ورزش

کرکیټ: افغانستان د هالینډ څخه دوهمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله

karim-sadiq-playing-shotنن ټکی آسیا: نن د افغانستان او هایلنډ تر منځ د کرکیټ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه روانه ده.
د لوبي په پیل کې د افغانستان کپتان نوروز منګل د لوبي ټاس وګټه، او د دیوه ورځنۍ مخکي لوبي په خلاف نن یې لومړی هالینډ ته دعوت ورکړ، چی بیټنګ وکړي.
هالنینډ په خپل وار  په پوره پنځوس اوره کې خپل د نهه تنه لوبغاړو په سوځولو سره ۲۵۶ منډي جوړي کړې،

او افغانستان ته یې د لوبي د ګټلو لپاره د ۲۵۷ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له اړخه په بال غورځونکو کې عزت الله دولتزي ۴ وکټه ، محمد نبي ۲ وکټه، سمیع الله شینواري او جاوید احمدي یو یو وکټ واخیست.
د هایلنډ لومړی وکټ په ۹، دوهم په ۹۶، دریم په ۱۱۲، څلورم په ۲۰۶، پنځم په ۲۱۳، شپږم په ۲۲۶، اووم په ۲۳۵، اتم په ۲۴۰، او نهم په ۲۵۲ باندي واخیستل شو.
که څه هم هدف لږ غټ ښکارېدی، خو د اوپنر کریم صادق په مټ افغانستان دا لوبه په اسانۍ سره په پنځه وکټه وګټله.

د افغانستان له خوا کریم صادق ۱۰۰ منډي جوړي کړې، اوجاوید احمدي ۴۳، محمد شهزاد ۳۷، نوروز منګل ۴۵ ناټ اوټ، شبیر نوري ۱۳، محمد نبي ۲ او اصغر ستانکزي ۷ ناټ اوټ منډي جوړي کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x