mother and child 1

مورې ته راشه

جاوید آفتاب

سـوچ کـوم هیـریـږي نــه
زړه دې بس صبریږي نه

هر خوا ته چې سترګي وړم
اوښکې مې دریــږي نــه

مـاتـه دعا شه جنت هوا شه
مورې ته را شه مورې ته راشه

هغه مـاشومتوب غـواړم
هـغـه لیـونـتـــوب غــواړم

ستـړی ستـړی رابـه شـم
ستا په غیږ کې خوب غواړم

لـلـو لګـیـا شــه خـوب د بیګاه شه
مورې ته را شه مورې تــه را شــه

ژونـد راتـه نیمګړی شي
ښه هم راته ستړې شي

ستـا آواز چې نـه اورم
شـور د دنـیـا غلی شي

سپوږمۍ رڼا شه لـمـر د سبا شه
مورې تــه راشه مورې ته را شـه

ستـا خـواږه خـواږه لفظـونه
ماآفتاب تــه جنتونه

ما ویده کړي ما راویښ کړي
ستــا سپڅـلي آیـاتـونه

ژوند ته اروا شه وجود ته ساه شه
مورې ته راشه مورې ته راشه

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د