
نیو سټیټس مین: د طالبانو چاودنو نړۍ ماته کړه
نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولی، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د یوې لسیزې زورورو چاودنو په افغانستان کې د ناټو غړي هېوادونه له ماتې سره مخ کړل.
د لويديځ مشهور ورځپاڼه نیو سټیټس مين د « ولې لویديځ په افغانستان کې ناکام شو؟» تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې وايي چې د طالبانو د یوې لسیزې چاودنو نړۍ په افغانستان کې له ماتې سره مخ کړه.
د ورځپاڼې په قول د طالبانو بمي بريدونو د ناټو غړي هېوادونه دې ته اړ کړل چې په دې هېواد کې د خپلو موخو له تر لاسه کولو پرته پښې سپکې کړې.
نیوسټیټس مين د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د هغو پوځي کارکوونکو دوه کتابونه د نمونې او اعتراف په توګه ياد کړي، چې په افغانستان کې يې په پوځي برخه کې ماموریتونه ترسره کړي دي او د طالبانو د چاودنو پر زور يې اعتراف کړی دی.
ورځپاڼې د طالبانو د بمي بريدونو له امله د بهرنيانو په منځ کې د وېرې د اثبات لپاره د « کابله خدای پامان، له افغانستانه د څه خطرناکې نړۍ په لور» او « ولې موږ د افغانستان په جګړه او سوله کې بريالي نه شو؟» کتابونه ياد کړي چې د لیکوالو د نومونو له يادولو پرته يې ويلي چې که څوک غواړي په افغانستان کې د بهرنیانو د ماتې پر اعترافاتو او سببونو ځان پوی کړي دغه کتابونه دي ولولي.
طالبانو پخپله څوارلس کلنه مبارزه کې د سړک د غاړي پر بمونو سربېره د موټر بم سرتيري بريدونه هغه جنګي تکتيک دی، چې بهرني او داخلي لوړ پوړي پوځي چارواکي يې پر وړاندې په بې وسۍ اعتراف کوي.
ماشآءالله الحمدالله سی د افغانستان غریب مجاهدین هم ددی جوگه سوه سی دوخت فرعون ورته دشکست سرتیت کر
الحاج استاذ بیانزی 2015/06/13 په 9:25 مساءً ستاسو تبصره به د نشر تر مخه د مدیر له خوا وکتل شي. ښه مه په یاد دی ، کله چه د انسانانو په جامه او قیافه کی ننوتی شیطان بوش د ۵۰ نورو غلامو شیطانا نوسره په ګډه یی د اسلامی نړی په ضد صلیبی جګړه پيل او لمړی یی زمونږ ګران هیواد په نښه کړو ، پوش وویل ( چه طالبان به په غارونو کی لوګی کړم ) ، دا خبره چا ملا عمر مجاهد ته ژباړلی وه ، هغه یی په ځواب کی دا خبره وکړه [[داسمه ده چه تاسی… نور لوستل »
ماشا الله
الحمد الله
دا دالله ج ځانګړي نصرت دی له مجاهدینو سره
.
.
.
.
لږ نور هم صبر وکړی په خپله ماتي به نور اعترافونه وکړی
یو ځل مو بیا مبارک شه عمری پو جیانو