افغانستان

د افغانستان په جنوبي برخه کې د ایساف درې تنه عسکر وژل شوي دي

American soldier June242010Kandaharنن ټکی آسیا: د افغانستان په جنوبي برخه کې د ایساف درې تنه عسکر وژل شوي دي.
تیره ورځ د ایساف په مطبوعاتي خبرپاڼه کې وویل شول چي د افغانستان په جنوب کې د ایساف یوه عسکر د ماین چاودني په پيښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، او یو بل عسکر د وسلوالو مخالفینو (طالبانو) په برید کې ووژل شو، او دریم عسکر د یو غیر نظامي پيښي په ترڅ کې ووژل شو.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چي دا عسکرو د کوم هیواد تابعیت درلود، او دا چي پيښه په دقیقه توګه چیرته را منځته شوې.

په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو پر عسکرو بریدونه زیات شوې چي له کبله یې ورسره د مرګ ژوبلو کچه هم لوړه شوې ده.
د یادوني وړ ده چي د تیري دوشنبې په ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې هم د ایساف دوه تنه برتانوي عسکر د یو افغاني عسکر په ډزو سره وژل شوې وه، او هم ورسره په پکتیا ولایت کې یو تن امریکایی سرتیری د سیمه ایزو پولیسو د یوه عسکر په ډزو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.
د تیري پنجشنبې په ورځ هم د ایساف دوه تنه عسکر ووژل شول، چي په هغو کې هم یو د غیر جنګي پيښي له کبله او بل د ماین د چاودني په پيښه کې وژل شوی وو.
ددې سره سم د پنجشنبې په ورځ د ایساف یوه بې پلوټه الوتکه د افغانستان په ختیځ کې را وغورځېده، چي طالبانو یې د ویشتلو ادعا وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x