ټکنالوژي

په دوو انټرنيټي حملو کې د امريکايي پټو ادارو معلومات غلا شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل) : امريکايي ورځپاڼې واشنګټنن پوسټ راپور ورکړ چې په سايبرحملو کې د امريکا د پټو ادارو د لکونو کارمندانو او پوځيانو محرم معلومات غلا شوي دي.
د واشنګټن پوسټ له راپور سره سم د دوو انټرنيټي حملو نښه يو کروړ او څلويښت لکه تقاعد شوي او فعلا په کار بوخت مامورين وو.
په دې مامورينو کې د امريکا د استخباراتي ادارې C.I.A کارکونکي هم شامل دي چې په حلمو کې يې شخصي معلومات، بانکي حسابونه، د کورنۍ په اړه معلومات، د نورو هيوادونو سره د رابطو په اړه او نور معلومات هيک شوي.
په راپور کې راغلي چې د امريکا د حکومت مشرانو په داسي لويه کچه د جاسوسي توقع نه لرله.
حکومتي مشرانو د سي آی اې د پټو ايجنټانو د شناخت ښکاره کېدلو ويره ښکاره کړې؛ ځکه چې د شناخت په ظاهرېدلو سره يې د امريکا ګټو ته لوی او ژور تاوان رسېدلی شي.
د حکومتي مشرانو له قراره د سايبر حملو له امله هره دولتي اداره متاثره شوې.
دوی وايي شايد د داسي لويو انټرنيټي حملو تر شا د چيني هيکرانو لاس وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x