نظــر

په تاجکستان کی د سیمی سوداګریزه غونډه

tajikistan-meeting-iran-pak-afg-tajik۵- ۸/حمل/۱۳۹۱
 بهتره به وای چی دا غونډه د پراختیا غوښتنی او مذهبی عقایدو پربنسټ ( د عید نوروز) جشن نومول سوی وای. که څه هم په دی غونډه کی مختلف اهداف موجود وه اما انکار نسی کیدلای چی ایران څو مشخصی موخی د یوی غونډی په ترڅ کی تعقیب کړل.
د مخه تر هرڅه یی هڅه وکړه چی سیمه ایزه غونډه د نوروز د اختر جُز وښیی، ور پسی د ایران دکلتور اوفرهنګ لمنه سیمی ته پراخه کړی، له یوه طرفه ایران ځان په نړۍ کی د نوروز د ورځی رسمی ټیکه دار وښود او له بله طرفه یی خپل فرهنګی نفوذ،

د ژبنی اصولو څخه په ګټه پورته کولو د افغانستان له طریقه منخنۍ اسیا ته پراخ کړ.
همدا ډول احمدی نژاد همیشه کوشش کړیدی چی د نورو هیوادونو د تریبینونو څخه خپله تربګنی د امریکا سره ترسره کړی. او دا تربګنی په دومره سپین سترګۍ ترسره کوی چی کله کله د نورو هیوادونو حاکمیت او استقلالیت تر پوښتنی لاندی راولی.
د ایرانی زمامدارانو بله موخه د تاجکستان د غونډی څخه داوه چی په یو ډول د ډولونو د سیاسی انزوا او اقتصادی نړیوالو بندیزونو د تاثیراتو کمولو په منظور اعظمی استفاده وکړی ترڅو متبادلی تجارتی لاری او نوی سیاسی انډیوالان رامنځ ته کړی.
خلاصه په اصطلاح د سیمه ایز اقتصادی کنفرانس یا د نوروزی میلی مرتب او دهغه څخه ګټه پورته کونکی هیواد ایران بلل کیدلای سی.که څه هم د کنفرانس د انعقاد مرکز د ایران د پولو بهر و.
په دی کی شک نسته چی په غونډه کی هر ګډونکۍ هیواد د خپل پاور په اندازه ځنی مشخص هدفونه درلودل، پاکستان هم دی ته لیواله و چی هم دبریښنا انژی ترلاسه کړی او هم تجارتی لاری و منځنۍ اسیا ته پراخه کړی اوهم امریکا ته وښیی چی سربیره پر هغه کړکیچ چی د ترهګرو په رابطه ددوی ترمنځ پیدا سوی دی، پاکستان اوس هم د منطقی مهم لوبغاړی دی، هم ګټی ترلاسه کوی او هم و آی اس آی ته د منځنی اسیاه دروازه د تاجکستان له طریقه پرانیزی په دی ډول خپل سیاسی موقف غښتلی کوی. تاجکستان هم هڅه کول د ښه مدیریت پر بنسټ هغه موخو ته ورسیږی چی تر اوسه د یو ارمان په محدوده کی دی، تاجکستان هم لکه افغانستان په وچه محاط هیواد دی ځکه کوشش کوی د پاکستان له طریقه د هند وبحر ته لاره و مومی ترڅو و نړیوال تجارت ته لاره پرانیزی، له بله طرفه غواړی د اسیا و جنوب ته د بریښنا د لیږد له اړخه مهمی ګټی ترلاسه کړی.
صرف د افغانستان حکومت و چی نه یی ټاکلی موخی درلودل او نه یی توقوع لرل چی څه ترلاسه کړی یوازی او یوازی د بیګانه ارمانونو د تحقق زمینه ساز سو، د جناب کرزی لویه هیله داوه چی که نور هیوادونه پر ګټو سره سلا سی نو بیا به افغان حکومت هم خپل هیواد د پُل په حیث د نورو د ګټو لپاره عرضه کړی.نور نو افغانستان نه څه لری چی عرضه یی کړی او نه څه لری چی خریدار اوسی.
په تیرو څلورو لسیزو کی هیڅکله هم د نن په اندازه ناتوانه حاکمیت په افغانستان کی نه دی ترسترګو سوی، آن تردی چی ایران اوس غیرمستقیم ځان د افغانستان د واک متصدی بولی.
له همدی کبله احمدی نېژاد په تاجکستان کی د سوداګری په سیمه ایزه غونډه کی د افغانستان د رهبری په حضور کی په افغانستان او منطقه کی د تشنج اصلی عامل، دبهرنیانو شتون وباله د یو واکدار په ډول یی د بهرنیانو د وتلو په رابطه غیر مسولانه څرګندونی او نظریات درلود. ګویا احمدی نژاد د سیمی او په خاصه توګه د افغانستان د اداری مسولیت په غاړه لری.
د موضوع دوه اړخه د څیړنی او پام وړ دی.
اول : ایران ولی په جسارت ځان ته دا حق ورکوی چی زموږ د هیواد د سیاسی او نظامی چارو په هکله، د لاس وهنی په ډول نظریاتی تبلیغ وکړی؟
دوهم : دا چی افغان رهبری ولی تکرار د ایران پر دا ډول څرګندونو غوږونه کاڼه اچوی؟
د اول سوال په هکله باید وویل سی، ایران د فرصتونو ښه تشخیص کولای سی. د تاریخ په اوږدو کی کله هم ایران داسی فرصت نسوای موندلای چی د اوسنۍ څرګندونو خیال وکړی .خو ننی حالت ته په کتو احمدی نژاد وکولای سول تشخیص کړی چی پاشلی افغانی حکومت تر بل هر وخت کمزوری دی او په اسانی تطمیع کیدل دهغه بنسټیز خصوصیت دی. دافغان حکومت کمزورتیا هغه وخت ایرانیانو ته په ډاګه سول چی د سرو او سپینو کڅوړی یی د ارګ ترماڼي ورسول.
کله چی ریس جمهور د ایران د ټیټ پایه مامورینو پرلاس د پیسو کڅوړی ترلاسه کوی نو طبعی خبره ده چی هیڅکله به افغان حکومت د احمدی نژاد په وړاندی د مظلوم ولس د ګټو د دفاع توان ونلری او ایرانی غوښتنو ته به لبیک وای که څه هم دده دهیواد په تاوان وی.
د دوهم سوال په رابطه باید وویل سی، څو متعدد علتونه اوسنی چارواکی اړ کړی دی چی د هر مداخله ګر او متجاوز و سپکو سپورو ته پټه خوله پاتی سی، د افغان د اوسنی رژیم د ظرفیت نه شتون یا ټیټ والی نوی خبره نده، کوم وخت چی اول بُن ازمایل سوی کړۍ، پر افغان ولس وتپل هغه وخت هم غربیان د هغوی د توان، استعداد او کرکټر په هکله کاپی معلومات درلود، داچی کومو مجبوریتو یا ضرورتو غرب وهڅاوه چی دوی پر تخت کښینوی جلا څیړنه غواړی خو دومره ویلای سو چی ضعیفه حاکمیت علل الخصوص چی ولسی ملا تړ هم ونلری د بهرنیانو د ګټو ښه ممثل ثابت کیږی.
همدا وجهه ده چی د دا رنګه کړیو او افرادو په شتون کی بیګانه اهداف په اسانی تر لاسه کیدلای سی.
د افغان امنیتی قواو په منځ کی پر بهرنیانو د حملو تر سره کیدل بله داسی ستونځه ده چی د دولت اعتبار اوباور یی  تر بل هر وخت د ناټو او امریکا په وړاندی کمزوری کړی دی، حکومت د کورنی او بهرنی بی باورۍ سر مخامخ سویدی.
همدا ډول فساد او بی عدالتی بل هغه مشکل دی چی د رژیم نړیوال او کورنی اعتبار او حیثیت ته یی سخته صدمه رسولی ده.
همدا ډول رژیم په داخل کی د مختلفو کړیو، د مختلفو هدفونو او ایډه لوژیو د تضاد ښکار سوی دی.
داټول هغه عوامل دی چی چارواکی یی د هر تاخت و تاز په وړاندی چپ او ناتوان ساتلی دی.
د اسلام اباد په دری اړخیزه کنفرانس کی هم د مطبوعاتو په سطح د کوربه هیواد له خوا د کرزی خبری د خندا وړ وبلل سوی، هغه وخت هم چارواکو پټه خوله غوره وګڼل همدا ډول احمدی نژاد او نورو ایرانی چارواکو و افغانستان ته د سفرونو په ترڅ کی، د کابل د تریبیون څخه د نورو هیوادو سره تربګنی تر سره کړیده خو افغانی چارواکو بیاهم سترګی کښته اچولی دی، دا ټول هغه څه دی چی د کابل حکومت یی د نهایت ضعف په نتیجه کی د دوست او دښمن سره و سر ښورولو ته اړ کړیدی.
اوس یوه لنډه کتنه و دی ته کوو چی دا سیمه ایزه کنفرانس د افغانستان لپاره کومی ګټی لرلی ؟ حکومت ولی باید د نوروز په جشن کی اشتراک، د هیواد لپاره لاسته راوړنه وبولی؟
تردی مهم سوال دادی چی څلور نور همدا کنفرانسونه چی په ترکیه، کابل، ایران او پاکستان کی ترسره سوی وه دافغانستان لپاره کومی مثبتی پایلی درلودل چی دهغه پربنسټ و دی کنفرانس ته طمع یا توقع وکړل سی.
معمولا په هغه صورت کی د کنفرانس ګډونکونکی ټوله د متقابلی راکړی ورکړی په نتیجه کی ګټه پورته کولای سی، چی د اقتصاد او سیاست له پلوه متعادل قدرتونه وی، یا لږ تفاوت سره ولری، او په صلاحیت فیصلی وکړی داسی فیصلی چی ټوله اړخونه د هغه د عملی کیدو توان ولری. په داسی حال کی چی افغانستان یو زیان منونکی حاکمیت لری او د سیاست او اقتصاد په ډګر کی تر ټولو خوار او ناتوانه ځلیدلی دی نو په کوم دلیل افغانستان ددی کنفرانس څخه د ګټی پورته کولو توقع ولری.
اوس پلټنه کوو چی پر کوم بنیاد دا توقوع رامنځ ته سول چی همسایه هیوادونه به ددی غونډی په ترڅ کی افغانستان ته ګټی ورسوی.له یوه اړخه پاکستان د کلونو راپدیخوا د ډیرو تړونونو د امضا کولو سره سره هره اونۍ هره میاشت او هرکال د ترانزیټ په برخه کی موږ ته ستونځی جوړوی، نو څنګه به دا باور وکړو چی د تاجکستان په غونډه کی به هغه زموږ مرستندوی وی.
له بله اړخه د ایران دولت زموږ د هلمند د اوبو د غصب ددوام په منظور د سلما او کمال خان بندونه په زغرده نه پریږدی چی بهره برداری ته وړاندی سی، سره ددی چي پوهیږی چی دا بندونه د جګړه ځپلی ګاونډی هیواد افغانستان لپاره حیاتی اهمیت لری، سربیره پر هغه پټی اسلحی او تجهیزات هم و خاصو کړیو ته په افغانستان کی د تشنج او وژنی د دوام په هیله را استوی.
لویه بدبختی خو داده چی په تدریج ولس ته د اسارت منلو ایډه ور ترزیق کیږی.که کوم بهرنی قران مجید ته سپکاوی وکړی نو په یوه اعتراض او بخښنه اکتفا کیږی، کله چی بهرنیان عامه وژنه ترسره کړی نو یوازی اعتراض او بخښنه کفایت کوی، کله چی پردی زمامدار زموږ په کورنیو چاروکی لاس وهنه کوی نو غوږونه کاڼه اچول کیږی، کله چی زموږ سرحدی کلی او بانډونه د ګاونډی هیواد د نظامی قواو له خوا تر مسلحانه برید لاندی راځی نو غوږونه کاڼه او سترګی پټی نیول کیږی.
دا ټول هغه صفات دی چی د اوسنی حاکمیت کړنلاره یی ځلانده کړیده.
ځکه په داسی غونډو کی ګډون غیر له دی چی د افغانستان دیپلوماسی په ټیټه سطح معرفی کړی نور هیڅ خاصه ګټه نسی تر لاسه کیدلای.

عبدالباری”عارض”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x