افغانستان

واشنګټن اګزامينر: د افغان اردو نه د وړتیا درک شته او نه د کره شمېر

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم افغان امنیتي مسوولین پرلپسې د خپلو ځواکونو د وړتیا او پراخ شمېر خبر ورکوي، خو واشنګټن اګزامينر رسنۍ پخپله تازه ګڼه کې وايي چې د افغان اردو نه تر اوسه د وړتیا درک لګيدلی دی او نه يې هم کره شمېر معلوم دی.

د واشنګټن اګزامينر په خپره کړې مقاله کې ویلي چې د افغانستان لپاره د امريکا عمومي سر پلټونکي اندېښنه ښوودلې چې هغه نیمګړتياوې چې په عراق کې د امريکا له لوري په تيار شوي پوځ کې ښکارېدلې په افغان اردو کې هم تر سترګو کېږي.

د افغانستان لپاره د امريکا عمومي سرپلټونکي جان سوپکو نږدې اوونۍ وړاندې ویلي و، چې که څه هم د دوی روزل شوي افغان عسکر د طالبانو په وړاندې په جګړه کې خپلې وينې تویوي، خو په خبره يې لا هم د دوی په ليکو کې ګڼ داسې نومونه شته چې اشخاص پکې نه ترسترګو کېږي.

مقاله وړاندې زياتوي چې عراقي پوځي مسوولینو ته د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې دا روښانه شوه چې د دوی په پوځ کې پنځوس زره تنه یوازې په نامه شتون لري، معاشونه يې اخیستل کېږي خو پخپله افراد نشته.

د مقالې د لیکوال په وینا د افغان اردو په لیکو کې هم زرګونه داسې نومونه شته، چې افراد يې نه لیدل کېږي، د دوی په خبره تر اوسه افغانان پر دې نه دي خبر چې د امریکا له لوري ور جوړ شوی پوځ يې څومره وړتیا او څومره کره شمېر لري.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد اکرم خپلواک د بې بې سې په ازاده جرګه کې په ورته نیمګړتیا اعتراف وکړ او ويې ويل چې په هلمند کې د یوې دوه نیم زره کسیزې قرارګاه له منځه اته سوه تنه دایمي غیرحاضر پوځیان لرو، چې معاشونه يې قومندانان په جېب کې اچوي.

څه موده وړاندې سیګار هم پخپل راپور کې ويلي و، چې هرکال د ملي اردو له ليکو زرګونه تنه تښتي، چې ښايي نومونه به يې لا هم د عسکرو په نوم تېرېږي او معاشونه به يې اخیستل کېږي.

واشنګټن اګز امنیر په داسې حال کې د افغان اردو په اړه پورته څرګندونې خپروي، چې د امريکا په مشرۍ پر افغانستان د ناټو ټول بريدګر د افغان پوځ تشکیل یوه لویه لاسته راوړنه بولي او لا هم د دوی د روزنې، تمویل او مشورې په پلمه دلته مېشت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
آقامحمد

شیطانی دیموکراسی سیاست: دا هغه پلید او د حتمی وژل کیدو دیموکراسی ده چی نن ورځ زمونږ په هیواد کی دامریکایانو او انګریزانو له خوا پر مونږ تحمیل شویده ، او بد بختانه پدی څوارلس کلونو کی بیله مرګ ، تباهی ، ورانیدل ، ګدایی ، فقر ، د مخدره موادو په هیواد تبدیلیدل، او په نهایت کی د ځوان نسل په جاسوسئ دبهرنی استخباراتو دپاره تشویقیدل نه بل لاسته راوړنه لری، دخپل هیواد دارضی تمامیت د دفاع څخه عاجز پاتی کیدل ، دملی نوامیسو عمدی بی عزتی ، حسن همجواری د ګاوندیانوسره په حسن تسلیمی او تعبدی سیاست بدلیدل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x