
لومړۍ ځل لپار د بریښنا په مرسته الوتوونکې الوتکه جوړه شوه (ویډیو)
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د نړۍ په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره د بريښنا په مرسته الوتوونکې الوتکه جوړه شوې چې دغه الوتکه د نړۍ تر ټولو ارامه الوتکه ګڼل کیږي.
له دې وړاندې یوې کمپنۍ د ګوګل او فیسبوک کمپنیو لپاره له لمر څخه چارجیدوونکی بې پیلوټه الوتکې جوړې کړې وې خو د نړۍ په تاریخ کې دا لومړۍ ځل دی چې د بريښنا په وسیله الوتوونکی الوتکه جوړیږي.
د کمپنۍ په وینا دغه نوې جوړه شوې الوتکه غږ نه لري او له اوچت غږ پرته الوتنه کوي چې له همدې امله د ټکنالوژي کارپوهانو دغې الوتکي ته د خاموشې الوتکې لقب ورکړی.
دغه الوتکه د فرانسې د الوتنې په ستره غونډه او نندارتون کې د نندارې لپاره وړاندې شوه. دغه الوتکه چې اې فېن ۲.۰ نومول شوې یوازې د دوو کسانو د انتقالولو وړتیا لري .
دغه الوتکه له بریښنا څخه چارجیږي چې له یو ځل چارجیدو سره د ۱۳۶ میله في ساعت له سرعت سره یو ساعت الوتنه کولی شي چې د جوړوونکی کمپنۍ په وینا دغه الوتکه به په ۲۰۱۷ز کال کې نړیوالو بازارونو ته وړاندې شي.
د دغې الوتکې جوړوونکی کمپنۍ رسنیو ته وویل چې دوي کوښښ کوي تر ۲۰۵۰ز کال پورې ۱۰۰ کسه انتقالوونکی له بریښنا څخه چارجیدوونکی الوتکه جوړه کړي.
دغه الوتکه د اواز سربیره نورې ډیرې ځانګړتیاوې هم لري چې کولی شي د سرمایه دارې طبقې توجه جلب کړي. د کمپنۍ په وینا دغه الوتکه کاربن ډای اکسایډ نه خارجوي او د دغې الوتکي په ډیزاین او جوړولو شل میلیونه امریکايي ډالره لګول شوي.
دغه الوتکه یوازې نیم ټن وزن لري او له لیتیم څخه جوړه شوې بیټرۍ په کې کارول شوی. د دغې الوتکې جوړوونکی کمپنۍ اعلان وکړ چې له دې وروسته د بریښنا په وسیله چارجیدوونکی هیلي کوپټر به هم جوړوي.
https://www.youtube.com/watch?v=RhjDRzHikbw
مسلمانانو چی چی د ۱۰ داسی طیارو جوړولو عقل وی نو اوس به یهود او عییسویان ورته عذر او زاری کولی- خو مسلمانان یا په جګړی اخته دی یا عیاشی کوی
تاسی څه فکر کوی چی ایا یو عرب تجار(یو ) به ۴ ملیارده ډالره ونلری چی حد اقل یو موتر کمپنی- د ټانک جوړونی کمپنی یا دیوی کوچنی طیارو جوړولو کمپنی جوړه کړی؟ شرم دی نن د خلکو پښو ته ولیږو چی ———-