نړۍ

امريکا د ګوانتانامو شپږ بنديان عمان ته لېږلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د عمان سلطنت امريکايي چارواکو سره منلې، چې د ګوانتانامو شپږ بنديان به له څو کالو زندانه وروسته عمان کې ژوند کوي.

اوس هم ګوانتانامو زندان کې ۱۱۶ زندانيان بې محکمې شپې ورځې تېروي.

د امريکايي چارواکو په وينا اوس هم د ۵۱ زندانيانو په اړه له يو شمېر هېوادونو سره سلامشورې روانې دي او له پرېکړې وروسته به دغه ۵۱ زندانيان هم له ګوانتانامو نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

د امريکا دفاع وزارت پينټاګون په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې شپږ يمنيان له لسو کالو زيات په ګوانتانامو کې بنديان وه، تېره شپه د عمان سلطنت ته د الوتکې په واسطه لېږدول شوي دي او د ژوند پاتې وخت به دغه هېواد کې تېروي.

د ګوانتانامو سلګونو زندانيان له لسو کالو زيات په دغه زندان کې بې محکمې او ځانګړي توره پراته دي او امريکا اوس پرېکړه کړې، چې دغه زندان د وخت په تېرېدو وتړي.

تېره اونۍ د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر رسنيو ته ويلي و، چې سپينې ماڼۍ سره يې د ګوانتانامو زندان د بندولو په اړه سلامشورې پيل کړي او لنډ وخت کې به يوې پرېکړې ته ورسيږي.

د روان کال جنوري مياشت کې هم امريکا له ګوانتانامو زندانه څلور زندانيان عمان او استونيا هېواد ته لېږلي وه.

د د امريکا سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او پر امريکايي چارواکو او سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.

د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x