال دوروستۍ څلورمي( اکتوبر،نومبر او ډسمبر) ولسي زیانونه نه دي جمع شوي،د څارونکو په اند چي د ۲۰۰۱په وروستیو درو میاشتو کي چي د طالبانو حکومت تر بریدونو لاندي ووپه لسهاوو زره ولسي افغانان وژل شوي دي .

امریکا کي دبراون پوهنتون دنړیوالو چارو دڅېړني موسیسه دجون په لومړۍ نیټه « دجګړې زیانونه » ترسر لیک لاندي راپور کي کاږي چي : د ۲۰۰۱کال څخه تر ۲۰۱۴ پوري په افغانستان او قبایلي سیمو کي دامریکایې یرغل له امله تر ۱۴۹زره زیات خلګ وژل شوي او تر ۱۶۲ زره ډیر ژوبل شوي دي،راپور کي راغلي چي دوژل شوو کسانوله جملې څخه ۱۰۰زره یې افغانان دي او ۴۹ زره قبایلي وګړي دي .

که څه هم تر اوسه لادهغوملکي افغانانو کره شمېر څرګند نه دی چي د یرغلګرو له لوري وژل شوي دي، خو څیړونکي اټکل کوي چي که دقیقي احصائیې راټولي شي دولسي وګړو د مرګ ژوبلي ارقام به تر ذکر شوو احصائیو ډير زیات شي، د اشغالګرو ځواکونو په بریدونو کي دژوبل شوو او دایمي معیوب شوو هیوادوالو دقیق ارقام هم معلوم نه دي،خو که د وژل شوو افغانانویادشوي شمېر ته وکتل شي د معیوب شوو هیوادوالو ارقام به ښایې ترې ډیر وي .

همدا راز داسي کره ارقام هم نشته چي وښیې د یرغلګرو په بمباریو، چاپواوعملیاتو کي افغانستان او افغان ولس ته څومره مالي او مادي زیانونه اوښتي دي .

د نیویارک ټایمز ددغه راپور په اړه تر اوسه پوري نه ګډ حکومت کوم غبرګون ښودلی او نه هم پارلمان، مشرانو جرګې،د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون اومدني ټولنو څه ویلي دي، په افغانستان کي د ملګرو ملتونو استازی دفتر(یوناما)وخت ناوخت د ملکي زیانونو په اړه راپورونه خپروي، خو د نیویارک ټایمز دپورته ذکرشوي مطلب په اړه یې تردې دمه لا کومه تبصره نه ده کړې .

یرغلګرو ځواکونو پر افغانستان د یرغل له پیل سره داسي اوازې خپرې کړې چي له فضاء څخه پرمځکه یو سانتی متر شی ویني او آن ښکالو یې اوري،خو په ډیر تاسف سره چي ددوی په بریدونو کي په تکرار سره لوی لوی کلي ویجاړ شول،د موټرو کاروانونه په نښه شول،ودونه، مېلې او جنازې بمبار شوې چي ددغه ډول واقعوپه یوه یوه پیښه کي په لسهاوو او سلهاووملکي وګړي شهیدان شوي دي .

نیواکګرو پر افغانستان حملې ته د ترهګرۍ ضد جګړې نوم ورکړ په داسي حال چي تراوسه یې د ترهګرۍ تعریف نه دی وړاندي کړی، خو په همدغه ناتعریف شوي نامه یې یوازي افغانستان کي په سلهاوو زره ملکي وګړي شهیدان او ټپیان کړي او بې شمېره مالي او مادي زیانونه یې ورته رسولي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x