افغانستان

چارواکي: سرپل ولايت له سقوط سره مخ دی

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي، ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د سرپل ولايت چارواکي وايي، چې طالبانو صياد ولسوالۍ کې ميرزا ولنګ دره نيولې او د کوهستانات ولسوالۍ لار يې په بشپړه توګه بنده کړې ده.

د چارواکو په وينا طالبان د صياد ولسوالۍ څوارلس کيلوميټرۍ ته رارسېدلي او که مرکزي حکومت بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو دغه ولسوالۍ به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د صياد ولسوال عبدالله انصاري وايي، چې د دغې ولسوالۍ افسوی شرقي او ميرزاولنګ دره طالبانو نيولې او د بريدونو په ترڅ کې يې ګڼ اربکيان او د ملي اردو عسکر وژلي دي.

د صياد امنيه قوماندان حبيب ګلبهاري وايي، چې د طالبانو له لوري د نيول شوو سيمو د ازادولو لپاره به ډېر ژر عمليات پيل کړي، مګر په دې اړه د مرکزي دولت مرستې اړتيا لري.

د سرپل ولايت چارواکو له تېرې لنډې مودې راهيسې څو څو ځله له مرکزي دولته د بېړنيو نظامي مرستو غوښتنه کړې او تېره شپه يې بيا ګواښ وکړ، که دوی سره بېړنۍ مرستې ونه شي، نو سرپل ولايت به ډېر ژر د طالبانو لاسته ولويږي.

د سرپل ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو د څلورو ولسواليو لارې بندې کړي، د ولايت مرکز د محاصرې په حال کې دی او طالبان ورځ په ورځ د محاصرې کړۍ راتنګوي.

وړمه ورځ هم چارواکو منلې وه، چې سوزمه قلعه ولسوالۍ کې طالبانو د ځايي قوماندانانو په مرسته له دوی ۱۷ کلي نيولي دي او پر امنيتي ځواکونو يې تور لګولی و، چې طالبانو سره په سلا مشوره پوستې پرېږدي او ټولې وسلې او مهمات طالبانو ته ورکوي.

د يادونې وړ ده، چې سرپل يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د طالبانو فعاليتونو او بريدونه په کې ډېر زيات دي او ګڼې سيمې يې د طالبانو لاس کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x