fbpx

د “سلام” او “سلامونو” تېروتنه!

wrong-salamد ملتونو او ولسونو تشخص او هویت د دوی په کلتور پورې نغښتى دی. کلتور یا فرهنګ د مادي او معنوي ارزښتونو ټولګه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د یو ملت د افرادو تر منځ وده او تکامل کوي. د کلتور جوړول د یوې ورځې، اونۍ، میاشتې او کال خبره نه ده، بلکې دا په طبیعي ډول د سیمې د اقليم په پام کې نيولو سره وده کوي. اقليم تر ډیره بريده د کلتور پر مادي اړخ اغیز شيندي. د کلتور مادي اړخ عبارت دی له خوراک، پوښاک او د اوسيدو ځای څخه، چې ددغو درېواړو په تشکيل کې اقليم ځانګړی رول لري. د کلتور معنوی اړخ د مړي ژوندي، راشه درشې، روغبړ، د غندنې او لمانځنې ورځې او داسې نورو څخه عبارت دي.

 

د اسلام د مبارک دين او فرهنګ تر منځ اړيکه هم له پخوا راهیسې د علمي کړیو د بحث موضوع پاتې شوی ده. په عمومي ډول ویلی شو، چې اسلام تر هغې له کلتور سره موافق دی چې له اسلام سره څرګند ټکر ونه لري. د اسلام مبارک دين له راتګ وروسته د اسلامي ثقافت (کلتور) اصطلاح هم منځ ته راغلی ده. اسلام، مسلمانانو ته ددوی د قومي کلتور تر څنګ اسلامي کلتور هم ډالۍ کړی دی. نن د مسلمانانو په کړو وړو کې د اسلامي کلتور نښې نښانې له ورایه څرګندې دي. دبېلګې په ډول د معنوي کلتور په برخه کې، «السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته»، «جزاکم الله خیرا»، «ماشاء الله»، «انشاء الله»، یا یو شمیر داسې اسلامي الفاظ چې زموږ خپلې ژبې ته اوښتي دي، لکه، «خدای دې وبخښه»،«جنتي شی»، «الله دې مل شه» او داسې نور….
په اسلامي نړۍ کې یو شمیر لیبرال ډوله یا سیکولر کړیو تل هڅه کړې چې دغه لوړ اسلامي کلتور څنډې ته کړي. د سیاستپوهنې یوه استاذ به ویل: «ماته تل زما لیبرال همکاران وايي، چې ته ډیر ماډرن ګرځې [ږيره نه لرې، پتلون اغوندې] بیا هم په خبرو کې، جزاک الله، ماشاء الله…الفاظ ډیر کاروې؟». نن سبا د رسنیو له عامېدو سره دې مسئلې لا جدیت خپل کړی دی. په تېره په راډیوګانو کې د « السلام علیکم…» ویل بيخي نشته ده او پښتانه خبریالان پر «سلامونه» یا « سلامونه او نېکې هيلې» او فارسي ژبي بیا پر« سلام» بسنه کوي. د بي بي سي له کوم پښتون خبریاله چا پوښتنه کړې وه چې ولې خبرونه په “بسم الله..” نه پیلوي؟ خبریال په ځواب کې ویلي و، چې “وخت لږ دی!”. زما ګيله یا غوښتنه د بي بي سي والو څخه نه ده، چې سلام دې بشپړ یا لږ تر لږ عربي وايي. فیسبوکي ځوانان باید دې مسئلې ته جدي شي یا هغه ښاغلي چې په راډیوګانو او تلویزنونو کې مېلمانه وي؛ که دوی بشپړ سلام ووايي څوک پرې نيوکه نه کوي او نه کولای شي.
بده یې لا دا چې ځيني فیسبوکي دوستان بیا د خبرو په پیل پر «هیلو» یا « های» سره کوي. دوی شاید داسې وانګېري، چې په انګریزۍ کې سلام نشته، ولې سلام عربي لفظ دی چې په هره ژبه کې کارول کیږي. سربېره پر سلام نور د اسلامي کلتور اړوند جملې که په عربي ژبې سره وویل شي، نو له یوې خوا به مو اسلامي کلتور ساتلی وي او له بلې خوا به مو د الله په نزد اجر ترلاسه کړی وي.

)السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته (ویل دیرش نیکۍ اجر لري:
مخکې يادونه وشوه چې سلام اجتماعي، اخلاقي او داسې نورې ډیری فایدی لري، خو له دې سره سره خورا زیات ثواب او اجر هم لري. د سلام لپاره په احادیثو کې ځانګړي توري ټاکل شوي دي چې عبارت دي له:
) السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته).
حدیث شریف کې راځي چې یوه ورځ درسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته یو کس راغی او (السلام علیکم) یې وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې لس نیکۍ یې شوې، بیا بل کس راغی او (السلام علیکم ورحمة الله) یې وویل، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې شل نیکۍ یې شوې، بیا درېیم کس راغی او پوره سلام یې واچوه یعنې (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته) یې په همدې ډول ووايه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چې دیرش نیکۍ یې شوې.
له حدیثه څرګندیږي چې اجر و ثواب د هغه چا دی چې په دغه توریو سلام واچوي او هم په دغو کلمو ځواب شي، نه سلام، سلامونه او سلامونه او نیکی هيلې مې ومنئ، دا نه سلام دی او نه څه معنی لري او نه هم په کې اجروثواب شته ؛ که ځينې داسې استدلال کوي، چې د دوى هڅه دا ده چې هر څه را پښتو کړي، دا نه ممکنه ده او نه هم مفيده. په دغه وړ مسايلو تر دې دمه د پښتو ژبې ډېر نوميالي اديبان او ليکولان نه دي سره سلا شوي.
همدارنګه ځيني د سلام پر ځای  د «های» او «هیلو» کلمې استعمالوي او ښايي په دې ځان ماډرن وښيي؛ نن دا يوه عامه ستونزه ده، د کلتوري نړيوالتوب د بهير اغېزې دي چې اسلامي نړۍ نن ورسره لاس و ګرېوان ده. دا بايد په پام کې ونيسو چې د دغه ډول کلمو په ویلو د کفارو سره مشابهت راځي او د کفارو سره  د مشابهت څخه  په احادیثو کې کلکه منعه شوې، حدیث شريف کې راځي: «من تشبه بقوم فهو منه» یعنی څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي نو دا له هغه قومه ګرځي. یو بل مشکل چې موږ ورسره مخ یو هغه په خلکو کې د  زغم کمى دى؛ یوه ورځ په فیسبوک کې یو ملګري راته وویل، «های» ما ورته وليکل: «السلام علیکم» هغه راته يې ويل، «څنګه یې؟» ما بیا ورته سلام وليکل هغه لکه چې ضد اخيستی وي راته یې وليکل «څه نوې زړی دي؟ نه ښکارې؟« په دغه وخت کې ماته دا حديث را یاد شو چې «من بدأ بالکلام قبل السلام فلاتجيبوه « یعنی څوک چې له سلامه مخکې په خبرو شروع وکړي نومه یې ځوابوئ، نو ما هم  د چیټ کړکۍ بنده کړه او هيڅ ځواب مې ورنه کړ وروسته یې راته داسې ستغې سپوری ليکلې وې چې زه یې په لوستلو شرمېدم. يو بل ځل همداسې يو فيسبوکي يار له مکې مکرمې غږ وکړ:
سلامونه!
-وعليکم السلام و …
دې يار پښتو ګروپ کې د ګډون بلنه راکړه، ما ترې معذرت وغوښت، ما وې وخت نه لرم، وې نور دې وخت نه نيسم. له موقع په استفاده مې ورته وويل، يوه هيله لرم، وې څه دي؟ ما وې که د سلامونو پر ځای “السلام عليکم و …” يا لږ تر لږه “السلام عليکم” ووايې بهتره به وي. دا په اصطلاح پښتونپال يار ډېر راوپارېد، وې “اوس مې تکفيروې!” ما ورته وويل، تکفير کړى مې نه يې، درته مې وويل، “بهتره به وي” او که بهتر کار څوک و نه کړي، کافر کېږي خو نه او ګناه ګار به هم نه شي. عجيبه دا ده چې تل اسلامپال پر تېزۍ او توندۍ تورن کېږي، خو چې د ليبرالو او ملتپالو تېزي انسان وګوري، پر اسلامپالو شکر وباسي!
په پای کې د سلام ځيني مهمې فایدی ذکر کوم اوله ټولو په تېره له هغو اسلامپالو وروڼو چې په تېروتنې سره د اصيل سلام پر ځاى نور الفاظ کاروي، پر سلام خپله خوله روږدي کړي او هميشه د ملګري اشنا یا نااشنا سره د مخامخېدو پر مهال یې ووايي،  حديث شریف کې راځي چې سلام د خلکوتر منځ مينه او محبت زیاتوي، او ورسره یې دا هم ویلي دي چې سلام په هر چا اچوه، پېژنې یې او که نه.
د سلام اچولو ځيني فایدی  :
۱ – په سلام اچولو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د آدم علیه السلام سنت ژوندي کيږي؛
۲ – سلام د اسلام له مهمو علامو څخه دی، یعنې د مسلمان پيژندګلوي په سلام سره کيږي؛
۳ – سلام د یو مسلمان په بل مسلمان حق دی او په  اچولو سره هغه حق اداء کيږي؛
۴- سلام اچول صدقه ده؛
۵ -د سلام په اچولو سره اجر او ثواب حاصليږي.

ليکنه: اکرام الدین کامل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د