افغانستان

علومي: دوولس ولایتونه له جدي امنيتي ګواښ سره مخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزیر ومنله چې په هېواد کې دوولس ولایتونه له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي، نهه نور متوسط ګواښمن دي او په خبره يې پاتې نور نورمال وضعيت کې دي.

نورالحق علومي دغه څرګندونې پرون د خپل سل ورځني پروګرام د تشریح پر مهال وکړې او ویې ويل چې نورمال ولایتونه هم بشپړ خوندي نه دي.

علومي وايي هغه ولایتونه چې دوی د نورمال ولایتونو په کتار کې راوستي دا معنی نه لري چې هغه سیمې بېخې خوندي دي، خو په خبره يې هلته د وسله والو مخالفينو دومره زور نشته لکه په نورو سیمو کې.

علومي دا ومنله چې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له پیل راهیسې د دوی امنيتي ځواکونو دفاعي حالت درلود، خو په خبره يې اوس پر دې توانيدلي چې تعرضي حالت خپل کړي.

د کورنیو چارو وزیر وړاندې زیاته کړه چې د شمالي ولایتونو په نسبت له پاکستان سره په پوله پراته ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

نوموړي ونه ویل چې په روزګان، کندوز، فاریاب، بدخشان، بادغیس او فاریاب کې د طالبانو بريدونه د اندېښنې وړ دي کنه، خو په خبره يې کاپیسا، غور او پروان هغه ولایتونه دي چې د دوی د معلوماتو له مخې له منځني خطر سره مخ دي.

که څه هم د کورنیو چارو وزیر د خپلو مخالفو وسله والو پر پراخ فعالیت زړور اعتراف وکړ، خو د دوی د مقابلې لپاره يې د کوم پلان پر ځای یوازې دومره وویل چې امنیتي ځواکونه له دفاعي حالته تعرضي ته وتي او په خبره يې دا لویه لاسته راوړنه ده.

نورالحق علومي په داسې حال کې د ګڼو ولایتونو د خطر خبر ورکوي، چې نن هم د سرپل ځايي مسوولینو د دې ولایت د سقوط ته نږدې کېدو خبر ورکړ، خو مرکزي ادارې يې په اړه څه نه دي ويلي.

د پوځي چارو د کارپوهانو له نظره د طالبانو له لوري د عزم په نامه پیل شوي عملیات د تېرو ټولو کلونو په پرتله خونړي تمام شوي دي او یوازې په څو میاشتو کې يې امنیتي ځواکونه دې ته اړ کړل چې يا يې ملګري شي یا هم د دوی له مقابلې وتښتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x