ټولنیزه برخه

یو اعرابي او په میراث یې دعوه ګر درې زامن

قصه کونکی: عمر عبد الکافي

ژباړه: عبد الرحمن مدني

پخوا زمانه کې یو اعرابي وو، د هغه درې زامن وه، په هر یوه یې نوم د عبد الله ایښی وو. د مرګ په وخت یې وصیت وکړ: عبد الله به میراث اخلي، عبد الله به یی نه اخلي، او عبد الله به یې اخلي.

او د دې تر مخه چې خبره واضحه کړي، ومړ.

درې زامن حیران دریان پاته سول، نه پوهیدل چې اوس دوی څوک میراث اخلي؟!

درې سره وروڼه په دعوه سول، اخیر یې فیصله وکړه چې قاضي ته به ځي، نو د مدینې منورې په لور روان سول.

په لاره کې په یوه اعراپي پيښ سول، د هغه اوښه ورکه وه، دوی نه یې پوښتنه وکړه چې زما اوښه به تاسو نه وي لیدلې؟

یوه ورور ځیني پوښتنه وکړه چې ستا اوښه په یوه سترګه ړنده وه؟

اعرابي وویل: هو

بل ورور وویل: ستا اوښه په یوه پښه ګوډه وه.

اعرابي وویل: هو

دریم ورور وویل: ستا د اوښې لکۍ پرې وه.

اعرابي وویل: هو

بیا یې په یوه خوله ورته وویل، مونږ نه ده لیدلې.

اعرابي وویل: تاسو لېدلې څه، همدا تاسو پټه کړې، چې اوښه ستاسو سره نه وي، دا دومره صفتونه یې څرنګه درته مالوم سول، که مي اوښه نه راکوی، قاضي ته مو بیایم، دوی وویل: راځه، مونږ هم قاضي ته روان یو.

قاضي ته چې ورسیدل، لومړی یې د اوښې محکمه پیل کړه، او اعرابي خپل حال ورته ووایه.

قاضي د عبد الله ګانو څخه وپوښتل چې تاسو ته دا صفات څرنګه مالوم سول، چې اوښه مو نه ده لیدلې؟

د قاضي د پوښتني په جواب کې یوه عبد الله وویل: اوښه چې پر کومه لاره تېره سوې، هلته یې خوراک له یوه اړخه کړی، بل اړخ یې خوشي کړی، نو زه پوه سولم چې اوښه په یوه سترګه ړنده ده.

بل عبد الله وویل: د اوښي پلونو ته په کتو ما اندازه ولګول چې په یوه پښه به ګوډه وي، ځکه چې د یوې خوا پلونه په ځمکه ډیر ننوتلې وه، او بل اړخ ته سپک وه.

بل عبد الله وویل: ما د اوښ پوچې ولیدلې، چي په یو ځای غورځېدلې وي، او نه وي شیندل شوې، ما اندازه ولګول چې د اوښې لکۍ پرې ده.

قاضي وویل چې دا مسله خو حل ده، اعرابي ته یې وویل چې ستا اوښه دوی سره نسته، ورسره په سي ګرځه.

او دوی ته یې وویل: ستاسو څه مسله ده؟

یو ورور ورته خپله کیسه داسي وکړل، زه هم عبد الله، دغه هم عبد الله او هغه هم عبد الله دی، زمونږ پلار د مرګ په وروستیو شیبو کې وویل: یو عبد الله به میراث اخلي، بل عبد الله به یی نه اخلي، او بل عبد الله به یې اخلي.

اوس مونږ نه پوهیږو چې څوک میراث اخلي، څوک یې نه اخلي، او څوک یې اخلي؟

قاضي هم حیران سو، نو یې ورته وویل چې راځئ نن شپه زما سره وکړئ، تر سبا به زه په دې مسله کې فکر وکړم.

قاضي خپل کور کې میلمانه کړل، دوی چې په کوټه ننوتل، یوه ورور یې وویل: پام کوی، مونږ تر څارني لاندي یو، داسي حس کوم لکه یو کس چې پټ پټ راته ګوري.

لږ ګړی وروسته ډوډۍ راغله، د ډوډۍ تر پيلېدو مخکې یوه ورور وویل: دغه د سپي غوښه ده.

بل وروره وویل: دغه وچه ډوډۍ داسي ښځي پخ کړې، چې د نهه میاشتو اولاد یې په نس دی.

دریم وویل: قاضي د خپل پلار زوی نه دی، حرامزاده دی.

خادم چې پټ پټ یې دوی څارل، ټول جریان یې قاضي ته ورساوه، قاضي چې له غوسې سور شین کیده، سبا ته یې بیا محکمه را وغوښته، او دوی درې واړه یې حاضر کړل، او د تیري شپې د خبرو علت یې ځیني وپوښته.

یوه عبد الله وویل: چې کله ما غوښي ولیدلې، زه پوه سولم چې د سپي غوښه ده، ځکه چې د پسونو په غوښه کې اول هډوکی، بیا توره غوښه او بیا چربي وي، خو دلته هر څه بلعکس، اول هډوکی، بیا چربي اوبیا توره غوښه وه، او دا د غوښو خوړونکو حیوانانو صفت دی، ځکه چې هغوی د ښکار او منډو لپاره قوي عضلاتو ته اړتیا لري، نو دا جوړښت یې داسی دی.

قاضي امر وکړ چې قصاب دي حاضر سي، او هغه را وغوښتل سو، او وپوښتل سو چې دا غوښه د څه شي وه؟

قصاب ورته وویل چې تاسو ناوخته غوښه وغوښته، او زما سره نور څه نه وه پاته، او پسه هم نه وو، نو مي سپی وموند، او حلال می کړ، او تاسو ته مي در ولیږل.

قاضي وویل چې د قصاب سره به وروسته ګورم، ستاسو د لومړی خبري جواب خو وموندل سو راځئ دوهمي ته. دامو څرنګه مالومه کړه چې ډوډۍ یوې داسي ښځي پخ کړې، چې دنهه میاشتو ماشوم یې په نس دی؟

بل عبد الله وویل: ما ډوډۍ ته وکتل، د ډوډۍ یوه خوا ښه پړسېدلې وه، او بله خوا یې سره ننوتلې وه، ما له همدې څخه اندازه ولګول، ځکه چې په دغه وخت کې د ښځي نس غټ وي، نو یوه خوا یې ښه اخښلې، او بله خوا یې همداسي پرې ایښې. د نانوايي څخه پوښتنه وسول، هغه هم تصدیق وکړ.

دریم عبد الله چې قاضي يې هم ډیر قهرولی وو، څخه پوښتنه وسول، چې ته پر کوم اساس باندي وايي چې زه حرامي یم؟

هغه ورته وویل چې کله مونږ په کوټه ننوتلو، تا یو کس زمونږ په جاسوسۍ ګمارلی وو، او هغه مونږ ته پټ پټ کتل، زه پوه سولم چې دا کار یو حرامزاده کولای سي، بل څوک داسي کار نه کوي.

قاضي چې مخکې ددوی د ټولو خبرو او اندازو تصدیق ورته سوی وو، دا خبره یې هم داسي نه سوای ردولای، محکمه یې تر سبا وځنډول، او ولاړ کور ته.

په کور کې خپل مور ته وویل چې دا څرنګه کیسه ده، زه حرامي یم؟!!

مور چې د زوی د ډیر ټنیګار څخه مجبوره سوه، اخیر یې قاضي ته ومنل، چې هو ته حرامي یې، او د خپل پلار څخه نه یې پیدا سوی.
چې سبا سو، محکمه بیا پیل سول، قاضي داسي فیصله وکړه:

دوه عبد الله ګانو ته یې وویل چې تاسو به میراث اخلی، ځکه چې تاسو د خپل پلار زامن یاست، او دا بل عبد الله چې ماته یې حرامي ویلي وه، خپله هم حرامي دی، او د میراث حق نه لری.

دوی ورته وویل چې ددې خبري ثبوت څه دی چې دی حرامي دي.

قاضي ورته وویل، ځکه چې حرامي د ځان غوندي بل حرامي ښه پيژني، او ده هم زه وپيژندلم، ما هم دی وپيژندی، کنه تاسو ولاړ سئ، د خپل مور څخه پوښتنه وکړئ.او دوی همداسي وکړل.

وروڼه ولاړه، او د مور څخه یې پوښتنه وکړه چې څرنګه کیسه ده، زمونږ دغه یو عبد الله ورور رشتیا هم حرامي دی؟

مور یې وویل چې خبره نه یم، خو ستاسو پلار دغه هلک په ډیر کوچنیوالي د مسجد مخته موندلی وو، او له ځانه سره یې راوړی وو، او نوم یې ورته عبد الله ایښی وو، او خپل د مرګ تر وروستیو شیبو پوري یې تاسو نه داسي احساس درنه کړ، چې تاسو سره وروڼه نه یاست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x