نظــر

د حمل دیارلسمه د کندهاریانو د قتل عام ورځ یا د قرآن په ننګ د شهیدانو تلین

kandahar-muzahira2011تیر کال همدغه ورځ یعنی د ورې د مياشتي ديارلسمه نيټه په کندهار کي د قرآن سوځونی په وړاندی په مظاهرو کی د تاو تريخوالي د مخنيوي په بهانه د بيوزله اولس د قتل عام ورځي د تاريخ په تورو پاڼو کي  خپل ځان ته ځاى پيدا کړ او هيڅوک ترې سترگي نه سي پټولائ چي هزاره گانو او پاړسي عسکرو په څومره بې رحمانه ډول په عام اولس زړه يخ کړ.

   زرگونه ترخه حقائق د ژورنالستانو تر ژبو لاندي دفن سوه ، هغه ژورنالستان چي په افغانستان کی د روان  ناورين له کبله د خپل حق درې يا څلور برابره معاشات اخلي او د پريس کلب، شاه جهان هوټل او کندهار کافي شاپ ټولي چړچې کوي

په دغه ورځ ئې د خپل ضمير سودا په ډاگه وکړه، ولي په ژورنالستانو کي يوه سټه پيدا نه سوه چي د ژوبلو او شهيدانو کندهاريانو اصلى شميره په ډاگه کړي، ولي تر ابده زموږ ژورناليستانو د ځان څخه د دولت لوډ سپيکران جوړ کړې دي.

   وخت او حالات شاهد دي چي په ټول بهير کي يوازې يو عسکر ژوبل سوى چي هغه هم د گيس ډبه ورباندي وچاودله نور ټول بې وزله عوام دى ، ولي په دا دواړو ورځو کي دولت ته هيڅ زيان وا نه وښت حال دا چي هغه ورځ  که په مظاهره کي مخالفين ور ګډ واي نو بايد تر ټولو ډير دولت زيان ليدلى واى ځکه دا ټول خلگ ورسره وو او د طالبانو سره هيڅوک نه وي  نو چي عمليات کوي نو دوه درې عسکر په پنځو دقيقو کي  په ډيره اساني سره وژني.

د دار المعلمين پر سړک څلورو تنو ټير ته اور اچاوه، د دارالمعلمين عسکر چي دنده ئې يوازې د دارالمعلمين انضباطي ده په ډيره بې رحمانه ډول راغله او څلور تنه ئې ځاى پر ځاى شهيدان کړه چي بې وزله پرزه فروشان وه خو په ټولو مطبوعاتو کی دا خلګ ملامت اعلان سوه .

په ټوله دنیا کی مظاهری اود دولت په وړاندی پاڅونونه کیږی خو هیچا هم خپل د ملت وګړی په دومره سفاکی نه دی مروړلی لکه چی ویسا او ملګرو یی ومروړل.

دا مظاهری د فلوریډا په ایالت کی  د کلیسا د یو رذیل پادری د قرآن سوځونی په غبرګون کی په لار اچول سوی وی، د هغه نه راوروسته نوری پیښی هم وسوی خو په کندهار کی د خلګو د مظاهری هیڅ درک هم و نه لګید ، ما کتل چی ځینو به ویل چی ولی په کندهار کی اوس نامی نسته چی مظاهره وکړی ، دکندهار خلګ ولی بیده دی ..؟؟

خو ددوی هیر دی چی زموږ خپلو مشرانو زموږ سره د مظاهراتو په غبرګون کی څه وکړه ؟ !

لا هم هغه سفاکان د واک پر ګدۍ ناست دی او موږ تر دی هم بد ترو پیښو ته انتظار باسو .

د هغی ورځی په تظاهراتو کی نیول سوی کسان تر اوسه هم بندیان دی  او د تور زندان شپی سبا کوی

موږ ددغه لیکنی په وسیله خو مجرمین د قانون منګولو ته نه سو را کشولای خو د ملت په یادښت کی د ظالمانو ددغه توری ورځی پیښه را تازه کولائ سو .

   د پښتانه افغان د سر بیه ډیره ارزانه سوی ده او د حق چیغه تل تر مرۍ نیول سوی ده خو یوه خبره موږ ته زیری راکوی چی الله تعالی فرمایی :

و لا تحسبن الله غافلا عما یعمل الظالمون،

او ای محمده ! ته الله د ظالمانو د کړنو څخه غافل مه ګڼه ..

————

جلال الرحمن شرر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x