ټولنیزه برخه

مور څنګه خوشحاله وساتو؟ ــ۳

ژباړه:م.ش.کاموي

له خوښيو دې اول مور خبروه؛ د نېکمرغۍ او خوښۍ هر زيري دې اول مور ته رسوه، خپل رازونه ورته وايه، ځکه دې سره دې مور زړه کې خوښۍ ځای نيسي، او زړه ته يې نژدې کيږي، او مور دې پدې ډاډه کيږي، اګر چې لوی شوی يې، بيا يې هم ځوی يې، او اړتيا ورته لرې.

د مور روغتيايي حالت ته پاملرنه کوه؛ کچېرته يې عمر ډېر وي، او د فشار يا شکر اندازه کولو ماشينو، او يا نورو هغو ‌آلاتو ته ته يې اړتيا لرله، کوم چې درېدو او کېښناستو کې ورسره مرسته کوي، ضرور يې ورته پيدا کړه، او تل يې له دارو او درملو ځان اګاه ساته، د اړتيا پر مهال په هيڅ صرفه ونکړئ.

معاينې ته يې مياشتنی پروګرام برابر کړه؛ د مور صحتساتنې په موخه، بايد مياشت کې يوځل د هغې معاينې وکړې، ترڅو يې پر روغتيا مطمئنه اوسې.

د عمر سره يې مناسبې اړتياوې ورپوره کړه؛ د عمر هره مرحله جلا غوښتنې او اړتياوې لري، ځکه هغه څه ته چې ځوانۍ کې اړتيا لري، پيرۍ کې دهغې پرځای بل څه ته احتياجات پېښيږي، څرنګه چې مور دې کوچنيوالي کې ستا د هرډول غوښتنو پوره کولو کې مرسته کړې، اوس يې ته، ننۍ غوښتنې پوره کړه.

د ناروغتيا پرمهال؛ که مور دې ناروغه شوه، د درد له هرې څړيکې سره ځان دردوه، او له هر ارام سره د خوښۍ او روغتيا احساس کوه، تل يې پر مسنونو اذکارو دموه، پر دردمند ځای يې لاس کښېږده، قرآني آيتونه، او نبوي صحيح ثابتشوي اذکار پرې وايه، چې همدا نېکي او کاميابي ده.

ډاډ ورکوه؛ د ناروغتيا پرمهال دا اطمئنان ورکوه چې انشاء الله ډېر ژر به الله تعالی ښه صحت درکړي، او غوږونه يې د ورته ناروغانو له بدو حالتو اورېدو څخه وژغوره، او له بدو کيسو څخه يې لرې ساته. داسې ډاډ ورکوه چې؛ ژوند کې الله تعالی خپل بندګان پر ناروغيو او مرضونو ازمايي، دې سره يې له ګناهونو او خطاؤ پاکوي، او بيرته تر لمړني غوره حالت ته راګرځي.

د مور تداوی بايد پوهه او ماهر داکتران وکړي؛ د ناروغۍ پرمهال ورته تکړه او متخصص داکتران راوغواړه، او يا يې که توان درلوده وروستلو کې يې هيڅ متردد نشې، او له مخکښې داکتران پدې پوهه کړه، چې مور ته دې پوره اطمئنان ورکړي، او دا ورته جوته کړي چې د تشويش وړ تکليف نلري، او ډېر ژر به صحت ومومي.

خپلولۍ پالنه کې ورسره مرسته وکړه؛ مور سره دې خپلولۍ پالنه کې مرسته وکړه، ملګرو، او هغو خپلوانو چې ډېر ګران او زړه ته يې نژدې دي بيايه، او ډېره ښه خو دا ده، چې يوڅه مناسبې ډالۍ ورته واخلي ترڅو يې هغوی ته وړاندې کړي، يوه اړخه به دې د مور زړه پر خوشحاله شي، او له بل پلوه به يې پر خپلولۍ پالنه، د نېکيو درجې پورته شي، او هم به خپل رب ته، پدې فرنبردارۍ تقرب حاصل کړي.

مور ته دې ځانګړې المارۍ جوړه کړه؛ ترڅو پکې مختلف شيان ږدې، لکه: کولچې او کيک، حلوا، د لوبو شيان، کوچنۍ ډالۍ، او بيا يې خپلو لمسيانو د ليدنې پرمهال وړاندې کوي، ځکه دا کار د کوچنيانو زړونو کې د نيا محبت زياتوي، او هم نيا سره بيا بيا ليدنو ته ليوالتياله کيږي.

د مسافرېدو پرمهال؛ کله دې چې مور لرې ځای ته په سفر وتله، اړيکه ورسره ساته، د کور څخه وتلو نه تر مقصدي ځای ته رسېدو پورې، هر وخت او حالت کې ډاډ ورکوه، او بيا ورسره د سفر ورځو کې اړيکه او ارتباط کې اوسه.

خپل دردونه دې پرې مه شينده؛ مور ته دې مه خپل درد، او مه د کوم کړاو شکايت کوه، ځکه ستا هر درد او مشکل سره مور غمژنه کيږي، بلکې لدې يې خبره وه چې کار ډېر اسانه، او زه پوره ډاډه او مطئنه يم، د خپل کار په اړه ډېر خوشبينه يم، او اميد دی چې الله تعالی به مې دا تشويش ډېر ژر لمينځه يوسي.

د خپل ګډ ژوند لانجې مه ورسپړه؛ مور د ځوی پر خپګان ډېره رنځيږي، نوکله چې د خپل زړه ټوټه د ښځې سره مشکل او سختيو کې وويني، پدې اړه هغه ډېر قوي عواطف لري، او تر هغه به د هر مناسب حل په لټه کې وي، ترڅو يې ژوند خوشحال او نېکمرغه کړي، نو داچې ته او مور دواړه خوښ وواوسئ، مور دې لدې مشکلاتو لرې وساته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x