نظــر

استاذ محمد ياسر دسنګر او منبر اتل او د مبارزې شیخ

ustad-yasirجهادي حركتونه مؤمنو پوهو، باعزمه، فعالو، او د نړۍ له حالاتو باخبره قيادتونو ته ضرورت لري. داسې قيادتونو ته چې دټولې نړۍ په سطحه د دښمن له حركاتو, توطيو، جنګي اسا ليبو، اوسياسي دسيسو، آگاهي ولري. ترڅو داسلامي امت بچيان په هر وخت اوهرموقف كې د دښمن دمقابلې لپاره په خوځښت راولي، او د مقاومت بهير په زړورتيا، درايت او سمه لاره دهدف په لور روان كړي. سازشي او فرصت طلبه قيادتونه له يو څو ورځو نمايشي مقاومت، اودروغجنو شعارونو وروسته د دښمن په دامونو كې ښكيل كيږي.

مبارزه او اهداف ترخپلو هوسونو قربانوي، اودخپل ملت په خلاف ددښمن په صف كې دريږي. دغه ترخه تجربه په تكراري ډول دروسانو په خلاف د ډيرو جهادي تنظيمونو په قيادتونو كې وليدل شوه، ځينو ئې پرون خپل ځان، اواهداف په روسانو خرڅ كړل، اوځينې نورئې بيا نن دصليب تر بيرغ لاندې ودریدل. ډير لږ ئي له دغې خطرناكې ابتلاء څخه روغ راووتل. دپخوانيو جهادي قيادتونو له ډلې څخه چې په دې امتحان كې كامياب شوي، يوئې هم استاذ (محمد ياسر) دى، چې دكمونيزم په خلاف د جهاد د افتخار تر څنگ الله تعالىY د صليبي لښكرو په خلاف د جهاد اومقاومت درهبري كولو افتخارهم ورپه برخه کړ. تير ديرش كاله جهاد او مبارزې له استاذ محمدياسرڅخه داسې شخصيت جوړ كړى، چې هم د جگړې په رهبري كولو پوهيږي، او هم د ملت په سالم قيادت. هم په سياست پوهبږي، او هم ورته دنړيوال دښمن دتوطيو ټول اړخونه ورمعلوم دي. هم د جهاد اومبارزې په اولوياتو پوهيږ ي، او هم له اسلامي احكامو سره پوره التزام لري، اواسلام له سياست څخه نه قربانوي. استاذ د يوه وتلي او ازميل شوي رهبر، اود ولس ديوه مهربانه معلم، اوزړه سواندي داعي په حيث پداسې وخت كې د محنت اوقربانۍ په ډگركې د خپل ملت تر څنگ ودريد، چې پخوانيو يارانو ئې د تركستان لاره نيولې ده. ياسرد ډالرو، وزارتونو، رياستونو، تجارتونو، ماڼيو، اوعشرتونو په زمانه كې د(ياسرt)د محروميتونو، خو له هدف سره د وفاداراۍلاره نيولې ده. داسې ښكاري چې ياسر لا له هغه وخته دغه لاره انتخاب كړې وه، چې د وردگو ولایت د چك ولسوالی د مخورې كورنۍ تنكي ګلالي (زمرك) ځان د كابل د عشيونو او فيشنونو په ښار كې (ياسر) كړ. هغه ته ورمعلومه وه چې دمكې د ياسر t كورنۍ له هدف سره د وفا په لاره كې څومره كړاوونه ګاللي ول. (زمرك ياسر) هغه وخت نورهم د(ياسر t )كورنۍ ته د معنوي انتساب په عهد كې پوخ شو، چې په تنكۍ ځوانۍ كې دامريكا د مادي اوپه دين د نه ولاړ ژوندانه د بحر له طوفاني څپو روغ رمټ د مدينې ساحل ته راووت. اوله هغه ځايه افغان (زمرك)يو ځل بيا د اسلامي مبارزې په لومړي ډگر (مكه مكرمه) د(ياسر t) په كوركې د ياسر t له كورنۍ سر ه خپل عهد تازه كړ، چي تراوسه دالله په فضل په خپل هماغه عهد ټينگ ولاړدى. نه وزارتونو له خپل عهد څخه واړولی شو، او نه زندانونو، د جهاد كړاوونو، اود مبارزې دلارې دلوړو ژورو پرونى تنكى (زمرك) راته ننی سپين ږيرى (ياسر) كړ. دغرونو، او زندانونو تكليفونو امساپه لاس وركړ ې ده، خو د ځوانۍ عزم، سرشاره روحيه، اولوړ همت ئى ورنه ندى اخيستې. د ولچكو او زولنو شرنگهار په ياسر كې نوره هم مستي پيداكړه. تورو غرونو، اود زندان تورتمونو ياسر له مونږ څخه ورك نه كړ، بلكه هغه ئې دومره وځلاوه چې د راتلونكو نسلونو لپا ره به دمبارزې د(شيخ) په حيث پيژندل كيږي.

ددې لپاره چې دمبارزې لارويا ن، او دسنگرونو ځوانان، ددغه بندي زمري د ژوند اومبارزې له بيلابيلو اړخونو يو څه نورهم ښه خبر شي، داستاذ د شخصيت اوژوند په اړه ورته داڅوكرښې وړاندې كوو.

دياسر شخصيت: استاذ محمد ياسر چې اصلي نوم ئې(زمرك) دى د عصمت الله زوى او له نن نه شپږ پنځوس كاله مخكښې د وردګو د بند چك دولسوالى بومبیو په كلي كې زيږيدلى دى. په كوچنيوالي كې ئې پلار وفات شوى، اود پلار له مرگه وروسته له خپل مشر ورور سره چې پوځي افسر ؤ په كابل كې اوسيدلى، اوهلته يې د حبيبې ليسه ويلې ده. دښه استعداد اوعالي ذكاوت له بركته ئې څو ځلې د سوېې امتحان وركړى، او له دولسم صنفه اول نمره فارغ شوى دى.

داچې د وخت نظام به اول نمره فارغان د يو كال لپاره امريكا ته ليږل تر څو هلته دسيكولریزم رنگ واخلي، اوانگليسي ژبه زده كړي، استاذ ئې هم د يوه كال لپاره امريكا ته وليږه، كله چې استاذ په امريكا كې وليدل چې داسلامي هيوادو ممتاز شاگردان دامريكايې تربيي داخيستلو لپاره امريكا ته ليږل كيږي، تر څوسبا خپل هيوادونه دامريكا په پله روان كړي، په هماغه ځاي كې ئې تصيمیم ونيو چې بايد نور خپل ژوند د خپل دين په لاره كې ولگوي. تر راستنېدو وروسته ئى په كابل كې دشرعياتو د فاكولتې د ويلو هڅه وكړه، خود نظام لخوائې ممانعت وشو.

نوځكه په كابل پوهنتون کې دحقوقو په فاكولته كې شامل شو. دى لا په فا كولته كې ؤ چې په وطن کی د کمونيزم وریځې خورې شوې. استاذ پوهتنون پريښود، اودمبارزې، هجر ت، اوجهاد، لارئې ونيوله. ترڅه مودې وروسته دعالي تحصیلاتو لپاره سعودي عربستا ن ته ولاړ، اوهلته ئې دمدينې منورې په پوهنتون كې له خپل رب سره په امريكا كې خپله د شريعت د زده كړې وعده ترسره كړه.

له پوهنتون څخه له فراغت سره سم ئې په افغاسنتان كې د ثوركودتاه وشوه. استاذ نور په سعودي كې پاتې نه شو، اود جهاد لپاره بيرته راستون شو.

استاذ يوحساس، غيرتي، زړور اود نړۍ په حالاتو پوه شرعي عالم دى. داسلامي امت ماضي او تاريخ ښه ورته معلوم دي. داسلام اومسلمانانودعروج او زوال عوامل ئې لوستلي او تشخيص كړي دي. جهاد، اومبارزه ئې په قناعت، بصير ت او شعوري ډول شروع كړې ده. استاذ ته هم د پروني كمونيزم فلسفه اوتاريخ ورمعلوم ؤ، اوهم دغرب دډيموكراسۍ اوليبراليزم فلسفه اوتاريخ ورمعلوم دي. همدا وجه ده چې نه له پرونيوكمونستانو سره يوځاى شو، اونه د ننيو ډيمواكراتانو اوليبرالانوپه دامونوکې پريوت. استاذ ته داسلامي هيوادونو، اواسلامي تحريكونو د لوړ اوځوړ مراحل ټول ورمعلوم دي، اودهغو له خوږو او ترخو تجربو ئې استفاده کړې ده. ژوند د هدف لپاره بولي، نه هدف د ژوند لپاره. په منصبونو پسې منډې نه وهي، بلکه دامنصبونه دي چې پده پسې منډې وهي او دی ترې په منډه دی. په شرعي اوسياسي علومو كې پراخه مطالعه لري. په پنځه ديرش كلنۍ ئې د قرآن حفظ پيل کړ، اود زرگونو جهادي، تدريسي، او دعوتي، مصروفيتونو سره سره ئې حفظ پوره كړ، چې دا د استاذ په پخې ارادې اوناتمامه صبر دلالت كوي.

نهايت سخي اوميلمه پال پښتون دى. خوش اخلاقه، حاضر جوابه، اونكته فهم انسان دى. ټوكه ئې خوښيږي اوله خپلو ملگروسره ښې ډيرې ټوكې هم كوي. الله تعالى قيادي روح وركړى، په هر مجلس كې چې شامل وي داسې وي لكه چې د مجلس مشرهم همدى وي.

د دنيا ډيرهيوادونه، او قومونه ئې لیدلي دي. د شرق اوغرب له فرهنگ سره آشنادى. داسلامي تحريكونو له مشرانو سره ئې خواله كړې، استفاده یې ترې کړې، اومشورې يې وركړې دي. د حلال رزق پوره اهتمام كوي، ځكه خوئې ترننه يوه نده دوه شوې. دحق خبره په زغرده كوي، د چا تر رعب لاندې نه راځي. په حق كى ئې مداهنت نه خوښـيږي. درې ودونه ئې كړيدي. دولس زامن، اونولس لوڼې لري.

داستاذ سياسى ژوند: استاذ له وړكتوبه د كابل په سياسي ماحول كې رالوى شوى دى. دكمونستانو او اسلامي نهضت نشات ئې په افغانستان كې په سترگوليدلى، د وروستيو څلویښتو كلونو سیاسي جریانونه ئې له نږدې مشاهده كړي، په نوې ځوانۍ كې يې چې سياسي حس ئې حساس ؤ امريكا ليدلې اودامريكا سياستونه ئې له نږدې مطالعه كړې دي. دعربي نړۍ سياسي جريانونه ئې هلته له نږدې څارلي دي. تر فراغت وروسته دجهاد په كلونوكې په بيلابيلو سياسي جريانونو كې دخيل پاتې شوى، اودجهاد په ملي اوبين الملي تصاميمو كې ئې شركت كړى. رياستونه او وزارتو نه ئې كړي دي. په پيل كې د جمعيت د فرهنگي كميټې رئيس پاتې شوى. په اوه گوني اتحاد كې د مهاجرينو د چارو رئيس ؤ، او وروسته ئى بيا په اتحاد اسلامي كې د سياسي چارو د كميټې رياست كړى. په عبوري حكومت كې د حج او اوقافو وزير ؤ. اودانجينر احمد شاه په مشرۍ په مؤقت حکومت كې د بيا ودانولو د وزارت چارې ورپه غاړه وې.

 دكمونستانو ترسقوط وروسته درباني په حكومت كې دافغانستان دفوائد عامه وزير ؤ. خوچې كله پوه شو چې درباني اداره يوفاسده اداره ده، دين او وطن ته وركې خدمت ناشونى دی، تردرې میاشتې كار وروسته ئې وزارت پريښود، اوپه تدريس اودعوت مصروف شو. دطالبانو د تحريك په اوايلو كې ئې دهغوئ اوجهادي تنظیمونو ترمنځ دنږدې كولو هڅې هم وكړې.

د طالبانو دحكومت په كلونو كې په كوم سياسي پوست كې نه ؤ، خو چې كله په طالبانو بده ورځ راغله، او ځينو خپلو فرصت طلبه ملگرو ئې چا د امريكا لمن ونيوه، او ځينو ئې انشعاب وكړ، اوپه اسلام آباد كې ئې ځانته نوى تشكل اعلان كړ، ياسر په هماغه سخته ورځ د امريكا د حملې پرمهال كابل ته لاړ، او د طالبانو تر څنگ ئې د امريكا په خلاف خپل جهاد اعلان كړ. اودالجزيره شبكې په شمول  د بیلابیلو رسنیو له لارې یې دنیا ته د امریکا بربریت اودافغانانو مظلومیت اود قضیې حقانیت اعلان کړ. دامريكا ترحملې وروسته استاذ ياسر پرمجاهدينو وگرځيد، د ملت په ځوانانوكې ئې دمقاومت احساس راويښ كړ، اودامريكاپه خلاف ئې دمقاومت دمنظمولو زمينه برابره كړه. په دغو حالاتوكې ياسر ته دافرصت ښه په لاس ورغلى ؤچې ديونوي جهادي تشكل په شكل كې تبارز وكړي، خو هغه ته د اختلاف خطرناک عواقب ورمعلوم ول، ځكه ئې خپل ټول كوښښونه له اسلامي امارت سره چې دمسلمانانودغوڅ اكثريت تايید اوحمایت ورته حاصل ؤ ملگري كړل. اوله هغه سره ئې ديو فرد په حيث كار پيل كړ. وروسته بياد طالبا نو په نوي تشکیل کې لومړى دفرهنگي كميسیون، او وروسته د دعوت اوارشاد د کمیسون رئيس وټاکل شو. په دغو دواړو ریاستونوکې داستاذ یاسر فعالیتونو داسلامي امارت په فعالیتونوکې نوې سا پو کړه. حرکت یې دومره فعال شو چې نور هیچا ته د زغملو نه ؤ. هماغه ؤچې استاذ دجهاد اوآزادۍ په جرم د دښمن د ناځوانه لاسپوڅو له لوري زندانونو کې وغورځول شو. خو زندانونو یې غږ چوپ نه کړی شو. دزندان له تروږمیو یې خپلو مجاهدو ورونو اومسلمان ولس ته داسې لارښونه وکړه چې د جهاد په صف په مقاومت کې چا د یاسر تشه احساس نه کړه. په هسکه غړۍ زندان ته لاړ، او بیرته په هسکه غړۍ له زندانونو راووت. زندانونو، ثبات، اوله هدف سره وفا، له یاسرڅخه د جهاد یو قائد اود ملت استاذ جوړکړ. ترآزادۍ وروسته استاذ د اسلامي امارت دسیاسې چارو دریاست مشاور وټاکل شو. خودا چې استاذ د سیاست په ډګرکې هم لکه دجنګ د ډګرله اسلام سره پوره التزام لري، اومعاملوته نه تیاریږي، بیا د دښمن په لمسه دزندان تیاروته ولوید. خودا ځل یاسردیو فرد نوم ندی، بلکه اوس یاسر د یوملت نوم دی. اود لس ګونو زره مسلحو مجاهدینو نوم دی. په قضیه کې اوس دهغه شخص دومره مهم ندی لکه څومره یې چې فکر، نظریه مهمه ده. که یاسربندي دی خو فکر او نظریه یې دلکونو ځوانانو په ذهن کې ځای نیولی، چې دهغه پرلیکه دسپیڅلې هدف په لور روان دي. دا وه په مختصره ډول داستاذ یاسرد سیاسي ژوند یونیمګړی تصویر.

دیاسرجهادي ژوند: یاسر یواځې سیاستمدار، رئیس، او وزیرندی، بلکه هغه له هماغه پیل څخه دسنګر مجاهد دی. د دفتر مجاهد نه، بلکه دسنګر او قتال مجاهد. په جګړوکې یې برخه اخستې، مجاهدین یې رهبري کړي. د میدان وردګو، پکتیا، جلا ل آباد، سپین غره، تورغره، کنړ، اوبدخشان غرونه یې لاندې کړي دي. د الله Y په لاره کې یې وینه توی شوې اوزخم یې لیدلی. خپل سرنوشت یې په جهاد پورې تړلی. د وسلې له پورته کولو او د غرونو او کړاوونو له ژوند سره یې دومره مینه ده چې په سپینه ږیره یې هم لاس ورنه ندی اخستی. که سړى ووایې چی دامریکا په خلاف په جنګیدونکو مجاهدینو کې یاسر یواځینی سپین ږیری دی نودروغ به نه وي.

 دیاسرجهاد د نوروخلکوله جهادسره فرق لري. نورخلک یواځې جهاد کوي، اوخپل فردي مسؤولیت رفع کوي. خو یاسر دمجاهدینو د روزلو، اوجنګ ته دآماده کولو استاذ هم دی. یاسر په لس ګونود مجاهدینو غونډونه، اومرکزونه تأسیس کړي، اوهغوﺉ ته یې دجهاد درس اوروزنه ورکړې ده. په سل ګونوغونډو، سیمنارونو، کنفرانسونو، مساجدو، حجرو، اومجالسوکې یې خلکوته دجهاد فلسفه اوپیغام تشریح کړی. په منطق اواستدلال یې د جهاد حقانیت ثابت کړی، اودښمنانو اومنافقو جهتونو، اواشخاصو، شکونو او شبهاتو ته یې مستدلل ځوابونه ویلي دي. که سړى دیاسر علم ټول د جهاد علم وبولي، نو بیځایه به نه وي. یاسر تل مجاهدین د دښمن له محلي اوبین المللي دسیسو اوتوطیو باخبره ساتلي دي. ددې ټولو ترڅنګ یاسر د تیرجهاد او روان جهاد دزرګونوپیښو، جریانونو، تحولاتو، اوتاریخونو، امین، او یوه ژوندۍ انسایکلوپیډیا (معلوماتي موسوعه) ده. دیاسر په دردمن زړه کې د جهاد دومره معلومات پراته دي چې که د کاغذ مخې ته راووځي په لس ګونو زره صفحې ورباندې ډکیږي.

د یاسر علمي ژوند:ځینې خلک فکرکوي چی جهاد هغه څوک کوي چې له رسمي او اکاډمیک تعلیمي بهیر څخه لیرې پاتې شوى وي. خویاسر دغه مفروضه غلطه ثابته کړه. استاذ یاسر دعالي تحصیلاتو لرونکی، اودپوهنتون استاذ دی. هغه دکابل په ښارکی دحبیبیې لیسه چې دافغانستان د معاصر تاریخ مشهورې سیاسي څیرې ورنه فارغې شوې دي ویلې ده. وروسته یې یوکال په امریکا کې درس ویلې. د پیغمبرr په کلي مدینه منوره کې یې په اسلامي پوهنتون کې د شرعياتو لیسانس اخيستی. په هغه وخت کې چې د دعوت اوجهاد په پوهنتون کې استاذ ؤ، دسوډان په پوهنتون کې یې دماسترۍ نصاب هم تعقیباوه. چې بالآخره یې له نوموړي پوهنتون څخه په اسلامي دعوت کې ماستري هم واخسته. هغه د(دعوت اوجهاد)په پوهنتون کې د زرګونو ځوانانو روزنه کړې ده. پراخه مطالعه لري، اوپه کورکې دخورا غني شخصي کتابخانې خاوند دی. هغه کولای شي دنړی په مشهورو علمې ادارو کې کاروکړي. خوهغه د مبارزې اولویات پیژندلي دي، ځکه یې پرتعلیمي اوسیاسي فعالیتونوجهاد ته ترجیح ورکړي ده. اودزندانونو، اوکړاوونو، ژوند یې غوره کړی دی. یاسر د شهادت نامو په تلاش کې نه، بلکه په شهادت پسې سرګردانه ګرځي.

یاسر د داعي په حیث: د یو کامیابه دعوتګر لپاره د څو صفاتو شتون ضروري دی چې عبارت له پراخه شرعي علم، قوي شخصیت، مؤثرې ژبې، زورور آواز، او د بیان له جرأت څخه دي. په استاذ باندې الله تعالی ددې ټولوضروري صفاتو اواستعدادونو لورینه کړې ده، هغه هم دنیاوي علم حاصل کړی، اوهم شرعي علم. هم له ملي او محلي فرهنګ سره بلد دی، اوهم له نړیوالو فرهنګونو سره.

د قوي هیبتناکه شخصیت خاوند دی. دیوې پرځای یې څو ژبې زده دي. هغه په عربي، انګریزي، پښتو اوفارسي ژبو خبرې او لیکل کوي. د خطابت په طریقو اوفني اسالیبو ښه مسلط دی. دومره مؤثر آواز یې دی چې د آواز زیروبم یې سړی له ځانه سره په څپوکې اخلي. مفاهیم په داسې منطقي اومستدلل شکل مطرح کوي چې دښمن هم پرې قانع کیږي. د حق په وینا کې ترهر چا جرأتمن دی. لدې نه ویریږي چی څوک به یې تهدید یابندي کړي. هغه اوس زندان خپل دوهم کور، اود تربیت مدرسه ګڼي. دغو ټولو صفاتو له استاذ یاسرڅخه یومؤثر داعي، او جذاب ویناوال جوړکړی دی.

دغې مؤثرې ویناوالۍ، او دعوت اثر یواځې لدې هم معلومیږي چې دده یوازې د(زندان)په نوم کیسټ تریو ميلون نسخو پورې خرڅه شوې اولاخرڅیږي. په هرکور، هردوکان، هرموټر، اوهر موبایل اوکمپیوټرکې دده وینا اوریدل کیږي. استاذ هم دمنبر اومحراب خطیب دی. اوهم دسيمينار اوکنفرانس. هم د راډیو ویناوال دی، اوهم دتلویزون. هم دملي محافلو نطاق دی، اوهم دبین المللي. هم داسلام په مزاج پوهیږی، اوهم دخلكو په سايكالوژۍ. د استاذ په ژوند كې تر ټولو اړخونو د دعوت اوبيان اړخ ډير ښكاره دى. د حق په و ينا كې دومره جرأتمن دى چې په زندان كې ترده تحقيق كوونكي هم تر تاثير لاندې راولي. يوځل د تحقيقاتو په جريان كى يوډير لوى پوځي افسر چې دى ئې په ټوله معنى له پخوا څخه پيژانده، خو ده هغه نه پيژانده، له استاده څخه ئې پداسې حال كې تحقيق كاوه، چى داستاذ لاسونه په ولچكو تړلي ول، ددې لپاره چې پوځي افسر استاذ ته خپله بې وسي بيان كړې وي ورته ئې وويل: استاذه مونږ مجبور يو، د سوپر پاور په مخ كې نشودريد لى. استاذ ورته وويل چې تاسو خو روسان هم سوپر پاور گڼل. څنگه افغانانو هم خپل ځان ترې خلاص كړ، اوهم ئې تاسې ترې خلاص كړئ. خوفرق دا دى چې په هغه وخت كې تاسو زمونږ لاسونه نه ؤتړلي، او اوس مو امريكا ته زمونږ لاسونه تړلي دي. ددې خبرې په اوريدلو افسر په ژړاشو، اوله سترگو ئې د مکر او بي غیرتی مړې مړې اوښكې روانې شوې.

داعي ياسرد خپل بندپه موده كې دپل چرخي له زندان څخه د مجاهدينو تربيت ګاه جوړه كړې وه، بندیانو ته به یې درسونه ورکول، او چې څوک به یې ملاقات ته ورتلل په ډیر کم فرصت کې به یې هغوئ ته هم د جهاد او مبارزې دعوت ورکاوو، او د زندان نه بهر خلکو او مجاهدینو ته به یې د کسټو له لارې خپل ایمان تازه کونکي جهادي بیانونه رالیږل، د پلچرخي زندان نومی بیان یې زندان کښې ثبت کړي وو.

 ياسر يواځې يو اور ژبى خطيب نه دى، بلكه هغه يو مهربانه دعوتگر، اوداسلامي دعوت يومشفق اوزړه سواندى رهبر هم دى، چى دوسلې ترڅنگ ئې د حق د دعوت آوازهم پورته كړى دى.

ياسر د افغانانو سپين ږيرى اودمبارزى شيخ: استاذ تير څلويښت كاله د خپل دين، اولس، جهاد، اواصیل اسلامي فرهنگ په خدمت كې تيركړ ل. تل ئې د يو ملي مشر، اومخورسپين ږيري په حيث د خلكو د كشالو په حل كولو كې تر هر چا مخكې قدم اخيستى. هم په سياسي مجالسو كې شريك شوى، اوهم په ولسي غونډو، فاتحو، جنازو، اواجتماعي مناسباتو كې حاضر شوى دى. هم ئې د ولس په وير ژړلي، اوهم ئې په زرگونو خلك له ځانه سر ه ژړولي دي. د زاړه كاروان له څاروانانو يوازې دى، اوحقاني راپاتې دي، چې تراوسه لا له خپل رب سره د خپلې وعدې د پوره كولو انتظار باسي. نه يواځې انتظار، بلكه په ټول اخلاص او ديانت نوي نسل ته د جهاد امانت ورسپاري، اودهغوئ جهاد د هدف په لوري چې داسلامي نظام اقامه ده، ر هبري كوي. ياسر چې د خپلو ورونو تر څنګ په خپل قول اوعمل له خپل دين سره خپله وفا ثابته كړه، ددې استحقاق لري چې په حقه (دمبارزې شيخ) وبلل شي، كه څه هم چې دی به ځان تردې ډيرکم بولي. الله جل جلاله دې ئې ثابت قدمه اوسر لوړى ولري، الله تعالى دې ئې ډير زر لكه د يوسف عليه السلام په څير له زندانه سرلوړى راوباسي.

اوالله تعالى دې يوځل بيا دغه سپين مخى، سپين ږيرى، سپين پګړى، اوسپين زړى مشر د افغانانو د سرتاج كړي. آمين.

همايون (منيب)

استاذ محمد ياسر دسنګر او منبر  اتل او د مبارزې شیخ

همايون (منيب)

جهادي حركتونه مؤمنو پوهو، باعزمه، فعالو، او د نړۍ له حالاتو باخبره قيادتونو ته ضرورت لري. داسې قيادتونو ته چې دټولې نړۍ په سطحه د دښمن له حركاتو, توطيو، جنګي اسا ليبو، اوسياسي دسيسو، آگاهي ولري. ترڅو داسلامي امت بچيان په هر وخت اوهرموقف كې د دښمن دمقابلې لپاره په خوځښت راولي، او د مقاومت بهير په زړورتيا، درايت او سمه لاره دهدف په لور روان كړي. سازشي او فرصت طلبه قيادتونه له يو څو ورځو نمايشي مقاومت، اودروغجنو شعارونو وروسته د دښمن په دامونو كې ښكيل كيږي. مبارزه او اهداف ترخپلو هوسونو قربانوي، اودخپل ملت په خلاف ددښمن په صف كې دريږي. دغه ترخه تجربه په تكراري ډول دروسانو په خلاف د ډيرو جهادي تنظيمونو په قيادتونو كې وليدل شوه، ځينو ئې پرون خپل ځان، اواهداف په روسانو خرڅ كړل، اوځينې نورئې بيا نن دصليب تر بيرغ لاندې ودریدل. ډير لږ ئي له دغې خطرناكې ابتلاء څخه روغ راووتل. دپخوانيو جهادي قيادتونو له ډلې څخه چې په دې امتحان كې كامياب شوي، يوئې هم استاذ (محمد ياسر) دى، چې دكمونيزم په خلاف د جهاد د افتخار تر څنگ الله تعالىY د صليبي لښكرو په خلاف د جهاد اومقاومت درهبري كولو افتخارهم ورپه برخه کړ. تير ديرش كاله جهاد او مبارزې له استاذ محمدياسرڅخه داسې شخصيت جوړ كړى، چې هم د جگړې په رهبري كولو پوهيږي، او هم د ملت په سالم قيادت. هم په سياست پوهبږي، او هم ورته دنړيوال دښمن دتوطيو ټول اړخونه ورمعلوم دي. هم د جهاد اومبارزې په اولوياتو پوهيږ ي، او هم له اسلامي احكامو سره پوره التزام لري، اواسلام له سياست څخه نه قربانوي. استاذ د يوه وتلي او ازميل شوي رهبر، اود ولس ديوه مهربانه معلم، اوزړه سواندي داعي په حيث پداسې وخت كې د محنت اوقربانۍ په ډگركې د خپل ملت تر څنگ ودريد، چې پخوانيو يارانو ئې د تركستان لاره نيولې ده. ياسرد ډالرو، وزارتونو، رياستونو، تجارتونو، ماڼيو، اوعشرتونو په زمانه كې د(ياسرt)د محروميتونو، خو له هدف سره د وفاداراۍلاره نيولې ده. داسې ښكاري چې ياسر لا له هغه وخته دغه لاره انتخاب كړې وه، چې د وردگو ولایت د چك ولسوالی د مخورې كورنۍ تنكي ګلالي (زمرك) ځان د كابل د عشيونو او فيشنونو په ښار كې (ياسر) كړ. هغه ته ورمعلومه وه چې دمكې د ياسر t كورنۍ له هدف سره د وفا په لاره كې څومره كړاوونه ګاللي ول. (زمرك ياسر) هغه وخت نورهم د(ياسر t )كورنۍ ته د معنوي انتساب په عهد كې پوخ شو، چې په تنكۍ ځوانۍ كې دامريكا د مادي اوپه دين د نه ولاړ ژوندانه د بحر له طوفاني څپو روغ رمټ د مدينې ساحل ته راووت. اوله هغه ځايه افغان (زمرك)يو ځل بيا د اسلامي مبارزې په لومړي ډگر (مكه مكرمه) د(ياسر t) په كوركې د ياسر t له كورنۍ سر ه خپل عهد تازه كړ، چي تراوسه دالله په فضل په خپل هماغه عهد ټينگ ولاړدى. نه وزارتونو له خپل عهد څخه واړولی شو، او نه زندانونو، د جهاد كړاوونو، اود مبارزې دلارې دلوړو ژورو پرونى تنكى (زمرك) راته ننی سپين ږيرى (ياسر) كړ. دغرونو، او زندانونو تكليفونو امساپه لاس وركړ ې ده، خو د ځوانۍ عزم، سرشاره روحيه، اولوړ همت ئى ورنه ندى اخيستې. د ولچكو او زولنو شرنگهار په ياسر كې نوره هم مستي پيداكړه. تورو غرونو، اود زندان تورتمونو ياسر له مونږ څخه ورك نه كړ، بلكه هغه ئې دومره وځلاوه چې د راتلونكو نسلونو لپا ره به دمبارزې د(شيخ) په حيث پيژندل كيږي.

ددې لپاره چې دمبارزې لارويا ن، او دسنگرونو ځوانان، ددغه بندي زمري د ژوند اومبارزې له بيلابيلو اړخونو يو څه نورهم ښه خبر شي، داستاذ د شخصيت اوژوند په اړه ورته داڅوكرښې وړاندې كوو.

دياسر شخصيت: استاذ محمد ياسر چې اصلي نوم ئې(زمرك) دى د عصمت الله زوى او له نن نه شپږ پنځوس كاله مخكښې د وردګو د بند چك دولسوالى بومبیو په كلي كې زيږيدلى دى. په كوچنيوالي كې ئې پلار وفات شوى، اود پلار له مرگه وروسته له خپل مشر ورور سره چې پوځي افسر ؤ په كابل كې اوسيدلى، اوهلته يې د حبيبې ليسه ويلې ده. دښه استعداد اوعالي ذكاوت له بركته ئې څو ځلې د سوېې امتحان وركړى، او له دولسم صنفه اول نمره فارغ شوى دى.

داچې د وخت نظام به اول نمره فارغان د يو كال لپاره امريكا ته ليږل تر څو هلته دسيكولریزم رنگ واخلي، اوانگليسي ژبه زده كړي، استاذ ئې هم د يوه كال لپاره امريكا ته وليږه، كله چې استاذ په امريكا كې وليدل چې داسلامي هيوادو ممتاز شاگردان دامريكايې تربيي داخيستلو لپاره امريكا ته ليږل كيږي، تر څوسبا خپل هيوادونه دامريكا په پله روان كړي، په هماغه ځاي كې ئې تصيمیم ونيو چې بايد نور خپل ژوند د خپل دين په لاره كې ولگوي. تر راستنېدو وروسته ئى په كابل كې دشرعياتو د فاكولتې د ويلو هڅه وكړه، خود نظام لخوائې ممانعت وشو. نوځكه په كابل پوهنتون کې دحقوقو په فاكولته كې شامل شو. دى لا په فا كولته كې ؤ چې په وطن کی د کمونيزم وریځې خورې شوې. استاذ پوهتنون پريښود، اودمبارزې، هجر ت، اوجهاد، لارئې ونيوله. ترڅه مودې وروسته دعالي تحصیلاتو لپاره سعودي عربستا ن ته ولاړ، اوهلته ئې دمدينې منورې په پوهنتون كې له خپل رب سره په امريكا كې خپله د شريعت د زده كړې وعده ترسره كړه.

له پوهنتون څخه له فراغت سره سم ئې په افغاسنتان كې د ثوركودتاه وشوه. استاذ نور په سعودي كې پاتې نه شو، اود جهاد لپاره بيرته راستون شو.

استاذ يوحساس، غيرتي، زړور اود نړۍ په حالاتو پوه شرعي عالم دى. داسلامي امت ماضي او تاريخ ښه ورته معلوم دي. داسلام اومسلمانانودعروج او زوال عوامل ئې لوستلي او تشخيص كړي دي. جهاد، اومبارزه ئې په قناعت، بصير ت او شعوري ډول شروع كړې ده. استاذ ته هم د پروني كمونيزم فلسفه اوتاريخ ورمعلوم ؤ، اوهم دغرب دډيموكراسۍ اوليبراليزم فلسفه اوتاريخ ورمعلوم دي. همدا وجه ده چې نه له پرونيوكمونستانو سره يوځاى شو، اونه د ننيو ډيمواكراتانو اوليبرالانوپه دامونوکې پريوت. استاذ ته داسلامي هيوادونو، اواسلامي تحريكونو د لوړ اوځوړ مراحل ټول ورمعلوم دي، اودهغو له خوږو او ترخو تجربو ئې استفاده کړې ده. ژوند د هدف لپاره بولي، نه هدف د ژوند لپاره. په منصبونو پسې منډې نه وهي، بلکه دامنصبونه دي چې پده پسې منډې وهي او دی ترې په منډه دی. په شرعي اوسياسي علومو كې پراخه مطالعه لري. په پنځه ديرش كلنۍ ئې د قرآن حفظ پيل کړ، اود زرگونو جهادي، تدريسي، او دعوتي، مصروفيتونو سره سره ئې حفظ پوره كړ، چې دا د استاذ په پخې ارادې اوناتمامه صبر دلالت كوي.

نهايت سخي اوميلمه پال پښتون دى. خوش اخلاقه، حاضر جوابه، اونكته فهم انسان دى. ټوكه ئې خوښيږي اوله خپلو ملگروسره ښې ډيرې ټوكې هم كوي. الله تعالى قيادي روح وركړى، په هر مجلس كې چې شامل وي داسې وي لكه چې د مجلس مشرهم همدى وي.

د دنيا ډيرهيوادونه، او قومونه ئې لیدلي دي. د شرق اوغرب له فرهنگ سره آشنادى. داسلامي تحريكونو له مشرانو سره ئې خواله كړې، استفاده یې ترې کړې، اومشورې يې وركړې دي. د حلال رزق پوره اهتمام كوي، ځكه خوئې ترننه يوه نده دوه شوې. دحق خبره په زغرده كوي، د چا تر رعب لاندې نه راځي. په حق كى ئې مداهنت نه خوښـيږي. درې ودونه ئې كړيدي. دولس زامن، اونولس لوڼې لري.

داستاذ سياسى ژوند: استاذ له وړكتوبه د كابل په سياسي ماحول كې رالوى شوى دى. دكمونستانو او اسلامي نهضت نشات ئې په افغانستان كې په سترگوليدلى، د وروستيو څلویښتو كلونو سیاسي جریانونه ئې له نږدې مشاهده كړي، په نوې ځوانۍ كې يې چې سياسي حس ئې حساس ؤ امريكا ليدلې اودامريكا سياستونه ئې له نږدې مطالعه كړې دي. دعربي نړۍ سياسي جريانونه ئې هلته له نږدې څارلي دي. تر فراغت وروسته دجهاد په كلونوكې په بيلابيلو سياسي جريانونو كې دخيل پاتې شوى، اودجهاد په ملي اوبين الملي تصاميمو كې ئې شركت كړى. رياستونه او وزارتو نه ئې كړي دي. په پيل كې د جمعيت د فرهنگي كميټې رئيس پاتې شوى. په اوه گوني اتحاد كې د مهاجرينو د چارو رئيس ؤ، او وروسته ئى بيا په اتحاد اسلامي كې د سياسي چارو د كميټې رياست كړى. په عبوري حكومت كې د حج او اوقافو وزير ؤ. اودانجينر احمد شاه په مشرۍ په مؤقت حکومت كې د بيا ودانولو د وزارت چارې ورپه غاړه وې.

 دكمونستانو ترسقوط وروسته درباني په حكومت كې دافغانستان دفوائد عامه وزير ؤ. خوچې كله پوه شو چې درباني اداره يوفاسده اداره ده، دين او وطن ته وركې خدمت ناشونى دی، تردرې میاشتې كار وروسته ئې وزارت پريښود، اوپه تدريس اودعوت مصروف شو. دطالبانو د تحريك په اوايلو كې ئې دهغوئ اوجهادي تنظیمونو ترمنځ دنږدې كولو هڅې هم وكړې.

د طالبانو دحكومت په كلونو كې په كوم سياسي پوست كې نه ؤ، خو چې كله په طالبانو بده ورځ راغله، او ځينو خپلو فرصت طلبه ملگرو ئې چا د امريكا لمن ونيوه، او ځينو ئې انشعاب وكړ، اوپه اسلام آباد كې ئې ځانته نوى تشكل اعلان كړ، ياسر په هماغه سخته ورځ د امريكا د حملې پرمهال كابل ته لاړ، او د طالبانو تر څنگ ئې د امريكا په خلاف خپل جهاد اعلان كړ. اودالجزيره شبكې په شمول  د بیلابیلو رسنیو له لارې یې دنیا ته د امریکا بربریت اودافغانانو مظلومیت اود قضیې حقانیت اعلان کړ. دامريكا ترحملې وروسته استاذ ياسر پرمجاهدينو وگرځيد، د ملت په ځوانانوكې ئې دمقاومت احساس راويښ كړ، اودامريكاپه خلاف ئې دمقاومت دمنظمولو زمينه برابره كړه. په دغو حالاتوكې ياسر ته دافرصت ښه په لاس ورغلى ؤچې ديونوي جهادي تشكل په شكل كې تبارز وكړي، خو هغه ته د اختلاف خطرناک عواقب ورمعلوم ول، ځكه ئې خپل ټول كوښښونه له اسلامي امارت سره چې دمسلمانانودغوڅ اكثريت تايید اوحمایت ورته حاصل ؤ ملگري كړل. اوله هغه سره ئې ديو فرد په حيث كار پيل كړ. وروسته بياد طالبا نو په نوي تشکیل کې لومړى دفرهنگي كميسیون، او وروسته د دعوت اوارشاد د کمیسون رئيس وټاکل شو. په دغو دواړو ریاستونوکې داستاذ یاسر فعالیتونو داسلامي امارت په فعالیتونوکې نوې سا پو کړه. حرکت یې دومره فعال شو چې نور هیچا ته د زغملو نه ؤ. هماغه ؤچې استاذ دجهاد اوآزادۍ په جرم د دښمن د ناځوانه لاسپوڅو له لوري زندانونو کې وغورځول شو. خو زندانونو یې غږ چوپ نه کړی شو. دزندان له تروږمیو یې خپلو مجاهدو ورونو اومسلمان ولس ته داسې لارښونه وکړه چې د جهاد په صف په مقاومت کې چا د یاسر تشه احساس نه کړه. په هسکه غړۍ زندان ته لاړ، او بیرته په هسکه غړۍ له زندانونو راووت. زندانونو، ثبات، اوله هدف سره وفا، له یاسرڅخه د جهاد یو قائد اود ملت استاذ جوړکړ. ترآزادۍ وروسته استاذ د اسلامي امارت دسیاسې چارو دریاست مشاور وټاکل شو. خودا چې استاذ د سیاست په ډګرکې هم لکه دجنګ د ډګرله اسلام سره پوره التزام لري، اومعاملوته نه تیاریږي، بیا د دښمن په لمسه دزندان تیاروته ولوید. خودا ځل یاسردیو فرد نوم ندی، بلکه اوس یاسر د یوملت نوم دی. اود لس ګونو زره مسلحو مجاهدینو نوم دی. په قضیه کې اوس دهغه شخص دومره مهم ندی لکه څومره یې چې فکر، نظریه مهمه ده. که یاسربندي دی خو فکر او نظریه یې دلکونو ځوانانو په ذهن کې ځای نیولی، چې دهغه پرلیکه دسپیڅلې هدف په لور روان دي. دا وه په مختصره ډول داستاذ یاسرد سیاسي ژوند یونیمګړی تصویر.

دیاسرجهادي ژوند: یاسر یواځې سیاستمدار، رئیس، او وزیرندی، بلکه هغه له هماغه پیل څخه دسنګر مجاهد دی. د دفتر مجاهد نه، بلکه دسنګر او قتال مجاهد. په جګړوکې یې برخه اخستې، مجاهدین یې رهبري کړي. د میدان وردګو، پکتیا، جلا ل آباد، سپین غره، تورغره، کنړ، اوبدخشان غرونه یې لاندې کړي دي. د الله Y په لاره کې یې وینه توی شوې اوزخم یې لیدلی. خپل سرنوشت یې په جهاد پورې تړلی. د وسلې له پورته کولو او د غرونو او کړاوونو له ژوند سره یې دومره مینه ده چې په سپینه ږیره یې هم لاس ورنه ندی اخستی. که سړى ووایې چی دامریکا په خلاف په جنګیدونکو مجاهدینو کې یاسر یواځینی سپین ږیری دی نودروغ به نه وي.

 دیاسرجهاد د نوروخلکوله جهادسره فرق لري. نورخلک یواځې جهاد کوي، اوخپل فردي مسؤولیت رفع کوي. خو یاسر دمجاهدینو د روزلو، اوجنګ ته دآماده کولو استاذ هم دی. یاسر په لس ګونود مجاهدینو غونډونه، اومرکزونه تأسیس کړي، اوهغوﺉ ته یې دجهاد درس اوروزنه ورکړې ده. په سل ګونوغونډو، سیمنارونو، کنفرانسونو، مساجدو، حجرو، اومجالسوکې یې خلکوته دجهاد فلسفه اوپیغام تشریح کړی. په منطق اواستدلال یې د جهاد حقانیت ثابت کړی، اودښمنانو اومنافقو جهتونو، اواشخاصو، شکونو او شبهاتو ته یې مستدلل ځوابونه ویلي دي. که سړى دیاسر علم ټول د جهاد علم وبولي، نو بیځایه به نه وي. یاسر تل مجاهدین د دښمن له محلي اوبین المللي دسیسو اوتوطیو باخبره ساتلي دي. ددې ټولو ترڅنګ یاسر د تیرجهاد او روان جهاد دزرګونوپیښو، جریانونو، تحولاتو، اوتاریخونو، امین، او یوه ژوندۍ انسایکلوپیډیا (معلوماتي موسوعه) ده. دیاسر په دردمن زړه کې د جهاد دومره معلومات پراته دي چې که د کاغذ مخې ته راووځي په لس ګونو زره صفحې ورباندې ډکیږي.

د یاسر علمي ژوند:ځینې خلک فکرکوي چی جهاد هغه څوک کوي چې له رسمي او اکاډمیک تعلیمي بهیر څخه لیرې پاتې شوى وي. خویاسر دغه مفروضه غلطه ثابته کړه. استاذ یاسر دعالي تحصیلاتو لرونکی، اودپوهنتون استاذ دی. هغه دکابل په ښارکی دحبیبیې لیسه چې دافغانستان د معاصر تاریخ مشهورې سیاسي څیرې ورنه فارغې شوې دي ویلې ده. وروسته یې یوکال په امریکا کې درس ویلې. د پیغمبرr په کلي مدینه منوره کې یې په اسلامي پوهنتون کې د شرعياتو لیسانس اخيستی. په هغه وخت کې چې د دعوت اوجهاد په پوهنتون کې استاذ ؤ، دسوډان په پوهنتون کې یې دماسترۍ نصاب هم تعقیباوه. چې بالآخره یې له نوموړي پوهنتون څخه په اسلامي دعوت کې ماستري هم واخسته. هغه د(دعوت اوجهاد)په پوهنتون کې د زرګونو ځوانانو روزنه کړې ده. پراخه مطالعه لري، اوپه کورکې دخورا غني شخصي کتابخانې خاوند دی. هغه کولای شي دنړی په مشهورو علمې ادارو کې کاروکړي. خوهغه د مبارزې اولویات پیژندلي دي، ځکه یې پرتعلیمي اوسیاسي فعالیتونوجهاد ته ترجیح ورکړي ده. اودزندانونو، اوکړاوونو، ژوند یې غوره کړی دی. یاسر د شهادت نامو په تلاش کې نه، بلکه په شهادت پسې سرګردانه ګرځي.

یاسر د داعي په حیث: د یو کامیابه دعوتګر لپاره د څو صفاتو شتون ضروري دی چې عبارت له پراخه شرعي علم، قوي شخصیت، مؤثرې ژبې، زورور آواز، او د بیان له جرأت څخه دي. په استاذ باندې الله تعالی ددې ټولوضروري صفاتو اواستعدادونو لورینه کړې ده، هغه هم دنیاوي علم حاصل کړی، اوهم شرعي علم. هم له ملي او محلي فرهنګ سره بلد دی، اوهم له نړیوالو فرهنګونو سره. د قوي هیبتناکه شخصیت خاوند دی. دیوې پرځای یې څو ژبې زده دي. هغه په عربي، انګریزي، پښتو اوفارسي ژبو خبرې او لیکل کوي. د خطابت په طریقو اوفني اسالیبو ښه مسلط دی. دومره مؤثر آواز یې دی چې د آواز زیروبم یې سړی له ځانه سره په څپوکې اخلي. مفاهیم په داسې منطقي اومستدلل شکل مطرح کوي چې دښمن هم پرې قانع کیږي. د حق په وینا کې ترهر چا جرأتمن دی. لدې نه ویریږي چی څوک به یې تهدید یابندي کړي. هغه اوس زندان خپل دوهم کور، اود تربیت مدرسه ګڼي. دغو ټولو صفاتو له استاذ یاسرڅخه یومؤثر داعي، او جذاب ویناوال جوړکړی دی. د دغې مؤثرې ویناوالۍ، او دعوت اثر یواځې لدې هم معلومیږي چې دده یوازې د(زندان)په نوم کیسټ تریو ميلون نسخو پورې خرڅه شوې اولاخرڅیږي. په هرکور، هردوکان، هرموټر، اوهر موبایل اوکمپیوټرکې دده وینا اوریدل کیږي. استاذ هم دمنبر اومحراب خطیب دی. اوهم دسيمينار اوکنفرانس. هم د راډیو ویناوال دی، اوهم دتلویزون. هم دملي محافلو نطاق دی، اوهم دبین المللي. هم داسلام په مزاج پوهیږی، اوهم دخلكو په سايكالوژۍ. د استاذ په ژوند كې تر ټولو اړخونو د دعوت اوبيان اړخ ډير ښكاره دى. د حق په و ينا كې دومره جرأتمن دى چې په زندان كې ترده تحقيق كوونكي هم تر تاثير لاندې راولي. يوځل د تحقيقاتو په جريان كى يوډير لوى پوځي افسر چې دى ئې په ټوله معنى له پخوا څخه پيژانده، خو ده هغه نه پيژانده، له استاده څخه ئې پداسې حال كې تحقيق كاوه، چى داستاذ لاسونه په ولچكو تړلي ول، ددې لپاره چې پوځي افسر استاذ ته خپله بې وسي بيان كړې وي ورته ئې وويل: استاذه مونږ مجبور يو، د سوپر پاور په مخ كې نشودريد لى. استاذ ورته وويل چې تاسو خو روسان هم سوپر پاور گڼل. څنگه افغانانو هم خپل ځان ترې خلاص كړ، اوهم ئې تاسې ترې خلاص كړئ. خوفرق دا دى چې په هغه وخت كې تاسو زمونږ لاسونه نه ؤتړلي، او اوس مو امريكا ته زمونږ لاسونه تړلي دي. ددې خبرې په اوريدلو افسر په ژړاشو، اوله سترگو ئې د مکر او بي غیرتی مړې مړې اوښكې روانې شوې.

داعي ياسرد خپل بندپه موده كې دپل چرخي له زندان څخه د مجاهدينو تربيت ګاه جوړه كړې وه، بندیانو ته به یې درسونه ورکول، او چې څوک به یې ملاقات ته ورتلل په ډیر کم فرصت کې به یې هغوئ ته هم د جهاد او مبارزې دعوت ورکاوو، او د زندان نه بهر خلکو او مجاهدینو ته به یې د کسټو له لارې خپل ایمان تازه کونکي جهادي بیانونه رالیږل، د پلچرخي زندان نومی بیان یې زندان کښې ثبت کړي وو.

 ياسر يواځې يو اور ژبى خطيب نه دى، بلكه هغه يو مهربانه دعوتگر، اوداسلامي دعوت يومشفق اوزړه سواندى رهبر هم دى، چى دوسلې ترڅنگ ئې د حق د دعوت آوازهم پورته كړى دى.

ياسر د افغانانو سپين ږيرى اودمبارزى شيخ: استاذ تير څلويښت كاله د خپل دين، اولس، جهاد، اواصیل اسلامي فرهنگ په خدمت كې تيركړ ل. تل ئې د يو ملي مشر، اومخورسپين ږيري په حيث د خلكو د كشالو په حل كولو كې تر هر چا مخكې قدم اخيستى. هم په سياسي مجالسو كې شريك شوى، اوهم په ولسي غونډو، فاتحو، جنازو، اواجتماعي مناسباتو كې حاضر شوى دى. هم ئې د ولس په وير ژړلي، اوهم ئې په زرگونو خلك له ځانه سر ه ژړولي دي. د زاړه كاروان له څاروانانو يوازې دى، اوحقاني راپاتې دي، چې تراوسه لا له خپل رب سره د خپلې وعدې د پوره كولو انتظار باسي. نه يواځې انتظار، بلكه په ټول اخلاص او ديانت نوي نسل ته د جهاد امانت ورسپاري، اودهغوئ جهاد د هدف په لوري چې داسلامي نظام اقامه ده، ر هبري كوي. ياسر چې د خپلو ورونو تر څنګ په خپل قول اوعمل له خپل دين سره خپله وفا ثابته كړه، ددې استحقاق لري چې په حقه (دمبارزې شيخ) وبلل شي، كه څه هم چې دی به ځان تردې ډيرکم بولي. اللهY دې ئې ثابت قدمه اوسر لوړى ولري، الله تعالى دې ئې ډير زر لكه د يوسف عليه السلام په څير له زندانه سرلوړى راوباسي.

اوالله تعالى دې يوځل بيا دغه سپين مخى، سپين ږيرى، سپين پګړى، اوسپين زړى مشر د افغانانو د سرتاج كړي. آمين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x