ټولنیزه برخه

نوى فكر

لیکوال: خلیل الله قتیل زوی

نوی فکر بدلونونو ته پاملرنه ده.

افغان ملي ټولنه له تېرو ۲۱۵ کلونو راهیسې له مذهبي، فرهنگي، اقتصادي، ادبي او ټولنیزو بدلونو سره مخ شوې؛ خو ملي پیدایښت یې مخه نیولې ده.

دا څنگه ؟

دا داسې، چې په هر نوي سیاسي پړاو کې منور استبداد ملي گټو ته د وفادارۍ په ځای  هېواد  او هېوادوال له بېلابېلو معاملو سره مخ کړي؛ د هېواد آبادول ورته د ځاى، ځان او خپلې كورنۍ د آبادولو لوبه ښکاره شوې ده.
نوی فكر تل او هرکله شتون لرلی؛ خو پلی شوی نه دی.

ځان او هېواد پېژندنه حکم کوي، چې ملي گټې دې خوندي شي، هېوادوال دې نه یوازې هوسا ژوند ولري، بلکې علمي، ملي او ټولنیز بنسټونه دې له نړۍ سره د سیالۍ ډگر ته راوویستل شي.

زما هيله داده، چې د هېواد په اړه گټور فكر وشي او هېوادوالو ته په یوه سترگه وکتل شي.

د خلكو او هېواد مقدساتو ته خدمت نوی او ځوان فكر زیږوي.

په دې اړه تعصب جنايت دى او تل غندل شوی دی.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x