ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ -۱۷برخه-

سیکولر استاد!

د توري ناشولته کورتۍ د لستوڼو خولې یې ازادي شوې، زړې او خیرني هم وې، تور ګونځي پټکی به یې هم تړلی و، ږیره به یې هم پوره بې ترتيبه وه، په لمانځه به ډېر عاجزه ولاړ و، یعني د ظاهري عاجزي او تواضع به یې پوره کوښښ کاوه، او هغه مهال یې د حالت غوښتنه هم دا وه، د دې ښاغلي فېسبوک id مې وليدله په شرټ او پتلون او کلین شو د پاسه یې ځان ته غاااټ سیکولر ویلې.او څو فېسبوکي مخلوقاتو استاد! باله!.

کوچي او مهدي

مشهور عباسي خلیفه مهدي په یوه ښکار پسي له ملګرو لیري ولاړ، ډېر ستړی، وږی او تږی شو، د یوه کوچي کره ورغی، له هغه یې څه وغوښتل، هغه د وربشو ډوډۍ ورکړه او وروسته یې یو ګيلاس شیدې ورکړې، مهدي ورته وویل: زه څوک یم، ما پیژنې؟ کوچي ورته وویل: نه، ده ورته.وویل: زه د خلیفه مهدي خاص خادم یم، کوچي هرکلی ورته وويلي او بل ګيلاس شیدې یې ورکړې، ده بیا ورته وویل: ته ماپیژنې؟ هغه ورته وویل: هغه تا چې وویل، ده ورته وویل: نه زه د مهدي لوی قومندان یم، هغه بل ګيلاس شیدې ورکړې، مهدي بیا ورته وویل: ماپیژنې؟ ده ورته وویل: تا وویل چې د مهدي قومندان یم، مهدي ورته وویل: نه، زه خپله امیر المؤمنین یم، کوچي د شیدو لوښی څنګ ته کړ او ورته ویې ویل: سړیه! پاڅه لار وهه، که څلرم ګيلاس مې درکړ نو دعوه به وکړې چې رسول الله یم.

درد

په کمیسه یې د نړۍ نقشه وه،
سینې ته یې د خپل هیواد نقشه برابره کړې وه،
سینې یې سخت درد کاوه،
ډاکټر ته ورغی،
ډاکټر: په سینه کې مو د درد مشخص ځای وښیئ؟
ناروغ خپلي سینې ته نغوته وکړه،
او زیاته یې کړه:
د افغانستان سیمه ټوله سخت درد کوي.

درباري چاپلوسان

عمرې ته ولاړم، عمره مې وکړه، په حرم کې به مې شپه ورځ عبادت کاوه، روژه به مې هم وه او د څو ورځو اعتکاف نیت مې هم کړی و، دا ټول مې په دې نیت کول چې هغه ته ښېرا وکړم، الله ته به په سجده شوم د نړۍ ټولو ظالمانو ته به مې ښېراوې کولې، دی به مې له ټولو وروسته کړ، مال چې په ښه اخلاص او عاجزي سره هغه ته ښېرا وکړم، خو چې د هغه نوم به مې اخیست ژبه به مې بنده شوه، هغه ته مې بیخي ښېرا ونه کړه ځکه هره ورځ مې ژبه بندیدله، کله چې راتلم هغه شپه مې په خوب ولید، سپيني جامې یې اغوستې وې، غیږ یې راکړه او په سر یې ښکول کړم. له هغې ورځي راهیسي هغه ته دعا کوم. دا کیسه د مصر د ازهر یوه ملا: صبري فؤاد په منبر باندي کوله هغه ته یوه مصري ویلي و چې السیسي (د مصر موجوده پوځي واکمن) ته د ښېرا له پاره عمرې ته تللی و.

مرې به

کوچي ته یې کړه: مرې به
ده ول: بیا؟
ول بیا به الله ته ورځې
وای: له هغه مو ټول ښه لیدلي
نو هغه ته ورتګ د خوشالي خبره ده نه د خپګان.

د ناروغي حد

له مشهور تابعي عمرو بن میمون رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې په څومره ناروغي کې په ناسته لمونځ کول روا دي؟ هغه ورته وویل: که کوم دنیوي شی ورته وړاندي کړل شي او دي نه شي ورپورته کیدلی. مصنف ابن أبي شيبة٤٦٤١بسند صحيح

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x