افغانستان

هلمند: د باغران امنیه قومنداني طالبانو نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د هلمند ولایت د باغران ولسوالۍ د امنیه قومنداني پر ودانۍ بريد کړی دی چې په پایله کې دغه ودانۍ بشپړه تر خپل واک لاندې راوستې ده.

د باغران د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ودانۍ د موسی کلا ولسوالي ته څېرمه په اډې سیمه کې موقعیت درلود، چې تېره شپه د طالبانو تر بريد لاندې راغله.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی پر دې ودانۍ څلور ساعتیز بريد کې د باغران امنیه قومندان – جهادي – دهغه له ۲۵ عسکرو سره ځای پر ځای وواژه او ګڼ مهمات يې تر ګوتو کړل.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې د باغران د امنيه قومندانۍ له ودانۍ نه يې «۳ ثقيل، ۱۴ کلاشنکوفونه، ۲ راکټ او ۲۲ مرمۍ يې، ۲ توپانچې، ۱ چريکي هاوان، ۱۱۰۰۰ د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، ۳ غټې او ۲ کوچنۍ مخابرې، ۱ رينجر موټر او ګڼ نور مهمات» تر لاسه کړي.

د خبرپاڼې پر اساس تر بريد لاندې سیمې ته د عسکرو مرستندوی کتار هم تر بريد لاندې راغلی چې پکې درې رینجر موټر په ماينونو الوزول شوي دي.

د هلمند امنیتي مسوولینو د دې جګړې په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي، خو د هلمند د والي ویاند بیا وايي چې دوی په موسی کلا کې د ۱۷ وژل شویو عسکرو په اړه پلټنې پیل کړې دي.

تېره ورځ طالبانو د یو بريد پر مهال د هلمند په موسی کلا ولسوالي کې ۱۷ عسکر ووژل، چې د عمر ځواک په وینا دوی پر دې بوخت دي چې د دې عسکرو د وژنې پلټنه وکړي او د نورو د وژل کېدو مخه ونیسي.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې جګړه يې موسمي نه ګڼل کېږي، بلکې د کال په هر فصل کې د خونړیو بريدونو شاهد پاتې شوی دی، چې د عامو وګړو په تعليمي، اقتصادي او ټولنیز ژوند يې سیوری بې اغېزې نه دی پاتې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x