افغانستان

تخار: د اشکمش ولسوال په يوه چاودنه کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ ولسوال نن سهار اووه بجې په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د تخار ولايت وياند سنت الله تيموري رسنيو ته وويل، چې د اشکمش ولسوال عبدالمجيد حق جو نن سهار د ولسوالۍ له امنيتي پوستو د ليدنې په موخه وتلی و، چې د سړک د غاړې ماين پرې وچاودېده.

د تيموري په وينا په دغه چاودنه کې د ولسوال حق جو په ګډون درې پوليس هم وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې نن سهار اووه بجې د اشکمش ولسوال عبدالمجيد حق جو قره تپي سيمه کې د يوې چاودنې په واسطه وواژه.

د ذبيح الله مجاهد په وينا په دغه چاودنه کې د تخار ولايت د کنډک قوماندان جمعه هم وژل شوی دی.

تخار د کندز او بدخشان نا امنه ولايتونو ګاونډي ولايت دی په دې وروستيو کې په کې د طالبانو بريدونه او فعاليتونه د پخوا په پرتله زيات شوي دي.

څو ورځې وړاندې هم د اشکمش ولسوالۍ څارنوال د طالبانو په وسله وال بريد کې له خپل زوی سره يو ځای وژل شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x