ټولنیزه برخه

فکري بحثونو سره د نابلدو يوه ستونزه

زاهد جلالي

«زه تر ټولو خلکو هوښيار یم، ځکه په يوې خبرې پوهېږم؛ چې په هېڅ نه پوهېږم». سقراط

وايي، کومه چرمښکۍ ټول عمر په يوه څاه کې پاتې شوې وه. بله ورځ، کومې بلې بدبختې چرمښکۍ پاس سرکونډۍ وخوړه او همدې څاه ته راوغورځېده. ګوري چې څنګ ته يې همجنس ولاړ دی. خپلو کې يې کيسې شروع کړې. څاه والې ترې پوښتنه وکړه چې بره څه کيسې دي؟ دې ورته کړه چې هلته خو غټه دنيا ده، يو عالم مخلوق پورته دی. دې په خپله دنياګۍ کې يوه وړه غوندې کرښه راتاوه کړه، ورته يې کړه چې دومره دنيا به وي. هغې ورته ويلې چې دا يې په پرتله په نشت حساب دی. بیا يې لږه غټه کرښه راتاوه، خو چې بيا يې هم منفي ځواب واورېده، ورته يې کړه چې تر دې ستره نړۍ خو امکان نه لري!

زه چې د فکر ډګر کې ځينې نوي و نابلده زلميان وينم، د دې چرمښکۍ کيسه راياده شي. خو د فکر او پوهې دنيا زموږ له دې فزيکي دنيا سره د پرتلې وړ نه دی. هغه د بحر مثال لري او له بحره هم ستر دی. څوک ترې غړپ پورته کوي، څوک پرې خوله لمدوي، څوک ژبه او پر چا د يوې څاڅکې سلمه برخه پېرزو شي.

خو جالبه دا ده، چې څوک چې څومره لږ پوهېږي او يا هېڅ نه پوهېږي، تر ټولو ډېر جرئتي، توند او پرېکنده غږېږي. مخالفين يې که څومره ستر پوهان هم وي، څوک به ورته ناپوه ښکاري، څوک احمق او په چا ملنډې وهي. ښايي لامل يې دا وي، چې شاوخوا يې داسې څوک نه شته چې په دغو بحثونو کې يې عمر تېر کړی وي.

د ډېر افسوس او خپګان ځای دا دی، چې دا حالت يوازې زموږ په هېواد او زموږ په خلکو پورې محدود دی. د نورې نړۍ خلک، په هر ډګر کې ځان ته خلک لري، خپل علمي مرکزونه لري او د فکري ډګر په اصولو او ادبياتو يې پوهېږي او درک کوي چې له چا سره څنګه تعامل وکړي؟ْ!

يو وختې موږ هم د علمي مخالفت په ډګر کې دغسې خلک لرل چې اصول يې پېژندل. ما د هغه کنفرانس غږيز اورېدلی چې علامه حبيبي يې مشري کوي. سعد الدين شپون چې هغه وخت د ادب يو عادي شاګرد و، پر سترو استادانو نيوکه کوي؛ خو استاد حبيبي له يوې ټوکې وروسته، په ډېرې نرمۍ ځواب ورکوي او قانع کوي يې.

زه چې اوس هم د هغې زمانې له ليکوالو او روڼ اندو سره غږېږم، هماغه تاثيرات په کې ښکاري. مقابل لوری که څه هم د ده په مقابل کې ډېر ټيټ وي، خو په احترام او قدر ورسره تعامل کوي.

مګر دې وروستيو کې چې د نورو تر څنګ د ګډوډۍ له امله په افغانستان کې د پوهې او فکر بهير کې د غني خان د نظر مطابق شلوون رامنځ ته شو او هر څه ګډوډ شول، زموږ علمي برخه هم له سترې تشې سره مخ شوې. آفرسياب خټک د ژور شاعر غني خان په حواله وايي چې هغه د شلوون نظريه لرله. په دې معنا چې په پښتنو کې کله پوهه دومره پرمخ تللې چې د نړيوالو تمدنونو په څنګ کې ودرېدلي يو؛ خو دغه تمدن د يوه بهرني يرغل په پايله کې داسې تس نش شوی، چې د تېر تمدن آثارو جوړول څه، چې په معنا يې هم څوک نه پوهېدل.

پخوا موږ په پوهه کې لږ سرونه پورته کړي وو. په تاريخ و تحقيق کې مو د حبيبي غوندې څېرې لرلې او ادبي و فلسفي ليکلو کې د الفت او پوهاند مجروح په څېر؛ خو سور سېلاب داسې شلوون رامنځ ته کړ، چې اوس هغه څېړنه و ليکنه کول څه، چې د لوستو او پرې پوهېدو له پاره د ګوتو په شمار کسان لرو. همدا لامل دی چې د فکر و فلسفې د الفبا شاګرد ته د دوو کتابونو له لوستو وروسته، ځان تر غزالي او فارابي هم پورته ښکاري!

کله نا کله چې د علمي ډګر د نوابغو ځينې کيسې او واقعې واورم، ورته حیران شم. زه د استفادې په موخه دلته يو څو کيسې نکل کوم.

برتراند راسل، د غربي نړۍ له سترو معاصرو فيلسوفانو څخه دی. کوم وارې وپوښتل شو، چې د خپلو نظرياتو له پاره د ځان قربانۍ ته حاضر دی، ده «نه» ځواب ورکړ او ورته يې وويل، چې نه پوهېږم زما افکار او نظريات څه دي؟ نن په يوه فکر، سبا پر هغه د رد کرښه وکاږم او بل نظر غوره کړم، نه پوهېږم د کوم يوه له پاره د ځان قربانۍ ته حاضر شم.

سقراط څومره جالبه ويلې؛ «زه تر ټولو خلکو هوښيار یم، ځکه په يوې خبرې پوهېږم؛ چې په هېڅ نه پوهېږم».

دغه راز د اسلامي تاريخ ستر فيلسوف، امام غزالي په داسې حال کې چې د نظامي مدرسې ستر استاد و، په خپله اعتراف کوي چې نه پوهېدم حق له کومې ډلې سره دی؟ بالآخره د حق د پلټنې له پاره له ځانه ملنګ جوړوي.

د ستر امام مالک په اړه روايت شوي، چا ورته څلوېښت پوښتنې راوړې چې ځواب يې کړي، ده يې لږې پوښتنې ځواب کړې او نورو کې يې وويل چې نه پوهېږم.

د خدای رسول چې د وحې هدايت ورسره وو او تر بل هر چا ډېر پوهېده، خپل رب ته دوعا کې وايي چې پوهه مې زياته کړه. د يوه مسلمان له پاره دا بهترين درس دی. يوازې خدای پوهېږي او موږ نه پوهېږو. بايد د دغې ډېرې کوچنۍ پوهې په لرلو غره نه شو، او نورو ته په سپکه ګورو. رښتيني پوهان ډېر عاجزان وي او هېڅ کله د پوهې دعوه نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x