افغانستان

پکتیکا: د قومندان په ګډون ۱۹ تنه اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا ولایت د چاربران ولسوالي په سپینه سیمه کې د اربکيانو په پوسته د طالبانو د یوه بريد په پایله کې د قومندان عبدالغفار په ګډون ۱۹ تنه اربکيان وژل شوي.

د پېښې سیمې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې طالبانو تېره شپه د سپینه کلي د اربکيانو په دوو پوستو بريدونه وکړل، چې نږدې شپږ ساعته يې دوام وکړ.

د دوی په قول سهار د وخته په یوه پوسته سپین بیرغ رپېده او د بلې پوستې اربکیانو خلک په زور دې پوستې ته د مړو د را ویستلو لپاره ور ولېږل.

د پکتیکا امنيتي مسوولین هم دغه بريد مني خو وايي چې په بريد کې يې ۲۲ طالبان وژلي او تر لسو ډېر نور ژوبل دي، او په خبره يې یوازې دوه اربکيان وژل شوي دي.

د پکتیکا د امنیت امر سمونوال نثار احمد عبدالرحیمزی وايي چې دغه اربکيان توانيدلي دي، چې د طالبانو د بريد مخه ونيسي.

وسله والو طالبانو بیا پخپلو څرګندونو کې د پکتیکا د امنیت امر د څرګندونو پر خلاف د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدلو خبر ورکړی او زیاته کړې ده چې د قومندان غفار په ګډون يې اته تنه د یحی خېلو او یوولس تنه د سپینه د پوستې اربکيان وژلي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې په دې بريد کې د دوی څلور تنه ملګري او اته اربکيان ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي هم وايي چې د سپینه د پوستو د مرستې لپاره له یحیی خېلو نه د اربکيانو قومندان غفار له خپلو ملګرو سره د تګ په وخت کې د ګېناوې کلي ته څېرمه د طالبانو پر خښ کړل شویو ماینونو برابر شول، چې د قومندان په ګډون يې اته تنه ووژل شول او څلور نور مرګوني ټپیان شول.

د عیني شاهدانو له قوله د یحیی خېلو دغه قومندان چې د هلکانو په ساتلو کې يې نوم درلود د هغه له نږدې ملګرو، منور چې د ګلمیر زوی، د مغلې د کلي د غفار زوی، بسخاتی او د غلام ولي له زوی سره یوځای وژل شوي دي.

یاده دې وي چې دا په تېرو څو ورځو کې د سپینه د کلي د اربکيانو په پوستو درېیم ځل دي چې د طالبانو له لوري بريدونه کېږي، چې وړاندې تر دې به د یحیی خېلو اربکیان سیمې ته د مرستې په موخه روغ ور رسېدل خو دا ځل د ماینونو ښکار شول.

د یحیی خېلو اوسېدونکي وايي چې قومندان غفار وړاندې تر دې هم د طالبانو پر یو ماین برابر شوی و، چې له کبله یې یوه پښه له لاسه ورکړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x