افغانستان

طالبان: روژه کې د «جهادي فریضې» پراخولو هوډ لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل د علماوو شورا هغه څرګندونې په سختو ټکو غندلي چې له طالبانو څخه یې د روژې په میاشت کې د مقاومت د بندولو غوښتنه کړې. ذبیح الله مجاهد وايي چې دا غوښتنه نه شرعي او نه هم معقوله ده.

طالبان وايي چې د ګډحکومت د علماوو شورا که رښتیا هم د انبیاوو د وراثت ادعا کوي نو د جهاد د مخنیوي پرځای دې د «اشغالګرو د ظلمونو» پر وړاندې غږ اوچت کړي.

د ښاغلی مجاهد په وینا، که د علماوو شورا رښتیني علماء وای نو «یوه ورځ به یې د کافرو اشغالګرو او په اسلامي هیواد افغانستان کي د هغوی د بیساري ظلمونو او اسلامي مقدساتو د توهین او د فحشاؤو د خپرولو او عامولو په مقابل کي غږ اوچت کړی وای».

نوموړی زیاتوي چې که د علماوو شورا واقعا د انبیاوو د وراثت دنده په غاړه درلودای نو د هغو علماوو او دیندارو هیوادوالو د ازادیدو غږ به یې اوچت کړی وای چې په روژه کې د هیواد په زندانونو کې تر ظلم او شکنجو لاندې وخت تیروي.

طالبان دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چي د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا غړي مولوي عطاء الله لودین په طالبانو غږ وکړ چې د روژې په میاشت کې د اوربند په اعلانولو سره خلک عبادت ته پریږدي. د افغان دولت علماء د امریکا او ملاتړو ځواکونو پر وړاندې جګړه او وسلوال مقاومت ناروا بولي او په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو شتون له شرعي پلوه جایز ګڼي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې له تېرو ۱۴ کالو راهیسې یې د امریکايي شومو دسیسو څخه د هیواد د ژغورلو په منظور د «مقدس جهاد» عبادت روان ساتلی او په روژه کې به پرې لا ټینګار کوي.

«داچې جهاد عبادت ده، او د رژوې مبارکه میاشت د عبادت لپاره تر ټولو نورو وختو غوره ظرفیت لري، د بنده ګۍ او دالله په لاره کې د ستړیو ګاللو له پلوه د روژې میاشت د نورو ټولو میاشتو په نسبت ډيره وړ او مناسب زمانه ده، دمکې مکرمې دفتحي په شمول داسلام ستري غزاګاني په همدې مبارکه میاشت کي شوي نو د اسلامي مارت مجاهدین هم ان شاءالله کلک هوډ لري چې د روژې میاشتې په راتګ سره به نه تنها داچې جهاد نه دروي بلکې لا به هم قوت او پراختیا ورکوي».

ښاغلی مجاهد په افغانستان کې د زرهاوو امریکايي عسکرو شتون، ړندې بمبارۍ او د ولسي خلکو وژنې ته په اشارې زیاتوي چې «دا ټول شیان په ښکاره ګواهي ورکوي چې افغانستان اوس هم تر امریکايي اشغال لاندې دی او د کابل ادارې ټول پرسونل هم د معاشونو په بدل کې د امریکایي مامورینو رول پرمخ وړي او دهغو دموخو لپاره د افغان ولس په ځورونه او کړونه بوخت دي».

نوموړی وايي چې د «جهاد الهي فریضه» به د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو او د اسلامي نظام تر راتګ پورې روانه ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د اشغال لاندی غلامه اداره کی تش په نامه هغه علما شتون لری چه قران کی ورته د هغو خرو خطاب شوی چه کتابونه پری بار وی ، دا چه بیا د کفارو سره اړیکی او لاس اړونی لری هغه یی بیا کفر او د االله ج تیرویستنه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x