افغانستان

هرات کې د يو ښوونځي پنځوس زده کوونکې مسمومې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): هرات ولايت کې د يو ښوونځي پنځوس زده کوونکې د زهرجن ګاز له امله مسمومې شوي دي.

د هرات ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې دا پېښه نن سهار نهه بجې د هرات مرکز باغ دشت سيمې استقلال ليسه کې رامنځته شوې او مسموم شوې نجونه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د هرات امنيه قوماندانۍ وياند عبدالروف احمدي رسنيو ته وويل، چې نن سهار نهه بجې زده کوونکې په خپلو ټولګيو کې ناستې وې، چې د ناڅرګندو کسانو له لوري زهرجن ګاز د ښوونځي فضا مسمومه شوه او لسګونو نجونې يې د زهرجنې فضا له امله مسمومې کړې، چې شاوخوا پنځوس تنه يې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د احمدي په وينا د پېښې عاملينو پلټنه يې پيل کړې، مګر تر اوسه يې په دې اړه کوم شکمن کسان نه دي نيولي.
د استقلال ښوونځي يو مسؤول د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، چې يو تن ښوونځي ته راننوت، زهرجن ګاز يې خوشې کړ او په منډه ووت.

د هرات ولايت معارف رياست تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده وړاندې هم د هرات ولايت ګذرې ولسوالۍ کې له سلو زيات زده کوونکي مسموم شوي وو.

تېره اونۍ هم د باميان ولايت پنجاب ولسوالۍ کې د څو ښوونځيو لسګونو زده کوونکې څو څو واره د نا څرګندو خلکو له لوري مسمومې شوې وې.

د يادونې وړ ده، چې څو څو ځله د هېواد په ګڼو ولايتونو کې د ناڅرګندو کړيو له لوري نجونې زده کوونکې مسمومې شوي او يا يې په مخونو تېزاب اچول شوي، مګر حکومت تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې د پېښې عاملين ونيسي.

طالبانو څو ځله د رسمي اعلاميو له لارې په دغسې پېښو کې خپل لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x