نړۍ

د جبهة النصر مشر الجولاني څوک دی؟

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): الجزیري تلویزیون تیره ورځ د اول ځل لپاره په سوریه کې د جبهة النصرة د امیر ابو محمد الجولاني د هویت او شخصي ژوند په اړه معلومات خپاره کړل.

«الجزیرة.نت» لیکلي، که څه هم د نوموړي په اړه مو ډیر معلومات تر لاسه کړل، خو تر اوسه په دې ونه توانیدو چي د الجولاني د څیرې انځور واخلو.

الجزیره لیکي، د نوموړي اوسنی نوم ابو محمد الجولاني دی، چي اصلي نوم یی اسامه العبسي الواحدي دی.
نوموړی په ۱۹۸۱ ز کال کې د سوريې دیر الزور ته څېرمه الشحیل ښارګوټي کې دې نړۍ ته سترګې رڼې کړي.

د جولاني کورنۍ په اصل کې د سوریې د ادلب ولایت اوسیدونکي وه، څرنګه چې د نوموړي پلار دولتي دنده درلوده په پوځ کې یې د تعمیراتو او بیا رغونې په څانګه کې د موټر چلوونکي په توګه دنده اجرا کوله نو ځکه له ادلب ولایت څخه دیر الزور ته کډه شو.

الجزیره لیکي، چي الجولاني لومړنۍ زده کړې خپل کلي کې تر سره کړي، وروسته د لوړو زده کړولپاره دمشق ته لاړ، هلته یی د دمشق په طب پوهنځي کي داخله وکړه کله چي د طب پوهنځي له دوهم کال څخه درېیم کال ته بریالی شو، دغه وخت کې امریکا پر عراق یرغل وکړ؛ جولاني هم سمدستي کتابونه قط او بستر ټول کړ نور یی علمي سفر ته الوداع کړه او عراق کې یې د ابو مصعب الزرقاوي تر مشرتابه لاندې د امریکايي یرغل په خلاف په وسله وال جهاد لاس پورې کړ.

نوموړي د زرقاوي تر قیادت لاندي جهاد کاوو چي کله زرقاوي ووژل شو الجولاني د زرقاوي د ځای ناستو تر مشرتابه لاند خپل وسله وال جهاد ته ادامه ورکړه الجولاني وایی چي ایمن الظواهري سره یی بیعت کړی او د ظواهري له لارښوونې او هدایت سره سم په جهاد بوخت دی.

کله چي په ۲۰۰۳ زدیږ کال کي امریکایانو په عراق باندي یرغل وکړ دغه وخت به جولاني د صاخور په سیمه کي د علاء بن الحضرمي جامع جومات ته د محمود قول آغا ( ابو القعقاع) د جمعي د خطبو د اوریدلو لپاره ورتلو.

پر عراق د امريکا له برید سره سم جولاني له لومړيو کسانو څخه و چي عراق ته ورسیدی هلته یې د القاعدې ډلې له نوي تأسيس شوې جبهي سره چې قیادت یې ابو مصعب الزرقاوي کاوو، یو ځاي شو.

الجزیره لیکي چي نوموړی په ډیر لږ وخت کي ډیر مشهور شو او د زرقاوي په نژدې ملګرو او سلا کارانو کې شامل شو.

جولاني په ۲۰۰۶ ز کال کي د زرقاوي له وژني څخه وروسته لبنان ته ولاړ هلته یی د جند الشام په نامه سره د جنګیاليو روزنه پیل کړه.

له لبنان څخه ډیر ژر بېرته عراق ته را ستون شو، عراق کې د امریکا یانو لخوا ونیول شو تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د دبوکا په نامه زندان کې بندي و او څه موده وروسته له بنده ازاد شو.

له ازادیدو سره سمدستي نوموړی یو ځل بیا په عراق کې له اسلامي دولت سره چي په ۲۰۰۶ ز کال د اکتوبر په میاشت کي یې د ابوبکر البغدادي به مشرتوب سره بنسټ ایښودل شوی وه وسله وال فعالیت پیل کړ چی په دغه وخت کي ورته د موصل ولایت ټولو اړوند سیمو قومانده په غاړه ورکړل شوه.

د ۲۰۱۱ زدیږ کال د اګست په میاشت کي جولاني یو ځل بیا له عراق څخه دالقاعدې په لارښوونه سوريې ته لاړ، هلته يې د بشار الاسد د حکومت په خلاف تبلیغ وکړ خلک يې د سوريې د حکومت په مقابل کې وسله وال جنګ ته را وبلل.

د ۲۰۱۲ کال د جنوري په میاشت کې ښاغلي جولاني یوه اعلاميه خپره کړه او په دغه بیان کي يې د شام دپاره د جبهة النصرة په نامه دیوې ډلې بنسټ کېښود او د شام ولس یې دبشار الاسد د رژيم پر ضد وسله وال جهاد ته را وبلل.

ښاغلي جولاني تر اوسه پورې په سوریه کې د جبهة النصرة د ډلې مشري په غاړه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

اللهم احفظه

اونخیوال وردګ

الله ج یی د له شپږو خواوو محافظت اوساتنه وکړي سره له ټولو مجاهدینو

ډاکتر احمدی

تاسی ددی سړی ډیر ارتباط د زرقاوی سره ښودلی دی ۰ (څوک چی د داعش اصلی طراح دی) او اوس د جبه نصره مشر دی نو سوال دادی چی اوس خو جبه نصره او داعش عملا په جګړه سره بوخت دی نو دا څنګه کیدای شی چی هم خپل ځان سره او هم خپل دشمن سره؟؟ او بل تاسی په ډیر لیکنو کی راغلی چی د داعش غړیو ډیر زیات د نصری د جبهی غړی وژلی یا بندیان کړی دی ؟؟ هیله لرم چی وضاحت ورکړی ځکه اوس په ننګرهار او په ټول افغانستان کی هم د اختلافاتو او حتی… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

او بله دا چی تاسی په لیکنو کی ویلی چی زرقاوی د القاعده له خوا شړل شوی سړی دی( د هغی د تند لاری له امله) نو اوس تاسی لیکی چی :
(پر عراق د امريکا له برید سره سم جولاني له لومړيو کسانو څخه و چي عراق ته ورسیدی هلته یې د القاعدې ډلې له نوي تأسيس شوې جبهي سره چې قیادت یې ابو مصعب الزرقاوي کاوو، یو ځاي شو.)

ځه خو فکر کوم چی د اسامه یا ظواهر ی او د زرقاوی ژور اختلافات وو د عراق په جګړه کی او د اسلامی خلافت په رامنځته کیدو کی

ملا عبدالرزاق

مسلما نان او بیا مجاهد فه خفلو منځوکی اختلافات نه کوی که څوک یی کوی هغه نه مجاهد دی او نه کامل مسلمان طالبانو مشرانو کی یو تعداد ډیر کم کسان دی چی اختلافاتو ته لمن وهی او یا هم سویی ظن کی سره اخته دی طالبان باید یو کمیسون دتبین او یا سویی ظن فه مورید جوړ کړی تر څو شته اختلافاتو ته دفای ټکی کیږدی او تیت فراګنده ملګری سره یو کړی ۰۰۰ البته جبه النصر او داعیش خفل دغه اختلاف حل کړی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x