انیسه رسولي، تر دې وړاندې د افغان ښځينه قاضيانو د ټولنې مشره پاتې شوې

اشرف غني د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د سترې محکمې غړې کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غبرګولي ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د هېواد په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه مېرمن د سترې محکمې د عالي شورا غړې اعلان کړه.

په ارګ کې کره سرچينې وايي چې انیسه رسولي د اشرف غني له لوري د سترې محکمې د نهه کسیزې عالي شورا غړې معرفي شوې ده.

ویل کېږي اشرف غني به مېرمن رسولي ولسي جرګې ته د باور رایو د اخیستو لپاره په نږدې راتلونکې کې ور معرفي کړي.

د سترې محکمې عالي شوار نهه تنه غړي لري چې د هېواد په تاريخ کې اشرف غني د لومړي ځل لپاره يوه مېرمن د دې شورا غړې وټاکله.

اشرف غني چې د لبنان له امريکايي پوهنتونه فارغ او د خپلې مېرمنې رولاغني د ارمانونو د پوره کېدو کلک پلوی دی، تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې به مېرمنو ته هم برخه ورکوي.

انیسه رسولي تر دې وړاندې د افغان ښځينه قاضيانو د ټولنې مشره او بنسټګره پاتې شوې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د